(پنځمه برخه)
پوهاند نصرالله ستانکزی
څوارلسم – په هیواد کې د نظم د راوستو هنر:
خوشال خان دا موضوع د «خصلت د ملک د انتظام»؛ تر عنوان لاندی راوستې ده، او دا خصلت د یوه هنر په توگه شماري.
د هغه له نظره په یوه ټولنه کې گڼ شمیر خلک په بیلابیلو ډلو څه په خصوصي ژوندانه کې او یا هم په عامه ژوند کې سره؛ پراته دي. خوشال خان دا مختلف کسان د سیاست اسباب او مصالح گڼي؛ لکه چې وایي:«ملوکان څو گروه رعایا لري چه واړه مصلح او اسباب د سیاست د ریاست دی.»

همدارنگه د هغه له نظره د یوه ملک بقا؛ د انتظام په ساتلو کې ده؛ لکه چې وایي: «دا لوی هنر دی، اما په خصلتونو کښی دا درجه وابسته په خصایل دی. که د ملک قوام دی په دا دی، که انتظام د ملک نه وی قوام هم نه وی.»
خوشال بابا په دوام کې په دې عقیده دی چې واک باید یوازې د واکمن په لاس کې متمرکز نه وي، بلکې قدرت باید له کاري ټیم سره پر مخ بوځي؛ لکه چې وایي: «که تر عهده یې نه وځي، خسران د دین د دنیا دی. که دا واړه کار په یوه ځان واخلي، و چاو ته به رسیږي، پس معاون، مددگار ورلره لازم شول، چه سررشته د هر کار ولري، د هر کار ځواب له هغه غواړي.»
خوشال خټک په دې باور ؤ چې واکمن باید د خپل حاکمیت په دوران کې خپل ځای ناستی وټاکي؛ ځکه د هغه په نه شتون کې ښایي چې د قدرت تشه رامنځ ته شي؛ په دې هکله وایي:«پس اول بویه چه ملوک دی اول د خپل جانشین فکر وکا چه یوه خوله ساه ده په ساه څه ویسا، که و ده ته واقعه، حادثه ورسیده، جاه نشین د ده تیار وي- چه په ملک کښی خلل، فتور واقع شي، په خلل او فتور کښی د ملک د دولت زوال دی، خلک په کښی تلف او پایمال شي.»
پنځلسم- همت: د خوشال بابا له نظره؛ همت دا دی چې باید واکمنان د حوادثو د پیښیدو په حالاتو کې د دې وړتیا ولري چې د هغوی په وړاندې ودریږي او ځان ونه بایلي. د ده په خبره دا خصلت؛ د اسلام ستر پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم غوره کړی؛ په دې هکله داسي وایي:«رسالت پناه لره نبوت او همت دواړه سره جبراییل راوړل په دواړو کښی مختار کړ – ده په کې همت ونیو، نبوت هم ورغی.» بیا د همت د ښيگڼو په هکله داسي وایي: «هر برکت چه دی په همت کښی، لکه سر هومره یې درد سر – که همت نه وي درد سر به څوک وړي. واقعي حادثې په هر چا راځي، په دولتمنو خو لا ډیر راځي. حادثې نور چیرته نه دي په خپل کور کی دي.»
خوشال پر دې خصلت له دې امله هم ټینگ دی چې که همت له لاسه لاړ؛ یوه ناوړه پایله یې غوړه مالي ده، چې په طبیعي ډول دا عمل د هر انسان په تیره د واکمنانو وقار او اعتبار ته لوی زیان رسوي؛ په دې هکله داسي فرمایي:« د ده خو همت بویه مشکل به خدای آسانوي. که واړه ملک یې په یوه ورځ د سیلاب پر مخ ولاړ شي زړه دې لر و بر نه کا، په زړه دې دا وایي: هغه چه را کړی ؤ هغه یې راڅخه رانیوه که یې راکوي بیا به یې را کا.
مصراع
با که وفا کرد که با ما کند
دنیا له چا سره وفا کړې ده چه له ما به یې کا . دا هومره ملوکان څه شول؟ د دیو ملک خزانې څه شوې؟ خو وار ؤ په هر چا تیر شو، په ما به هم تیریده، د چا تملق چاپلوسي دې نه کا چه کم همت یادیږي – مرگ ښه دی نه په بې همتۍ کم ننگۍ کښی ژوندون – که تمام عالم هم د ده په کمی شي، پروا دې د هیچا نه کا، خپل هوډ دې د لاسه نه اچوي.»
قلم مو تاند لره جناب محترم پوهاند صاحب