Homeخبرونهامریکا وایي، له وینزویلا څخه یې ټول غني شوي یورانیم وړي

امریکا وایي، له وینزویلا څخه یې ټول غني شوي یورانیم وړي

تاند ( شنبه د غویي ـ ثور ۱۹مه) ‏د امریکا د انرژۍ وزارت اړوند د ملي اټومي امنیت ادارې (NNSA) اعلان کړی چې، له وینزویلا څخه یې ټول پاتې غني شوي یورانیم وړي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې دا هغه مواد چې د اټومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

د امریکايي چارواکو په خبره، ۱۳.۵ کیلوګرامه لوړ غني شوي یورانیم د وینزویلا له یوه پخواني څېړنیز ریکټور څخه را ایستل شوي او د سمندر او ځمکې له لارې امریکا ته لېږدول شوی دی.

دغه عملیات د امریکا، بریټانیا، وینزویلا او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) په همکارۍ ترسره شوي دي.

امریکا ویلي، دا ګام د اټومي «ترهګرۍ» د خطر کمولو او د نړۍ د امنیت د پیاوړتیا لپاره مهم بلل کېږي.

یاد یورانیم اوس د امریکا د ساوانا ریور مرکز ته لېږدول شوی څو پروسس او بیا وکارول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...