جمعه, مې 3, 2024
Home+په شعر کې د فکر او خیال دریځ

په شعر کې د فکر او خیال دریځ

پوهنمل محمدرحمن رحماني

لنډیز

د شعر پېژندنې د تیورۍ  په اړه او همدارنګه د شعر د توکيو د پېژندنې په باب څرګندونې په ډېرو کتابونو او مقالو کې ترسره شوي دي. خو لکه څنګه چې د شعر په باب د پخوانيو اندونه چې شعر يې هغه کلام باله چې زیات ادبي صنایع چې ځينې به لفظي یا معنوي وو، پکې کارول شوي وو،چې دا یې د شعر په ماهیت او حقیقت کې داخل ګڼل او همدارنګه د شعر نوی رنګ چې اوس یې ځانته غوره کړی دی د ټولو د پرتلنې سره راوړل شوی دی او د دې تر څنګ  د شعر په پېژندنه،ځانګړنو،د شعر په توکیو،په شعر کې د خیال او فکر پر دریځ او پېژندنه،همدارنګه د خیال په ډولونو د باوري سرچینو پر بنسټ بحث شوی دی.

سریزه

پښتو ادب کې ډېرې داسې موضوعګانې شته، چې لا تر اوسه ورباندې د ادب پوهانو له خوا غوڅ توافق نه دی شوی چې یوه موضوع د شعر ده، کار ورباندې زيات شوی،خو دا چې معیارونه یې وخت په وخت تغیر کوي ځکه پرې واحد نظر نشته، په دې هکله چې کومې څرګندونې پخوا شوي یا اوس کوم نظرونه موجود دي،د شعر د جوړښت توکي بېلا بېل ښودل شوي دي.

  په دې مقاله کې د شعر توکي سپړل شوي دي، په ځانګړي ډول د خیال او فکر تړون او دریځ؛ مګر وروسته به یې د بحث په ضمن کې یې رنګونه او ډولونه څه نا څه وښیو،خیال په ادب کې یو خاص مقام لري او په عواطفو کې ډېر تاثیر پيدا کوي، د بېلګې په ډول که موږ یوه خبره واورو، چې په کوم ځای کې توپان پېښ شوی،چې دومره خلک یې مړه کړي او دومره کورونه یې وران کړي دي،دا خبره به راباندې هومره اثر نه کوي،لکه دا حادثه چې د کوم ادیب او شاعر له قلمه په ادبي ډول رسم شي او له تخیل نه په کې کار واخیستل شي.

خيال د فکر نه لوړ دی،لومړی د یو شي په اړه خیالي اټکل کېږي چې وروسته فکري چوکاټ ته اچول کېږي،د حواسو سره د ذهن مخامخ کېدو په پایله کې د محسوس شوي شي جسم،صورت یا شکل د حسي ادراک په واسطه پيدا کېږي،خو کله چې دغه صورتونه د شیانو د مخامخ کېدو پرته په ذهن کې پيدا شي خیال بلل کېږي. شعر پېژندنه، ځانګړنو،په انساني ژوند د شعر اغېزې او په شعر کې د فکر او خیال دريځ په دې مقاله کې  د يو لړ معتبرو منابعو په رڼا کې څېړل شوي دي.

د څېړنې اهميت او مبرمیت

ددې څېړنې اهمیت او مبرمیت په دې کې دی،چې  په شعر کې د خيال او فکر اهميت او د کارونې حد وپېژنو،د فکر او خيال ورته والی او دندې او د شعر غرض (تخيل) پکې روښانه شوی دی.

د څېړنې موخې

ددې څېړنې موخه په دې کې ده چې د شعر تر ټولو مهم او اساسي توک تخیل چې ځینې ادبپوهان يې پر ځای (تخییل) غوره ګڼي په شعر کې مقام او د فکر سره یې اړوندتوب، د فکر او خيال نه شلیدونکي اړیکې د تخيل ارتباط د مبالغې سره او د تفکر ارتباط د حقیقت او فلسفې سره وڅېړل شي.

د څېړنې پوښتنې

۱ـ شعر څه ته وايي؟

۲ـ دشعر اساسي توکي کوم دي؟

۳ـ د فکر او خیال اړوندتوب یا اړیکې په شعري چاپيریال کې څه شی دي؟

د څېړنې مېتود

ما په دې څېړنه کې له تشریحي او توضیحي مېتود څخه کار اخیستی دی.

 شعر څه ته وايي؟

 وايي چې شعر د خیال او فکر عاطفي تړون دی، نو ویلی شو چې خیال یوه قوه ده، چې غیر مرئي شیان او هغه شیان چې مشاهده یې نه شو کولی،زموږ له نظره تېروي.د شعر د تعریف،پيژندنې او ځانګړنو په اړه بېلابېل نظرونه شته،په دې اړه د ځينو شاعرانو او شعر پيژندونکو نظرونو ته پاملرنه لازمه ده:

(شعر په ولوله ییز او موزونه (اهنګواله) ژبه د بشري فکر ځانګړې او هنري څرګندونه ده،له دې امله به موږ شعر موزیکال فکر وګڼو.) په شعر کې د الفاظو معنا له هغه څه نه چې په قاموسونو کې یې راوړي،پراخه ده او د بیان قدرت یې زیات دی. (۱: ۱۴)

شعر باید د ژوند د اړتیاوو او معیارونو تابع نه کړو،د ګلاب ګل څوک ددې له پاره نه خوښوي چې ګلاب ښکلي دی،ښکلا خپله یو مستقل ارزښت لري.د شعر هدف په ملت کې د روښنایۍ خپرونه ده، د شعر په اړه په تعریفونو کې په ځانګړي ډول دغه ګډ ټکي د پام وړ دي:

شعر له څلورو ضروري توکیو څخه جوړ دی، مفکوره،تخیل، احساس (عاطفه) او وزن، ددې خبرې ضمني مانا  دا ده چې هر نظم شعر نه دی،په شعر کې د مفکورې شته والی حتمي دی،ځکه چې بې مفهومه شعر،شعر نه دی،لیکن په شعر کې باید مفکوره شاعرانه بڼه ولري، له دغو یادونو وروسته کولای شو د شعر له پاره دا لاندې تعریف وړاندې کړو.(۱۷۸:۳)

(شعر په وزن لرونکې ژبې سره د مفکورې او تخیل عاطفي ترکیب ته ویل کېږي.) د مفکورې او وزن په اړه خو خبره څرګنده ده ،په ښه شعر کې د تخیل په اړه باید وویل شی چې: په شعر، ادب او ټولو هنرونو کې تخیل ځانګړی ارزښت لري. تخیل په شعر کې د تشبهاتو،استعارو او څېرو په بڼه را څرګندېږي، احساس او عاطفه هم په شعر کې له ضروري توکيو څخه دي. عبدالرحمن بابا وايي:

دا دستور دی چې له درده زګیروی خېژي

که نه څه وه د رحمـــان له شــــــــاعريه

که شاعر درد،هیله،احساس،اندېښنه،قهر او تاثر ونه لري،نو لوستونکی او اوریدونکی له داسې شعر څخه خوند نه شي اخېستلای. د لیوتولستوی په قول: د شعر اصلي وظیفه دا ده چې مقابل لوري ته احساس ور ولېږدوي.(۴۴:۹)

د شعر توکي

تخیل،جذبات (احساسات)،ښکلا،عواطف،خوند مفکوره یا فکر یا په بله معنا د واقعیت انګازه چې همدغه ټکي د د شعریت معیارونه هم ګڼل کېدای شي.

په شعر کې یو ډول مفکوره شته، خو یوازې د مفکورې شته والی د شعریت دلیل نه ګڼل کېږي،بلکې مفکوره باید په شاعرانه بڼه راوځلېږي.

کاندید اکادمیسین محمد صدیق روهي د شعر د عمده او اساسي توکیو او ځانګړنو په اړه لیکي: په هنر کې قضاوت،مفکوره او حقیقت په عاطفي بڼه راڅرګندېږي. استاد روهي له دغه بحث څخه لاندې نتېجه اخلي؛

شعر دوه ډوله ارزښتونه لري،ذاتي یا اصلي (په شعر پورې مربوط) او بهرني ( چې د شعر داخلي جز نه وي) او دغه ارزښتونه د شعر له پاره مهم هم دي.

د شعر بهرني ارزښتونه دین،اخلاقو،علم،فلسفې،سیاست یا ایډیالوژي ده متعهد شاعران د شعر بهرنيو ارزښتونو ته زیات اهميت ورکوي.همدارنګه متعهد شعر د یوې ټاکلې برخې،سیاسي ډلې یا ایډیالوژۍ مرام ته وقف شوی دی او له دې امله د ټولو له پاره د خوند او لذت منبع نه ګرځي،خو تل پاتې شعر د ټولو انسانانو لپاره ویل کېږي او د شعر د ذاتي ارزښتونو څخه خوند اخلي،په دغه ډول شعر کې هم مفکوره د بشریت له پاره له دایمي ارزښتونو سره اړه لري، د زمانې په اوږدو کې هر نسل ته احساس او عواطف ور انتقالوي،عشق،ښکلا،سوله او دوستي، ایثار،زړه سوی،ګډ ارمانونه او داسې نور همېشني ارزښتونه د شعربڼ تازه او سمسور ساتي، د شعر ذاتي ارزښتونه، ښکلا، تخیل، تصویر،هنري ژبه، اهنګ (وزن)، احساس او جذبات دي.بهرني ارزښتونه بايد شاعرانه شي، له هغې وروسته پرې د شعر نوم ايښودل کېدای شي.(۳۰:۱۱ـ۳۱)

د فکر اساس او بنسټ خیال دی، فکر په استدلال ولاړ دی او خیال په عاطفه، د خپل ادراک او احساس په مقابل کې غریزي غبرګون ته عاطفه وايي،که ووایو چې (لمر خپلې وزرې له غرونو ټولې کړې) دا یوه خیالي جمله ده، ځکه  دلته مو د نزاکت او عاطفې مینه محسوسه کړه او که ووایو چې (لمر ولوید) دا یوه وچه جمله ده،چې د تاثر زړی پکې نه لیدل کېږي، او د فکر په اساس رامنځته شوې،فکر په استدلال ولاړ دی،که څوک ووايي چې ولې لمر ولوید؟ نو ویلی شو چې د الله تعالی نظام دی، که ووایو چې سیارې د لمر پرشاوخوا څرخېږي نو دا یو فکري اټکل دی چې استدلال ته اړتیا لري.(۹۶:۷)

د فکر اساس خیال دی(د فکر او عقل ماڼۍ په خیال ولاړه ده) دا چې ولې خیال کې تاثیر او اغېز ډېر وي؟  لامل یې دا دی چې خیال د تشبیه، استعارې،کنايې او مجاز په ستنو ولاړ وي، خیالي خبرې په نظم او نثر دواړو کې کېږي، د بېلګې په ډول د کاظم شیدا دا بیت راخلو:

د افتاب په کمند نه خېژم اسمان ته

نه ږدم بار لکه شبنم په دوش د ګلو

په پورته بیت کې د لمر په وړانګو اسمان ته ختل یوه خیالي خبره ده خو دلته (نه) ورسره ویل شوې د څه فکر وروسته یې د واقیعت داسې ټغر غوړوي چې انسان په خپل ځان باوري کوي او باید په خپل ځان تکیه وکړي چې ډېر لوی درس په کې پروت دی.

یا لکه د کونډې نجلۍ  په کیسه کې (مرغۍ) سیند ته داسې خبرې کوي،لکه کوم شخص ته یې چې سړی وايي: ما په خپله غېږ کې ونیسه،زما له پاره پرده شه،تا ته ننواتې راغلې یم،هسې نه چې ته هم زما د خواښې او خسر په شان ما ورټې.(۴۹:۶)

د ادبي خیال ډولونه

ادبي خیال په درې ډوله دی.

۱ـ مبتکر خیال: هغه خیال دی چې د انسان ادراک ته یو نوی صورت ورکوي، او اکثره شاعران یې د تشبیه او استعارې په ډول په خپل کلام  کې پيدا کوي.لکه د حمید بابا دا بیت:

دا زما له غمه شین زړه په کې خیال د یار دشونډو

هسې رنګ زیب و زینت کا لکه می په شنه پياله کې

مګر که څوک د کلام په موضوع او اسلوب کې د تخیل له ابتکار او نوښت کار واخلي نسبت هغه تخیل ته چې په تشبیه او استعاره کې وي ډېر اهمیت لري او د تخیل دغه راز بدعت لږ او نادر هم وي. مثال یې د انګریزي ژبې یو شاعر دی چې د نړۍ لوی لوی خلک د سعادت په طلب کې په دې ډول تصویروي.

یو ښار دی چې دیوالونه یې ډېرجګ او دروازه یې ډېره وړه او تنګه ده، دا ښار د سعادت ښار دی چې د نړۍ نامتو او لوی لوی خلک ورپسې ګرځي،دې دروازې ته یو لوی جنګي سړی راځي چې ډېر هېوادونه یې فتح کړي دي او په ډېرو دښمنانو یې بری موندلی دی مګر ددې له امله چې عسکري لباسونه او اسلحې یې په غاړه دي په دغه دروازه نه شي ننوتلی او حیران دریږي.

وروسته تر دې یو لوی عالم له خپل علمي لباس او غټوِ غټو تالیفاتو سره راځي او دی هم په دغه دروازه د خپل ځان د ځائیدو امکان نه ويني په ده پسې نور د سیاست او مال خاوندان رارسېږي او هر یو دلته حیران درېږي، چې څه وکړم؟ په دې حالت کې یوه کوچنۍ نجلۍ را پيدا کېږي،او په ډېره خوښۍ په دغه دروازه ننوځي او بیا څه شېبه وروسته بېرته راوځي،دوی ته وايي چې ولې ولاړ یاست؟ دوی وايي دروازه وړه ده او موږ نه شو ننوتلی،هغه وايي کالي او اسبابونه وغورځوئ او ننوځئ، دوی متردد کېږي او یو بل ته ګوري، مګر نجلۍ اسرار کوي چې هلئ ژر شئ! چې ډېر عجیب ښار دی او هر څه په کې شته په دې ډول یو تن خپل کالي غورځوي اوننوځي،هغه نور چې ده ته ګوري هر څه له ځانه لرې کوي او ښار ته داخلېږي. (۵۰:۱)

ددې شعر ښایست او جمال د تخیل له ابتکاره پيدا شوی او د تخیل ابتکار په اصل مضمون او د بیان په اسلوب کې ځای شوی. په پښتو کې هم چا په ارزو باندې څه لیکلي چې لنډیز یې دادی.

هلته لرې د غره په لمن کې د لمر وړانګو ته څه شی ځلېده، ما ګومان کاوه چې کوم ډېر قیمتي څيز دی او له کوم معدن څخه کومه قیمت بها دانه راوتلې ده په همدې ګومان ور روان شوم او ډېر خوشحاله وم چې هلته ورسېدم ګورم چې د ښیښې یوه ماته ټوټه پرته ده او نور هیڅ نشته، دا وه زما ارزو او د ارزو اغاز او انجام. دلته هم په اصلي موضوع کې یو تخیلي ابتکار لېده شي.

۲ـ مصور خیال: څه شی چې یو ادیب په سترګو ویني او پرې پوهېږي چې هغه د خپل خیال په مرسته تصویر کړي مصور خیال ورته وایي مثال يې دا دی.

یوه سړي د شپې له مخې تبې کولې او هره شپه به یې تر سبا پورې تبه وه، چا ورځينې د حالت پوښتنه وکړه، چې تبه دې څه وخت او څنګه وي؟ ده وویل یوه حیاناکه ښځه ده چې د شپې په توره پرده کې مې زیارت ته راځي او سبا د وخته بېرته ځي. څه شی چې یو ادیب په سترګو ويني او ورڅخه الهام اخلي،د خپل فکر او تخیل په مرسته هغه په الفاظو کې د یو انځور په ډول لوستونکو ته وړاندې کوي،چې ورته مصور خیال وايي.(۱۰۳:۴)

۳ـ مفسر خیال:کله چې یو ادیب په یوه شي کې څه روحي یا ادبي کیفیت حس کړي او له مادي مشاهداتو نه پټو او معنوي مشاهداتو ته انتقال وکړي لکه چې ځینې ادیبان د یو سیند یا یو غر له لیدلو ځنې تاریخي واقعاتو ته ولاړ شي او د تېرو حوادثو او زاړه عظمت تجلیات په کې وګوري نو دا مفسر خیال بلل کېږي ،چې د بېلګې له پاره یې د سید رسول رسا صیب دا نظم راوړو:

په لـــــمـن د تورو غــــــرونو د خیبر وادي راګــــــــېره

لکــه تور دیوان چــې کېني له پري نه ګــــېرچـــــاپېره

پټ پنهــان هره دره کې د خــــیبر خوني داستـــان دی

یو تاریخ یې په مخ لیک دی یو تاریخ د تېر دوران دی

رویه رو د غرونو خوا کې یو کاروان روان سفر کړي

د رایاد مې په زړګي کې د تېر شوي دور منظر کړي (۵۳:۱)

وروسته تر دې چې د خیال ډولونه څه نه څه وښودل شو،باید ووایو چې تخیل د شعر یو داسې عنصر دی چې که ووایو شعر په حقیقت کې بې له تخیله بل څه نه دی هم ورسره ښایي،همدا تخیل دی چې نړۍ او د نړۍ هره خوا شاعر ته له نور عالمه په بل راز ښيي ، چې کله یې له لمر او سپوږمۍ سره په خبرو راولي او کله د ګل په خندا،د شمع په ژړا  او د نسیم په پيغامونو پوهوي،یو وخت ورته ډک سیندونه لکه سراب بې آبه ښکاره کړي، بل وخت ورته د یوه مظلوم څو قطرې اوښکې لکه یو سېلاب داسې وښيي .

که دغه شاعرانه خیال له شاعر سره ملګری نه وي،شاعر به هم لکه نور دغه نړۍ ته په عادي نظر ګوري او هيڅ شی به پرې دومره اثر نه کوي .(۵۲:۱)

همدغه خیال دی چې شاعر ته ډېر پټ او مرموز شیان ښکاره کوي او هغه څه چې عوام بلکې خواص یې هم نه شي لېدلی، دی یې ویني او تعبیرونه ورځينې کوي. همدغه تخیل دی چې شعر او فلسفه دواړه ترینه پيدا کېږي، چې په شاعر او فیلسوف دواړو کې لېدل کېږي،کوم فلاسفه چې په فلسفه کې  د ابتکار او  ایجاد قوت لري هغه ارو مرو د تخیل خاوندان دي او له تخیل نه ډېر کار اخلي،نو ویلی شو چې د خوشحال او حمید په اشعارو کې هماغه قوي تخیل موجود دی، کوم چې د هومر او فردوسي په شعرونو کې و،مګر د استعمال په طریقه کې توپير و ،موخه اوغرض یې بیل و.

د یوه فیلسوف تخیل  د مسا یلو په حل کولو او تحقیق کې مصرفېږي مګر د یوه شاعر تخیل د احساساتو او

عواطفو د تحریک له پاره په کار لویږي، ځينې محققین وايي چې له شعري خیالاتو نه فلسفه پيدا کېږي او له فلسفې نه بیا علم پيدا شي، ،یعني شاعرانه خیالات ، فلسفه او علم داسې مثال لري، لکه د سپېدو چاودلو وخت ، د لمانځه وخت او د لمر ختو وخت رڼا، نو په دغه ترتيب هماغه شاعرانه خیالات چې څه قدر زیات روښانه شي فلسفه شي او په فلسفه کې زیاته رڼايي پیدا شي علم شي.  په دې اساس سړی حکم کولی شي چې د بشر د معرفت تاریخچه له شعره شروع کېږي او په علم ختمېږي.

هومر د یونان معروف شاعر په داسې عصر کې پيدا شو چې د فلسفې څه پته نه لګېده او دغه شاعر له حکمت او فلسفې نه دمخه دنیا ته راغی،مګر وروسته تر ده  ارسطو د ده د طبع له اکتشافاتو،اقتباسونه کوي او د ده په کلماتو استشهاد کوي.

ګیزو د فرانسې یو لیکونکی لیکي چې د هومر په اشعارو کې د انسان او عالم حقیقت او د هر شي اساس موجود دی. که سړی څه قدر دقیق شي نو د عقل او فکر ماڼۍ په خیال ولاړه ده او خیال په علومو کې ډېر دخل لري. نور علوم پرېږده هغه علمونه چې د عقل په نزد بیخي منلي دي، لکه ریاضي او هندسه دا هم د انسان له خیاله پيدا شوي دي،که چېرې له یو ریاضي پوه څخه د (واحد) د تعریف پوښتنه وکړو چې د ریاضیاتو ابتدا او انتها ګڼل کېږي.نو داسې یو شی به راوښيي چې بې له خیاله به بل وجود ونه لري او یو تخیلي شی به وي. یا دا چې یو کاڼی موږ د حس او عقل په مرسته په تحجر او تجمد پېژنو دا هم یو خیال دی او د انسان تخیل دغه صورت ورکړی دی. (۱۷۹:۳ـ ۱۸۰)

پايله

د شعر او ادب اصلي عناصر او اساسي اجزا د معنويت په لحاظ دا دي عاطفه،احساس،خيال،مفکوره او تمثيل نو په هر شعر کې چې  دغه شیان یا یو له دغو څخه موجود وي هغه شعر دی او په انسان باندې اثر کوي، په کوم شعر کې چې دغه شیان نه وي او یوازې رنګين الفاظ او شعري صنعتونه پکې وي هغه لکه یو تش ښایسته لستوڼی دی او کوم حقیقي کیف پکې نه لیدل کېږي،ځينې کسان به وي چې تش ښايسته لباس به هم ورته ښه ښکاري او ننداره به یې کوي،مګر څوک چې په شعر او ادب کې کومه معنا لټوي هغه پرې نه قانع کېږي او یو له دغو معنوي عناصرو څخه پکې غواړي.

د پښتو شعرونو ته چې سړی ګوري او د صنعت او معنا په لحاظ پکې غور کوي معلومېږي چې صنعت ته په صنعتي نظر کتل شوي او د معنا لور ته زیاته توجه موجوده ده یعني ضرور پکې لوړ احساسات،یو عالي تخیل او لوړه مفکوره پکې لیدل کېږي نو هغه شعر چې له دغه پور ته مزیاو او ښېګنو لرونکی وي د بلیغ او عالي ادب ښه نمونه یې بللی شو.

ماخذونه

۱ـ الفت،ګل پاچا.ادبي بحثونه:پېښور، میهن خپرندويه ټولنه. ۱۳۳۵ل.

۲ـ الفت،ګل پاچا.لیکوالي: جلال اباد، میهن خپرندویه ټولنه. ۱۳۹۴ ل.

۳ـ ازمون،لعل پاچا.ادب تیوري:جلال اباد: ختیځ خپرندويه ټولنه.۱۳۹۸ل.

۴ـ رفیق،محمد رفیق.ادبپوهنې بنسټونه:کابل، د لوړو زده کړو مطبعه.۱۳۹۰ل.

۵ـ  زغم،احمدشاه. معاصره لیکوالي.کابل: د افغانستان ملي تحریک فرهنګي څانګه.۱۳۹۴ل.

۶- صدیقي، سیدعمر.معاصر منتخب منثور متون.کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.۱۳۹۶ل.

۷ـ کرګر،محمداکبر.هنر،ښایست او ادب:جلال اباد. هاشمي خپرندويه ټولنه.۱۳۹۹ل.

۸ـ  لېوال،عبدالغفور. شعري سمبولونه: کابل،صدف مطبعه. ۱۳۹۵ل.

۹ـ  میاخیل،ببرک. لیکوالي: جلال اباد،ختيځ خپرندويه ټولنه. ۱۳۹۸ل.

۱۰ـ  هاشمي،سید محی الدين. د لیکوالۍ فن: پېښور، میهن خپرندويه ټولنه. ۱۳۹۵ل.

۱۱ـ  هاشمي،سیداصغر.  شعر پوهنه:جلال اباد، مومند خپرندويه ټولنه.۱۳۹۲ل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب