Homeخبرونه‏کرزی: د ډیورنډ فرضي کرښې دواړه غاړو قومي مشرانو د امن هوکړې...

‏کرزی: د ډیورنډ فرضي کرښې دواړه غاړو قومي مشرانو د امن هوکړې وضاحت دې وشي

تاند ( شنبه د ثور ـ غویي ۱۹مه) د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، پر افغانستان د وروستیو تېریو په لړ کې د پاکستان له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر مېشتو سیمو او اوسېدونکو یې پوځي او اقتصادي فشارونه زیات شوي دي.

ښاغلي کرزي ویلي چې، د دغه وضعیت په پایله کې د کرښې د دواړو غاړو د ځیني قومي مشرانو ترمنځ د ’’امن د هوکړې‘‘ په نوم اسناد لاسلیک شوي چې، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له خوا د دغو هوکړو رسمي تایید او هر کلی هم شوی دی.

نوموړي لیکلي چې، دا د پاکستان له خوا د ډیورند فرضي کرښې ته د رسمیت ورکولو یو ډول هڅه او د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف عمل بلل کېږي.

هغه پر مسوولو چارواکو غږ کړی چې د دغه سند په اړه ولس ته وضاحت ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی| پوهاند دودیال

(قسمت سوم) در قسمت دوم این سلسله ی مقالات گفته شد که آثار و تخلیقات هنری جز مهم فرهنگ انسانی است. شهرت ومقام شامخ بعضی...