جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرعزت/ شهسوار سنګروال

عزت/ شهسوار سنګروال

د شهیدې ناهیدې د غمونکي تلین په تړاو، یو پخوانی شعر
————————-
شهسوار سنګروال، کابل ۱۹۹۲
د حسن میره، د ګلو لښته
ګلرنګینه پېغله
مسته شوه، وغوړېده، وخندېده
زنبق زنبق پېکي یې
مخ باندې ټالونه وهل
تک سپین لاسونه
لکه څانګه د نسیم په وزرو
کږه وږه له خیاله
نازو نخرو سره تله
سپینو غومبورو کې د خامو پیو نور ځلېده
د ګلو څانګه وه،
پیمخې وه، ګلمخې لیلا
ورو ورو چوپیتا کې غوړېده له خیاله
لکه سمسور بڼ چې له ګلو ډک شي
سپینې سپوږمۍ ورته تر سیوري لاندې ځان جوړاوه
داسې له نوره ډکه
اتلس کلنه پېغله
د یو وحشي لېوه له مخې ځینې والوته
په چیغو چیغو
وحشي لېوه په ځناورو غاښو
شونډې چیچلې، ځغلېده ورپسې
چې د عزت پېغله
بې پته کړي په ژېړو داړو
دا د وحشت استازی
خپلو ویښتو ځنګله کې پټ ځناور
داسې وحشي ځغلېده
څو ښایسته کونتره
سپینو بڼکو سره
په خونړیو پنجو وزبېښي په تورو لاسو
هغې ترې ټوپ کړل او ترې وتښتېده
د خوږې مور له خوا نه لرې شوه، په منډه منډه
د کشمالو له هسکو هسکو بامو
تېره شوه
اجل نیولې مرغۍ
څو له یو لوړ بامه راولوېده په ځمکه باندې
ژوندۍ د چا په لاسو پرې نه وته
ساه یې سپېرو خاورو کې،
وخته، او مړه شوه
ځوانیمرګه پېغله
مور یې په چیغو چیغو وژړل
په لپو لپو
په خوب ویده پېغله آرامه شوه
خوشاله شوه
بې پلاره جلۍ
خو د عزت ډولۍ یې ځان سره
د ننګ په جنازه کې یووړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب