جمعه, مې 3, 2024
Home+پیسې | اسدالله بلهار جلالزی

پیسې | اسدالله بلهار جلالزی

    د کوټي په دیواله د را ځړیدلي ساعت ټک ټک يي پام وړ واړاوه. لږ په ځير يي ور وکتل د تیاره ماښام ټیک اته بجې وي. پاس د خونې په یوه تیر پورې راځوړند ګروپ تیتې رڼا په مټي دومره کولای شوای چې کوټه روښانه کړي.

     شیرګل د چای پیاله په ځمکه کیښوده. د څراغ رڼا ته یې سترګې وځلیدې. په کوټه کې یې شاوخوا ته وکتل، په لږ ټیټ غږ يي وویل: ـ یاره نور خو له مفلسې باور وکړه مړ کیږم. نه کارشته او نه يي خدای له دې دریڅې راغورځوې.

ـ ته راځه چې دا چای وڅیښوو…

ـ د پیسو درک مې کړی دی. اخر به ګوتو ته راځي، خو سختي هم لري.
– له کومه به راځي، پوروړو هم په تنګ کړو. په کور کې نه اوړه پاته دي او نه نوره سودا. نن ماښام خو د لعل ګل زوی سم دم بي آبه کړم.
– څه يي ویل؟
– څه يي ویل، همدا خبره يي کوله پور مې راکړئ
ـ ډیر خو ولا که ملامت هم وي. دا ډیره موده کیږي چې سودا ورڅخه راوړو.
– راته کړه یې که د دکان د پورپېسې نه راکوي مجبوره یم چې عرضه درباندې وکړم. خبره مو سره آن ترلاس اچولو سره ورسیده، پیروز راغی او سره جلا یې کړو. هغه ساعت مې ویل: کاشکې دا ځمکه وچوې او زه په کې ننوزم.

قدیم له ځانه سره اممممم وکړل او بیا يي ساړه واوسیلل، ورو يي وویل: – کاسه اوکوندری چې سره جلا شوو. نو بیا که دې ورور هم وي بس پردی يې بوله.

ـ دغسې خو ده، کنې؛ چې ګل احمد زړه کړی وای. یوڅو روپۍ یې پور راته رالیږلي وای له خدایه به مو آرمان نه کاوه. دا يي دوهم کال ده چې په دوبۍ کې په کارلګیاه ده. خامخا به ورسره نغدې وي. د ما خو ولاکه ورته تمه کیږي.

– د تمې خبرې ولاړې، ولا چې مړ کیږي که اوس څوک درباندې کلمه ووايي. داسې هم نه وايي چې اخر خو وروڼه مې دي، سخته بد وخت شو، ځانه خپله ځانه. اوریدلې مې دي چې ګل احمد دا نن هم درۍ لکه کالداری رالیږلې وي
ـ رښتیا وايي؟
– هو درواغ خو نه وایم.
– عجبه ده، ته لږ چای را واچوه. خومزې يي اوښیانووکړې. دی خو له موږه دې همدې له پاره جلا شو. په موږه يي نه لوریدې.

– هغه څنګه يي ویلې دی چې راکړې خپل چې وخورو تل، خدای دي دا ښی لاس چپ لاس ته نه اړ کوي. دا ورځي به تیرې شي. سبا به بیا هم د وروري دعوه کوي.

شیبه وروسته  دواړو تورکالي واغوستل، د د یوالې ګړۍ ټک ټک خوت او پاو کمې لس بجې يي را ښودې او له کوره ووتل. د شنو پټیو په منځ کې په ورو، ورو ورتیر شول. د خټین کور دروازه يي وټکوله، د کور میرمن وارخطا شوه. له خپلو دوو کوچنیو لوڼو سره یوځای ورته راووته، د دروازې له شا يي ور غږ کړ. څوک يي؟
ـ زه یم، قدیم…

یوې لور يي په لوړاواز وویل: ابۍ دا خو د قدیم کاکا غږ دی.
دا غږ يي د ګاونډې ښځې هم اوریدلی و.

سهار کلیوالو له ډیرو پلټنو وروسته د کور د میرمنې اودوو نجونو مړې له څاه را ویاستل…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب