سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېاقتصادډیمریج؛ د مالونو د ځنډ له امله رامنځته شوی اضافه لګښت څه...

ډیمریج؛ د مالونو د ځنډ له امله رامنځته شوی اضافه لګښت څه ته وايي؟

ډیمریج (Demurrage) 

ډیمریج ( Demurrage) توری فرانسوي ریښه لري چې مخینه یې له فرانسوي ژبې سره تړلی ده او په هغې کې د ډیمرډیډ او ډیمورر هم کارول شوېده.

په فارسي ژبه کې ورته مناسبه اصطلاح ، کرایه معطلي کارول کیږي چې نسبت له مفهومه ډکه جمله ده 

ډیمریج  یا د مالونو د ځنډ له امله رامنځته شوی تاوان جبران له هغه حالت څخه عبارت دی چې د اموالو د انتقال په وخت کې له تعین شوي وخت څخه په تېرېدو د مالونو پر مالک باندې چارجیږي، یاهم له هغه اضافه کرایي او فیس څخه عبارت دی چې له ټاکل شوي وخت وروسته په مالونو باندې راځي.

کله چې نقلیه وسایلو کې د تخلیې او بارګیرۍ په وخت کې کوم خنډ او ځنډ رامنځته کیږي په دغه حالت کې د اضافه وخت اضافه روپۍ باید د مالونو انتقالوونکی شخص شرکت او انتقالي کښتيو، کانترونو، ریل ګاډي واګونونو، سرایونو او موټرونو ته ورکړي .

ډیمریج په عمومي مفهوم کې یو ډول جرمانه ده چې، د قرارداد له ټاکلې نېټې څخه د تاخیر او ځنډ په مقابل کې، بار وړونکو کمپنیو ته د مالونو صادروونکو \ واردوونکو لخوا تادیه کیږي. 

د ډیمریج اصطلاح په مالي  او لوجیستیکي برخو کې زیاته کارول کیږي په مناقلاتو برخه کې دا هغه جرمانه ده چې د اموالو بارونې، انتقال، او یا ښکته کولو په برخو کې د تاخیر په بدل کې تادیه کیږي. 

د کرنسي او یا کرنسي ډوله اجناسو کې لکه سره زر په برخه کې دا یو ډول ټاکلې مالیه ده چې معمولا د دولت له لورې د کرنسي یا سرو زرو د ساتنې په مقابل کې اخیستل کیږي د بېلګې په ډول که کوم شخص یا کمپني ټاکلې اندازه پیسې او سره زر له تعین شوې مودې څخه زیات وخت ساتل غواړي نو مکلف دي چې ددې اضافه وخت یوه اندازه اضافه رقم تادیه کړي. 

ښه او بهتره مثال یې په اسلامي اقتصادي نظام کې د زکات سیستم دی چې کله یو څوک نغدې پیسې یا سر زر له یو کال څخه زیات وخت له ځان سره وساتي نو مکلف دی چې دوه نیم فیصده زکات یې ورکړي.

د Demurrage  او Detention ترمنځ توپیر څه دی ؟ 

دا دوه اقتصادي اصطلاحات ډېر کله د خلکو تر منځ د اشتباه کېدو سبب ګرځي اکثره خلک یې توپیر نه شي کولی دلته به یې یوازې ځېنې مشهور توپیرونه ولیکو 

د بار وړونکو شرکتونو او کمپنیو کارپوه (Hariesh Manaadiar) په یوه علمي مقاله کې ددې دواړو اقتصادي اصطلاحاتو ځېنې توپیرونه په لاندې توګه ذکر کړيدي: 

ډیمریج په کارګو باندې له خپل وخت زیاتې کرایې څخه عبارت دی البته داچې په کارګو کې اموال بار وي اما Detention یا د وسایطو ودریدو کرایه بیا په داسې ډول بیانولی شو چې په دغه کانتنرونو کې  اموال نه وي خو اړونده شرکت ته یې انتقالي وسایل لکه باري کښتۍ ، کانترونه او ریل ګاډي واګون نه وي سپارل شوی. 

نوموړی همدارنګه زیاتوي چې په زیاتره هېوادونو کې خلک او سوداګر ددې دوو اقتصادي اصطلاحاتو توپیرونه نه شي کولی دی په لنډه توګه زیاتوي که چیرته په باري وسایلو کې اموالو وي او په بارګیرۍ یا تخلیه کې یې اضافه وخت ولګیږي دې حالت ته ډیمریج او که چیرته د نقلیه وسایلو په بیرته سپارلو کې ځنډ رامنځته کیږي خو البته وسایل باید تش وي نو دې حالت ته بیا د ودریدو کرایه یا Detention  وایي

بل فرق یې دادی چې ډیمریج په کارګو پورې مربوطیږي او Detention د کارګو په وسایلو یانې (Equipment) پورې مربوط دی.

د ډیمریج اصطلاح په لومړي ځل یوازې باري کښتیو ته کاریده چې د وخت په تیریدو سره کانترونو او نورو تجارتي نقلیه وسایطو ته هم وغځیده. 

د ډیمریج کرایه او جرمانه د بېلا بېلو اصولو له مخې ټاکل کیږي.

د ډیمریج لپاره څومره پیمانه ټاکل شوېده؟ 

 ځېنې بندرونه او بار وړونکي شرکتونه د بار راوړونکیو شرکتونو ته تر اوو ورځو پورې اضافه ورځې ورکوي تر څو وکولای شي چې پدې فري وخت کې  خپل توکي تخلیه کړي .  د  ډیمریج لپاره هرې انتقالي کمپنۍ او هېواد خپل اصول او پیمانه ټاکلې ده پر کراچۍ بندر راتلونکي اموالو لپاره له چین هېواد څخه باید تر ۱۴ ورځو پورې کانترونه تخلیه شي د مالیزیا او اندونیزیا څخه راتلونکي کانترونه باید تر ۲۸ ورځو وروسته ورته بیرته وسپارل شي لدې مودې وروسته ځېنې کمپنۍ د ( Detention  ) په نوم له ۸۰ ډالرو څخه تر ۱۸۰ ډالرو پورې اخلي خو دا (Shipping Company ) د پالیسۍ له مخې ټاکل کیږي خو د پاکستان حکومت د کراچۍ بندر لپاره له پنځه ورځو وروسته په هر کانټینر باندې د ورځې ( ۱۵۰۰ ) پاکستانۍ کلدارې ډیمریج حسابوي .  

ډیمریج څنګه را کم یا ختم کړو ؟ 

افغان سوداګر له نورو ګڼو تجارتي ستونزو سر بیره له ډیمریج سره زیات لاس او ګریوان دي د کراچۍ په بندر هر صادراتي او وارداتي اموال د ډیمریج مزه څښلې ده داسې هم شویدي چې افغان سوداګرو څه موده مخکې چې خپل مالونه یې د کراچۍ په بندر کې بند پاتې ول دومره زیات ډیمریج پرې راغلی وو چې ځېنې سوداګرو خپل اموال همداسې پرې ایښې وه ځکه چې ډیمریج یې د مال له ټول قیمت څخه لوړ وو . 

همدا اوس ( 2020 اکتوبر ) له قرنطین وروسته د افغان سوداګرو په زرګونه کانترونه د کراچۍ په بندر کې ولاړ پاتې دي چې د هرې ورځې په تیریدو یې سوداګر لوړه بیه پرې کوي.

( د یوه راپور له مخې د افغان تجارانو ۲۲۰۰۰ کانترونه د کراچۍ په بندر کې ولاړ دي چې په هر یوه یې له ۳۰۰۰ ډالرو څخه  تر ۴۰۰۰ ډالرو پورې ډیمریج راغلی دی چې د افغانستان د ولسې جرګې پلاوی  او د اطاق تجارت مسؤلین د همدې ستونزې د حل په موخه پاکستان ته تللي دي ) 

ددې ستونزې د حل په موخه په نړیواله کچه کار شویدی خو د افغان تجارانو بیچاره ګانو کار همداسې د نورو مسلو په څېر لا ینحل پاتی دی په (1989) میلادي کال کې د (Demurrage Specialist International (په نوم کمپني د ډیمریج مسایلو د حل په موخه رامنځته شوه چې د منازعو د حل په موخه یې د هماغه وخت سره تر ۱۰ میلیونه ډالره عارض کیدونکو کمپنیو ته ګټه اړولې وه. 

ددې لپاره چې د افغان سوداګرو د ډیمریج جدي مشکل را کم یا هم بیخي حل شي ځېنې لارې چارې باید عملي کړي:

درانه سوداګر باید تل د پلان B   لپاره اماده ګي ولري ځکه په لارو ، بندرونو او کانترونو کې هر وخت او هرکله ستونزه را پیدا کیدای شي دا خبره باید منو چې هر څه زموږ په خوښه نه شي څرخیدلای او په پلان شوي کار کې حتمي ادلون بدلون راځي نو ذهنا باید اماده او د بلې لارې فکر له ځان سره ولرو.

 لومړی : له هغه انتقالي کمپنیو استفاده وکړي چې (TIME FREE) خدماتو موده یې نسبت له نورو زیاته وي.

دویم : د اوضاع سره سم باید د لارې انتخاب وکړل شي د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو چارو سمه څارنه وشي او بیا خپل اموال انتقال کړل شي.

درېیم : له هغه بندرونو، انتقالي کمپنیو او کانترونو څخه استفاده وشي چې نړیوال او منل شوی نوم ولري.

څلورم : د اموالو د انتقال څخه مخکې له هغه قلم اموالو څخه چې په راجستریشن او انتقال کې ستونزې لري ځان پوره اګاه کړل شي بیا یې انتقال صورت ونیول شي تر بارګیرۍ وروسته د خپلو وارد \ صادر شوي اموالو ځان مطمین کول حتما اشتباه ده . 

پنځم : د اموالو د انتقال سره سم باید د هغوی د رسمي او راجستریشن کارونه پیل شي چې د رسیدو سره سم یې یوازې چیک پاتې وي نور رسمي کارونه یې خلاص شوي وي همدارنګه باید ګمرکي پروسې چټکې کړل شي او ددې لپاره له کارپوه او مسلکي کسانو استفاده وشي . 

تاسې باید دا وړتیا ولرئ چې د کارونو چټکتیا مو د اموالو د رسیدو او ټاکل شوي وخت څخه زیاته ده.

شپږم : کله چې اموال تخلیه شول او په بندر یا هم سرای کې ځای پر ځای شول نو نقلیه وسایل دې ژر تر ژره اړونده کمپنۍ ته ولیږل یا هم وسپارل شي. 

اووم : تل له خپلو اموالو او د هغوی له موقعیت څخه خبر اوسئ د کښتیو، کانټرونو او موټرو چلوونکو احوال واخلئ او هغوی ته لازمې لارښوونې وکړئ او خپلو مسؤلیتونو ته یې متوجه کړئ دوی پوه کړئ چې د دوی د غفلت په وجه یې تجارت ته زیان اوړي.

3 COMMENTS

  1. لیکنه جالبه ده،‌ خو کرایه له کراء نه اخیستل شوې چې په عربي ژبه کې اجورې ته وایي. معطل لفظ هم عربي دی نو دې ته اړتیا نشته چې دا ترکیب داسې وښیو چې پاړسو پرې امتیاز ترلاسه کړي.‌

  2. ښاغلی ستانکزی صاحب!
    په پښتو ژبه په اقتصاد او سوداګرۍ پورې اړوند د یوې لنډې لیکنې په خپرولو مننه کوم . خو نه پوهیږم چې دا خپله اندېښنه په کومو تورو تاسو او ستاسو په ځېر نورو لیکولانو ته ورسوم . دا چې د زیاتو عملي اصطلاحاتو او لیکنو سرچینې لویدیڅې ژبې دي نو څه اړتیا ده چې په لوی لاس د کمترۍ احساس په شعوري او ناشعوري ډول څرګند کړئ. د لیکنې پیل مو د اصطلاح په واضح کولو پیلیږي چې دا فرانسوي رېښه لري . او د دې معنی دا ده او هغه ده . نو تاسو ولې ځان مجبوروئ چې له فرانسې څخه لوی افغانستان ته د فارس ( اوسني ایران ) له لارې راشئ. تاسو او ستاسو په څېر نور ډېر په کمترۍ احساس اخته افغانان په هره چاره کې یو ځل فارس ته ځان ورښکاره کوي . په دې لیکنه کې د دې څه اړتیا وه چې سره له دې چې تاسو دا اصطلاح په پښتو تشریح کړه ده بیا په لوی لاس ځان د خپل غلیم تر ژبنیز اغیز لاندې راولئ. هیله مې ده چې نور په خپلو لیکنو کې د فارس او فارسي له یادونې تېر شئ.
    درانه اوسئ

  3. ډېرښکلي ، په زړه پورې او ګټور مطلب دی ، تاجران او سوداګر باید یوځل بیا ځان ورباندې پوه کړي . د اقتصاد محصلینو ته هم ګټور معلومات په لاس ورکوي .
    دریمه لارښوونه یې افغان سوداګرو لپاره تر ټولو ښه مشوره ده چې وایی : له هغه بندرونو، انتقالي کمپنیو او کانترونو څخه استفاده وشي چې نړیوال او منل شوی نوم ولري بنا افغانانو ته په کار ده چې د کراچۍ او د پنجاب جنجالي لاره که څه هم ارزانه ده ، د تل لپاره خوشې کړي .
    په پای کې باید وویل شي که دیمریج فرانسوي کلمه وي نو بیا ضرور نده چې په « ډ » سره ولیکو، ځکه چې فرانسوي او نژدې ټولې اوروپایې ژبې د ډ غږ نه لري . یواځې انګلیسي دا غږ لري ..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب