Homeخبرونهد روسیې او اوکراین دویم پړاو خبرې له کوم پرمختګ پرته پای...

د روسیې او اوکراین دویم پړاو خبرې له کوم پرمختګ پرته پای ته ورسېدې

تاند【سه شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۳مه】‏د راپورونو له مخې د روسیې او اوکراین ترمنځ دویم پړاو خبرې له کوم پرمختګ پرته پای ته ورسېدې.

په دغو خبرو کې یوازې د بندیانو پر تبادلې هوکړه شوې، خو په اوربند بیا هیڅ ډول هوکړه نه ده شوې.

بي بي سي د اوکرایین مرکچي پلاوي له قوله راپور ورکړی، چې دوی له کوم قید او شرط پرته د اوربند وړاندیز ورکړ، خو مقابل لوري ورسره پرې هوکړه نه ده کړې.

د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو دویم پړاو په داسې کړکیچن حالت کې پیل شو، چې اوکراین د روسیې پر څلورو پوځي اډو پراخ بریدونه وکړل.

اوکراین په دغو بریدونو کې روسیې ته د ۷ ملیارد ډالرو زیان واړوه.

له بل لوري رسنیو راپور ورکړی، چې روسیې د اوکراین بریدونو په غبرګون د یاد هېواد په ځینو برخو تازه بریدونه کړي.

په دغو ترسره شویو تازه بریدونو کې د درنې مرګ ژوبلې ترڅنګ پراخ زیانونه هم اوښتي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...