غزل
هسې وايو شکر شکر خوند يې ډېر دی
ژوند مو څه دی خو بس لوښی د ګنډېر دی
د اسونو د سوو لاندې يې ميده يو
پر موږ خپل د ارمانونو کاروان تېر دی
دا رښتيا ده، چې اغزي يو، دروغ دا چې
موږه وخت له ګلابونو سره تېر دی
د دوښمن د قتل هوډ مې دی وژلی
ما ټومبلی خپل ټټر باندې شمشېر دی
دوښمني مې له وجوده بهر نه شوه
خپل ضمير لکه خپل ځان رانه چاپېر دی
سربلند دې ملت نه دی لارويه
چې رحمان پکې بابا شيدا يې هېر دی
غزل
زنده ګي مو ويښه نه کړه، چې موږ څه يو؟!
د خوبونو په ليدو پسې ويده يو
اعزرائيله همسفره چېرته لاړو؟!
مسيحا را رسېدلی، موږه نه يو
ياد مو نه دي د تاريخ انقلابونه
ښورولي بړبوکيو وچ واښه يو
غوړولي يو تاريخ پر تېرو لارو
موږه پلونه د چا، چا پښو ته پراته يو
تمه خورو! د حاتم خواړه هم زهر
خوش باورو! را خبر شئ، د چا څه يو؟!
کنګل زړونه مو په مينه ويلي نه کړل
لارويه! موږ په کرکه کې تاوده يو
غزل
تنده د مرگ څه ساتې؟! څوک اور د جهنم مړ کړي؟!
پرېږده زهر زهر ژوند دې خپل وجود کې سم مړ کړي
چا ته به د زړه حالونه ووايو، چې څنګه يو؟!
نشته په دې وخت کې داسې څوک چې د چا غم مړ کړي
ټول تاريخ کيسې د پاچاهانو جفاګانې دي
خدای خو دې دا يو له ډېر اخلاصه پکې هم مړ کړي
داسې ولس څه کوو، چې خوله يې په خيرات ډکه
داسې څوک پيدا کړئ، چې نور ذکر د حاتم مړ کړي
ټولو لاروی د مفسيدينو پير منلی اوس
څوک شته، چې اوس نوم د دې بدنام غوث العظم مړ کړي