شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهپردی فکر | نور سعید

پردی فکر | نور سعید

څپېړه د ښځې پر غوږ ولګېده. د سړي د درانه لاس ورغوی یې پر غوږ او څپک یې د سر پر کیڼه برخه پرېوت. سوربخون خړ رنګ ګرد یې ذهن ونیو. ستونی یې غوټه شو.

تر څپېړه لاندې غوږ یې کوڼ شو، له بله یې ازانګې وتلې.

له سترګو یې سپرغۍ باد شوې. د غوږ له پوڅکۍ تر غامبوري یې پر مخ سور خاپ راڅرګند شو. د درد له څړیکې سره یې د سپکاوي، نه کتنې بې ارزښتۍ احساس وجود نور هم په خپل نازک پوست کې ایسار کړ.

د لښتۍ میخک یې د غوږ شاتني پوست کې ننوت، د وینې کوچنی څاڅکی ځای پر ځای پرې ودرید. ژبه یې نه ګرځېده او د سړي پرلپسې کنځل یې نه اوریدل.

”د سپې لورې زړه شوې، مالګه دې و نه پېژنده!”

بیا ناڅاپه د ښځې ټول بدن سخت شو. د غاړې رګونه یې وپړسېدل. زړه یې د ټټر له دېوالونو سره ټکرونه وهل، ته وا غواړي له پنجرې بهر شي.

ګوتې یې موټي شوې. سترګې یې خود بخوده د میوې چاکو ته واوښتې، چې د سړي مخې ته پر ویړ دسترخوان پروت و.

خو دا هر څه یوه شېبه کې تېر شول، لکه مخکې… لکه تل…لکه تېرو څلور نیم، پنځو کلونو کې تر پنځوس ځله هم زیات چې شوي وو…

ښځه د سړي له ګوزاره زیاته له خپلو سترګو، لاسه او په خپل سر کې له پردي فکره وډاره شوه. په خپل پوستکي کې نوره ونغښتل شوه.

په پلارګنۍ کې په کراتو، مراتو اورېدلې خبره یې په ذهن کې وګرځېده:

”سړي خو همداسې دي، نو…”

سړي د بې مالګې شوروا کاسه د دسترخوان څنډې ته پورې وهله، مخ یې بل لور ته واړاوه. ځوړند سر کېناست او د ښځې پرغامبورو د مالګینو اوبو دوه غټ څاڅکي ورغړېدل.

سړي یې سترګو ته وکتل. ښځې خپلو نوکانو ته کتل. سړي له پزې اوږده ساه واخیسته. د شوروا کاسه یې ځانته ورنژدې کړه. په بوڅو شونډو یې وویل:

”پاڅه خرې، مالکه راوړه!”

ښځه په بې سېکه ګامونو له خونې ووته.

برتانیا – لوټن ۲۰۲۰ فبروري ۲۸

2 COMMENTS

  1. ښاغلی نور سعید مننه چې پر لیکنه مو زحمت ګاللی:

    ((سوربخون خړ رنګ ګرد یې ذهن ونیو.)) ؟؟ جمله ګونګه نه درته ښکاري؟

    ((خو دا هر څه یوه شېبه کې تېر شول، لکه مخکې… لکه تل…لکه تېرو څلور نیم، پنځو کلونو کې تر پنځوس ځله هم زیات چې شوي وو…))

    که غلط نه یم پوهیدلي، مخکې یې تر پنځوس ځله زیات ورته څپیړي خوړلې دي،نو ښځه خو پخوا لا کڼه وه، نو د مالګي را وړلو خبره یې څرنګ واوریدله؟

    ((ښځه د سړي له ګوزاره زیاته له خپلو سترګو، لاسه او په خپل سر کې له پردي فکره وډاره شوه. په خپل پوستکي کې نوره ونغښتل شوه.)) ؟؟

    لوستونکی څه ډول معنا ورنه واخلي؟

    د توضیح په هیله.

    والسلام

  2. سید صیب ډیره ښکلې کیسه ده ځینې دوستان درنه تفصلات غواړيتاسو باد څارنوالۍ ددې ټولو خبرو سپیناوی وکړې ههههههنهه
    ډیر زبر دسته کیسه ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب