Home+د مطالعې اهمیت او اغېز | نثاراحمد احمدي

د مطالعې اهمیت او اغېز | نثاراحمد احمدي

سریزه

انسان د علم او پوهې په وسیله خپل ژوند ته معنا وربښي او د پرمختګ پر لور ګامونه پورته کوي. له همدې امله، مطالعه د انسان د فکري ودې، ذهني پراختیا او شخصیت جوړونې تر ټولو مهمه وسیله بلل کېږي. هغه ټولنې چې د مطالعې فرهنګ پکې پیاوړی وي، د علم، پوهاوي او پرمختګ له برکته روښانه راتلونکی لري؛ خو هغه ټولنې چې له مطالعې څخه لېرې وي، د فکري محدودیتونو او بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي.

نن سبا، سره له دې چې د علم او زده‌کړې اړتیا ورځ تر بلې زیاتېږي، بیا هم د مطالعې عادت تر یوه بریده کمزوری شوی دی. دا حالت نه یوازې د افرادو پر فکري ودې اغېز کوي، بلکې د ټولنې د پرمختګ بهیر هم ورو کوي؛ نو اړینه ده چې د مطالعې پر ارزښت او ګټو پوه شو او خلک په ځانګړي ډول ځوانان د مطالعې کلتور ته وهڅول شي، ترڅو د علم او پوهې په رڼا کې د هغوی روښانه راتلونکی تضمین شي.

د مطالعې لاسته راوړنې پایلې

الله تعالی هر انسان ته عقل، فکر او د زده‌کړې وړتیا ورکړې ده، تر څو د علم او معرفت په رڼا کې خپل ژوند سمبال او په پوره بصیرت سره د خپلو موخو په لور چټک ګامونه پورته کړي.

مطالعه هغه الهي نعمت دی، چې د انسان ذهن ته وسعت او پراختیا ورکوي، فکر ته ژورتیا وربښي او شخصیت پیاوړی کوي. کله چې انسان له مطالعې څخه لېرې شي، نو نه یوازې د علم له نعمت څخه بې برخې کېږي، بلکې د ژوند په بېلابېلو برخو کې له ګڼو ستونزو او محدودیتونو سره مخ کېږي.

د مطالعې نه شتون د انسان د فکري نړۍ تنګېدو سبب ګرځي. هغه څوک چې مطالعه نه کوي، د علمي معلوماتو زېرمه یې محدوده او د خبرو پر مهال یې د افکارو د انتقال وړتیا کمزورې کېږي.

د مطالعې په نشتوالي کې انسان د ژور فکر او شننې وړتیا له لاسه ورکوي، ځکه مطالعه ذهن ته دا توان ورکوي چې موضوعات له بېلابېلو زاویو وارزوي او د هرې مسئلې تر شا اصلي حقیقت درک کړي؛ خو بې مطالعې انسان زیاتره پر ابتدایي معلوماتو تکیه کوي او د ژوند له پېچلو ستونزو سره د مقابلې پر مهال له فکري کمزورۍ سره لاس او ګرېوان وي.

له بلې خوا، مطالعه د انسان ذهن نویو معلوماتو او تجربو ته متوجې کوي. نړۍ هره ورځ بدلېږي، علم او ټکنالوژي پرمختګ کوي او نوې نظریې رامنځته کېږي؛ خو هغه څوک چې مطالعه نه کوي، له نویو بدلونونو او د وخت له کاروان څخه شاته پاتې کېږي. دا حالت د انسان د نوښت او تخلیقي ځواک د کمېدو سبب هم ګرځي او انسان یوازې د تکراري او کلیشه‌یي فکرونو تر چوکاټ پورې محدود پاتې کېږي.

مطالعه نه یوازې فکري پراختیا رامنځته کوي، بلکې د ستونزو حل لپاره هم لاره هواروي. هغه څوک چې د نورو تجربې لولي، کولای شي، له هغو څخه ګټه واخلي او د خپل ژوند ستونزې په اسانه حل کړي؛ خو د مطالعې نه شتون انسان له دې تجربو محروموي او آن د کوچنیو ستونزو پر وړاندې یې هم کمزوری کوي.

 همدارنګه، مطالعه انسان د بېلابېلو خلکو له فکرونو او کلتورونو سره اشنا کوي. له مطالعې پرته انسان ښايي د نورو نظرونه پرته له فکر کولو ژر رد کړي او د فکر پراخوالی یې محدود پاتې شي.

مطالعه د لیکوالۍ په برخه کې د مهارتونو د پیاوړتیا مهمه سرچینه هم ده. هغه څوک چې مطالعه کوي، د جملو جوړښت، بیان او د فکر تنظیم یې ښه کېږي؛ خو د مطالعې نه شتون د لیکلو وړتیا کمزورې کوي او انسان د خپلو افکارو د لیکلو پر مهال له ستونزو سره مخ کوي. همدارنګه، مطالعه د ذهن لپاره سکون او آرامتیا برابروي، ځکه د لوستلو پر مهال ذهن له بې ځایه اندېښنو لېرې کېږي او مثبت فکر ته هڅول کېږي. له مطالعې پرته ذهن زیاتره د فشار او ګډوډۍ ښکار کېږي.

د مطالعې عادت د تمرکز او حافظې په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري او دا کار د حافظې د ځواک د زیاتېدو سبب ګرځي. دغه راز، مطالعه د انسان ذهني نړۍ پراخوي او له نورو کلتورونو، نظریو او تجربو سره یې اشنا کوي. بې مطالعې انسان یوازې د خپل چاپېریال تر محدود فکر پورې پاتې کېږي او د پراخ فکر له نعمت څخه بې برخې کېږي. ځکه مطالعه انسان ته د خبرو لپاره نوې موضوعات ورکوي او د اړیکو د پیاوړتیا لامل ګرځي. له مطالعې پرته د انسان د خبرو دایره محدوده پاتې کېږي او په ټولنیزو ناستو کې د ګډون وړتیا یې کمزورې کېږي.

موږ پوهېږو چې کتابونه د الهام سرچینې دي او د بریالیو خلکو تجربې انسان ته د ژوند هدف او لوری ښيي. له مطالعې پرته انسان ښايي ځان بې هدفه احساس کړي او د ژوند لپاره روښانه مسیر ونه لري ا و په پایله کې، مطالعه د انسان د شخصیت جوړونې، فکري پراختیا او د ژوند د بریا مهمه وسیله ده. هغه څوک چې مطالعه کوي، ذهن یې روښانه، فکر یې پراخ او شخصیت یې پیاوړی وي؛ خو له مطالعې پرته انسان د پوهې، نوښت، اعتماد او پرمختګ له ډېرو نعمتونو بې برخې کېږي. نو ځکه مطالعه نه یوازې د علم ترلاسه کولو وسیله ده، بلکې د انسان د ژوند د روښانتیا، د فکر د پراخوالي او د بریا د لارې مهم بنسټ هم بلل کېږي.

متاسفانه نن سبا زموږ په ټولنه کې د مطالعې وضعیت د اندېښنې وړ دی. که څه هم د علم او زده‌کړې اړتیا تر بل هر وخت ډېره ده؛ خو د مطالعې فرهنګ لا هم په هغه کچه نه دی پیاوړی شوی چې تمه ترې کېږي. ډېری خلک خپل زیات وخت په ټولنیزو رسنیو، لنډو ویډیوګانو او بې‌ګټې مصروفیتونو تېروي، چې دا کار د کتاب لوستلو عادت کمزوری کړی او د مطالعې کمښت د دې لامل شوی چې د خبرو اترو فرهنګ هم تر یوه حده پورې محدود پاتې شي.

ځوانان د ټولنې د پرمختګ ځواک دی او مطالعه د دې ځواک د پیاوړتیا تر ټولو مهمه وسیله ده. نن سبا چې وخت ډېر ارزښت لري، غوره ده، ځوانان د خپل وخت یوه برخه مطالعې ته ځانګړې کړي، ځکه کتاب لوستل فکر پراخوي، بصیرت زیاتوي او انسان ته د ژوند سمه لار ورښيي. که ځوانان د مطالعې عادت خپل کړي، نه یوازې خپل شخصیت به پیاوړی کړي، بلکې د ټولنې د پرمختګ لپاره به هم ګټور تمام شي. نو راځئ! مطالعه د خپل ورځني ژوند برخه وګرځوو او د علم په رڼا کې روښانه راتلونکی جوړ کړو.

پایله

په ټوله کې، مطالعه د انسان د فکري ودې، ذهني پراختیا او شخصیت جوړونې بنسټیزه وسیله ده. هغه څوک چې مطالعه کوي، فکر یې پراخېږي، بصیرت یې زیاتېږي او د ژوند په بېلابېلو برخو کې د سمې پرېکړې کولو توان پیدا کوي. برعکس، د مطالعې نشتوالی انسان د پوهې، نوښت او پرمختګ له ډېرو فرصتونو څخه محروموي او د فکري محدودیتونو لامل ګرځي.

له همدې امله، اړتیا ده چې د مطالعې فرهنګ ته ځانګړې پاملرنه وشي او ځوانان وهڅول شي، چې مطالعه د خپل ورځني ژوند برخه وګرځوي. که موږ د مطالعې عادت خپل کړو، نه یوازې به خپل شخصیت پیاوړی کړو، بلکې د علم، پوهاوي او پرمختګ په مټ به د خپلې ټولنې د روښانه راتلونکي لپاره هم اغېزمن ګامونه پورته کړو.

اخځلیکونه

بککار، عبدالکریم، (۲۰۱۰ ز)، د مطالعې مهارتونه، سعودي‌عربستان، ریاض.

السرجاني، راغب، (۲۰۱۲ز)، د مطالعې هنر، مصر، قاهره.

شریعتمداری، علی، (۱۳۸۶ل)، آیین مطالعه و پژوهش، ایران، تهران.

خرم‌دل، شعبانعلی، (۱۳۹۰ ل)، روش‌ های مطالعه و یادگیری، ایرن، تهران.

خنیفر، حسین، (۱۳۹۲ ل)، فرهنگ مطالعه و کتابخوانی، ایران، تهران.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...