Homeخبرونهواحدالله نژند، نن شپه له ارجنټایني سیال سره سیالي کوي

واحدالله نژند، نن شپه له ارجنټایني سیال سره سیالي کوي

تاند(شنبه د ثور ـ غویي ۱۹مه)  د رزمي لوبو افغان لوبغاړی واحدالله نژند، نن شپه له ارجنټایني سیال سره د مبارزې ډګر ته داخلیږي.

دا مبارزه د اف‌ اېن‌ سي سازمان د سیالیو په لړ کې د کروشیا په کوربتوب ترسره کېږي.

دغه سیالي به د ۷۷ کیلوګرام وزن په کټه‌ګورۍ کې د نژند او د هغه د ارجنټایني سیال ترمنځ ترسره شي.

نژند له ۱۰ بریاوو او یوازې ۲ ماتو لرونکي ریکارډ سره دې مبارزې ته داخلیږي، په داسې حال کې چې، د هغه سیال ستاروپولي، په خپله کارنامه کې ۱۳ بریاوې او ۷ ماتې لري.

دا مبارزه د نژند لپاره یو مهم فرصت دی، څو په مسلکي سیالیو کې خپل مقام لوړ او یوه بله ارزښتناکه بریا ترلاسه کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...