تاند ( شنبه د غویي ـ ثور ۱۹مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ازبکستان د قره قلپاقستان جمهوریت یو لوړپوړی دولتي او سوداګریز پلاوی د یوې ځانګړې اقتصادي اجنډا په موخه افغانستان ته راغلی دی.
ړغه پلاوی د راتګ موخه په بلخ ولایت کې د ازبکي تولیداتو د یو لوی نندارتون پرانیستل یاد شوي دي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وايي چې دغه پلاوی به ولایت بلخ ته سفر وکړي او هلته به د ازبکستان د کورنیو تولیداتو نندارتون په رسمي ډول پرانیزي.
یاد وزارت زیاتوي چې یاد پلاوی به په مزار کې د “سوداګریز تواصل” په ناستو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ په مخامخ غونډو کې هم ګډون وکړي.
د سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې، د دغه پلاوي مشري د قره قلپاقستان د عالي مجلس ريیس امان بای اورین بایوف کوي.
دوی زياتوي، تر بلخ وړاندې، دغه پلاوي په کابل کې د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په هدف خبرې اترې کړي دي.