Home+د شهتوت تر ونې لاندې(لنډه کیسه) ژباړه: عابد لويال  

د شهتوت تر ونې لاندې(لنډه کیسه) ژباړه: عابد لويال  

ليکوال: سلمان بشير
ژباړه:عابد لويال
دا د هغه وخت خبره ده، کله چې زه تاند او ښايسته ځوان وم.
نور نو له پوهنتون څخه زياتې د فارغېدو وخت و. هسې خو، په دې ورځو کې، موږ نه لکچر درلود، او نه نور څه مصروفیات. خو بيا به هم موږ ټول ملګري، د پوهنتون د خوږو شېبو په خاطر، په ډېره لېوالتيا، هره ورځ ټولګي ته راتلو.
کرۍ ورځ، به په صنف کې ناست وو، او مجلسونه به مو کول.
د ټولګي نجونو هم، په دې اخري ورځو کې، له موږ هلکانو سره څه زياتې ازادې شوې وې، شايد دوی ته به هم بیا زموږ په رنګ د ټولګې هر يو تن يادېدو.
زه د غرو د څوکو، مېښت يوازينی کس وم، چې په پوهنتون کې مې سبق لوستلو، په همدې سبب، ماته د خپلې قبيلې خلګو ډېر احترام درلود.
د ليلې (هاسټل) وخت هم، ما ډېر په خوند تېر کړلو، تېر نه، په بله مانا،  زما ژوند هغه وو، چې تېر شو.
د شپې به تر ډېره، له ملګرو سره ناست وو، خپړې به مو سره لګولې، په ورقو (تاش)  به مو لوبې کولې
د يوه اوبل بړستنې به مو يو بل خوا غورځولې، د شپې د ويدېدا پر وخت به مو، پر يوه او بل  اوبه شيندلې، او هغه به مو له خوبه را پاڅاوه،  بیا به مو ټوله شپه د هغه کنځلې اورېدلې، او داسې نورې شيطانۍ به مو کولې.
ډېر ښه وخت وو، کشکې هغه وخت هيڅ تېرېدلی نه.
يوه ورځ د پوهنتون پر سړک د ګرځېدو پر مهال يوه ښځينه ژغ متوجه کړم
زه يې په نامه وبللم،  چې ودرېدم، شاته مې ور وکتل، نو زما ټولګیواله آبش سکندر ماته مخامخ ولاړه وه.
دا هغه جينکۍ وه، چې له ما سره يې د پوهنتون په لومړۍ ورځ لانجه راغلې وه، او بيا دا لړۍ همداسې روانه وه، په وړو وړه خبرو به، موږ لکه چرګان يو له بل سره جنګ او جګړې کولې.
هغه د يوې شتمنې کورنۍ، يوه ښايستوکې، جينکۍ وه.
آبش د ټولګي، له جينکيو بغير، په هلکانو کې، يواځي له ما سره خبرې کولې، خبرې نه بلکې جنګونه به يې راسره کول.
بيا چې کله د پوهنتون له اړخه، کلنۍ غونډه ترتيب شوې وه، پر هغه موقعه نه پوهېږم، چې څنګه موږ دواړو يو له بله بخښنه وغوښته، او تېرې شوې جنګ جګړې مو ختمې کړې.
له هغې ورځې وروسته، په ټولګې کې، زما او د هغې، په ملګرتيا، هر څوک خبر شول، د پوهنتون هر يو کس چې به زه، له آبش سره ليدلم، نه پوهېږم چې ولې به هغه زموږ په دې نزدېکت سوځېدلو، ممکن د آبش حسين پېغلتوب، او زه د غرونو يو ساده زلمی، دا به دوی ته عجب ښکارېدل.
له آبش سره تر ملګرتيا وروسته، زه په دې پوهه شوم چې هغه  ډېره د نرم زړه څښتنه، او مينه ناکه جينکۍ ده.
چې کله به هغه، پوهنتون ته نه راتلله، نو په خپلې غير حاضري به يې، يواځي زه خبرولم، دا بیا بېله خبره وه، چې ما به د هغې د رخصتۍ، درخواست وليکلی، او جمعه  به مې کړو، دا خبره ما هغې ته هيڅکله هم نه وکړله.
پر سړک چې کله زه تېرېدلم، هغې ژغ راپسې وکړو، زه ورته ودرېدم، هغه مخامخ راغله، او راته يې وويل: چېرته ګرځې راګرځې؟ او هغه هم يواځي؟
د پوهنتون وروستۍ اونۍ ده، لږ تر لږه، خو به دا وخت  به يو ځای سره تېر کړو.
هغې په ډېره مينه، يو دوستانه شکايت وکړو.
هو ما هغه جينکۍ، نن دومره نرمه ليدله، چې تل يې راسره ضد او جنګونه کول.
خو اوس هغه زما تر ټولو ښه ملګرې وه.
ما ورته په ستغ انداز وويل: څلور کاله خو مې درسره تېر کړل، هغه لږ وخت وو؟ چې اوس دي د دې اخري اوونۍ ژړا را اخيستې ده.
هغې وويل ته چټيات بند کړه.
ما درته وويل چې له ما سره وخت تېر کړه نو مطلب تېروې به يې. هغې چې به کله کله زه له ځان سره چېرته بوولم، لږ به جذباتي کېدله، په هغه ورځ هم جذباتي شوله، ورته ومې ويل، ځه سمه ده، ته درځه، زه له استاد سره وينم دوه دقیقې کې بیرته درځم.
هغې ډېر په کاوړ را وکتل خپله پښه يې پر مځکه ووهله، او  روانه شوله.
له استاده چې زه راغلم، په هغې پسې ګرځېدم، خو چېرته هم نه ښکارېدله، زه پوهېدم، چې کله به هم هغه له ما خفه شوه، نو يو ځای ته به تلله او هلته به ناسته وه.
زه  هغه ځای ته ورغلم، او دا هلته
يواځي وه، پټه خوله
خو ډېره زياته غمجنه، د ډبرې د بت غوندې ناسته وه.
د شهتوت د ونې، په ډډ يې، سر  لګولی وو. په چمن کې، له درختو لویدلو وچو پاڼو ته يې کتلو، زه يې تر څنګ کښېناستم، هغې يو نظر را واړول، او بيرته يې مخ رانه واړولو.
خفه يې؟
ما ورته وويل
هيڅ يې هم نه ويل، ما چې يې خاموشي وليدله
بیا مې هغه سوال ترې وپوښتل
هغه بیا هم غلې وه، څه يې نه ويل
ما غوښتل چې پخلا يې کړم په ډېره مينه مې، له هغې غوښتنه وکړه
څه خو ووايه، داسې پټه خوله خو مه کښېنه
هغه بیا هم خاموشه وه، نه پوهېږم چې په وچو پاڼو کې يې څه لټولو، ډېره ماته ماته، ښکارېدله، په لومړي ځل ما وليدل او محسوس مې کړل چې هغه د ننه ډېره غمجنه ده، ما يې سبب وپوښتلو، هغسې يې شونډې ګنډلې وې.
زما حوصله ختمه شوه، غوښتل مې چې ترې روان شم، هغې تر لاس کلک ونيولم
ما شاته ډېر په حيرانۍ ور وکتل، په  څلورو کلو کې، دا وړومبی ځل وو
چې زموږ د لاسونو لمس سره وشو، هو دا اول وار و، چې هغې لاس زما په لاس کې راکړو،  دا اول وار وو، چې ماته يې خپل حيثيت را وښود، او زه يې خپل ځان ته معتبر کړم
ته چېرته درومې؟
هغې زما په لور را وکتل، او پوښتنه يې راڅخه وکړه.
ستا له ما سره زړه نه لګېده، ځکه له دې ځايه ولاړ شوې او تللې!
تاته چا اجازه درکړه، چې له دې ځايه ولاړ شه
او دا يې په ما خپل حق ګڼلو، او ډېر په درنښت يې، پر ما دا احسان اچولو، او پوښتنې يې راڅخه کولې
ما هم په احترام ،ورته وويل
وخت
هغه ناببره په غصه شوه
وخت څوک دی، چې زما او ستا فيصله کوي.
ما هيڅ جواب ور نکړو ، غلی ولاړ وم، او د هغې خبرې مې اورېدلې،
بيا هغې يو اوږد سوړ اسويلی را ويوست، او ويې ويل:
درځه نن ما چېرته بوځه، او ومې ګرځوه.
ګرځول؟
هغه هم زه؟
له ما سره، خو هيڅ داسې، وسيله نشته، چې تاته چکر په کې درکړم.
زه نور نه پوهېږم، خو بس ما چېرته بوځه. دا وخت ممکن بيا هيڅ رانه شي. ځکه خو، زه له تا سره، يو وار چېرته ګرځېږم. هغې ماته را وکتلو، او خپله وروستۍ پرېکړه يې راته وواروله.
هغې ته انکار کول، دا معنا لرله، لکه په بيعه چې خفګان ورته اخلم، او که هغه خفه شي، بيا ډېره ظالمه جينکۍ، ترې جوړه شي، ځکه ما نه غوښتل، چې په دې اخري شېبو کې، هغه ناراضه کړم.
هغې ته مې وکتل، او ورته ومې ويل
راځه را ولاړه شه، چې د چکر له پاره وګرځو.
چېرته به ولاړ شو موږ؟
چې چېرته خدای بوتلو
هغې سوکه ومسل، او را ولاړه شوله.
موږ دواړه له پوهنتونه را بهر شوو،  سړک ته را ووتو، په هغه وخت کې، زما غوندې غريب له پاره، د ټانګې سپرلۍ، هم غنيمت وله، دا جلا خبره وه، چې آبش به په خپل موټر کې ډرېور پوهنتون ته راوستله.
د ټانګې سفر، د هغې د شان خلاف و‌، او زما له حيثيت سره سم و، خو ما هغې ته اول ويلې و، چې زه د موټر وس نه لرم، چې تاته چکر په کې درکړم، ځکه ته نن لږ برداشت ولره، او په ټانګه کې لږ په صبر او خوشالۍ راسره سفر وکړه.
هغې وخندل
زه پوهېدم، چې هغه له ما سره، په پياده تګ ته هم خوشاله ده.
په ټانګه کې کښېناستلو،
اسمان وريځ او لمر ځای ځای پټ و، چې موږ بازار ته را ورسېدو، ما هغه د چاچا ګاما ټاپرۍ ته را وستله، چاچا ګاما د کويې واله قلفي خرڅوله، ما له هغه څخه دوه د کويې والې قلفيانې را واخيستلې، يوه مې آبش ته ورکړه، او د بلې په خوړلو خپله لګيا شوم.
د څلورو آنو دوه قلفۍ اخيستل، د هغه وخت لويه عياشي بللل کېدله
هغې تر دې مخکې داسې څيزونه نه و خوړلې، د قلفي د خوړلو پر وخت، له قلفي بهېدونکې کويه، د هغې تر شونډو لاندې توېدله، د کويې څه څاڅکې د هغې په پوزه هم شنتلې و
ما چې هغه وليدل، و مې خندلو، هغه پوهه شوله، چې زه په څه وجه خاندم، هغه را ولاړه شوله او خپله قلفي يې زما په پوزه او خوله را وموښله، او زما له لاسو يې قلفي واخيستله او ويې خوړله، د هغې پر مخ چې هغه وخت کومه، خوشالي وله هغه ډېره په ليدلو ارزېدله، آبش راباندې، هغه شېبه دومره خوږه ولګېده، زړه مې غوښتل، چې هغه دي  ټوله زندګي همدغسې، مخامخ راته ولاړه وي، او زه دي په خندا خندا ورته ګورم.
هغه اوله او خري موقعه وه چې آبش له ما سره بهر وتلې وه، زموږ له پاره هغه څو شېبې د چکر او تفريح  په رنګه وې.
هغه د ټانګې سپرلۍ، او د قلفي خوند، به زما ټول عمر په یاد، او هيڅکله به مې هېر نه شي.
د پوهنتون، په اخري ورځ، آبش ډېره کمزوري مالومېدله، ما خپل ټول شيان، را غونډ کړل، په بکس کې مې واچول، او په پوهنتون کې مې د چايو پر هوټل  کښېږدلو، فکر مې دا و، چې کله له هرڅه را فارغ شم، نو له دغه ځايه به بکس را اخلم او بیا کور ته روانېږم.
په هغه ورځ ټولو استاذانو، له موږ سره عکسونه ويستل، دا بيا جلا خبره ده، چې هغه عکسونه ما و هم نه ليدل.
له ټولو ټولګیوالو سره مو بېخي ډېرې خبرې وشوې، په هغه ورځ وخت په اول ځل ډېر په منډه روان و، له استاذانو، او همصنفيانو سره، هيڅ په خبرو نه مړېدلو. خو په هغه ورځ وخت زموږ حق کې نه و.
بيا ما له آبش سره وليدل، هغه زياته غمجنه شوله، ما هم ډېر په مشکله د اوښکو مخه ونيوله، او ورته ولاړ وم. هغې د خندېدلو يوه ناکامه هڅه وکړه، ما هم د زړه د اخلاصه هغې ته کتلو، له ابشه  ليري تلل راته پر  پل صراط تېرېدل ښکارېدل.
آبش له خپلې ګوتې يو طلايي رنګه ګوتمۍ رارويستله زما د کيڼ لاس په خمچه  ګوته يې را په ګوته کړله، زما خمچه ګوته، د هغې تر وزيرې ګوتې غټه وله، ځکه خو د هغې ګوتمۍ زما د خمچې ګوتې تر نيمايي بره نه تله.
ما هم په غاړه کړی ځنځير، له غاړې را خلاس کړو، او د لېوني غوندې مې، د هغې د غاړې پر ځای، تر مړوند ورتاو، او بند کړلو.
دا هرڅه د يوې ژورې خاموشۍ په دوران کې تېر شول.
هغه هم غلې وه، او زه هم چوپ ولاړ وم.
د هغې سترګې سرې شولې،
زما په تندی هم خولې را ماتې وې.
بيا يې يو نظر ما ته را وکتلو، له ډېر کوښښ باوجود يې هم، دوه څاڅکې اوښکې توی کړې، نه يې څه وويل راته، او نه يې خدای پاماني وکړه راسره، هغه په منډه ولاړه، او خپل موټر کې کښېناستله.
ما په حيرانۍ هغې ته کتلو، د هغې موټر، زما د سترګو په وړاندې، دا له پوهنتونه يوړه، او ولاړل.
زه هلته حيران دريان لکه بت ولاړ وم، د د هغې موټر چې څومره لرې کېده رانه، ما پسې کتلو.
ما فکر کاوه، چې هغه به په اخري ورځ، له ما سره ښې ډېرې خبرې وکړي، له هرې اوونۍ وروسته يا لږ تر لږه، يوه مياشت پس، خو به د خط لېږلو ژمنه خامخا رانه اخلي. او په دې اخري ورځ به، له ما سره يوه د دروغو جګړه وکړي، او ماته به زموږ د وړومبي ملاقات ياد را تازه کړي.
خو هغې، زما د هيلو خلاف، هيڅ هم نه وکړل.
نه پوهېږم، چې د هغې په ذهن کې به څه ګرځېدل.
ما چې په وروستي ځل، د پوهنتون دروازې ته کتلو، لکه  زړه چې مې تر خولې لوېدلی وي.
بيا مې د خپلې بې وسۍ په دنيا کې، په ژړا ژړا،  له پوهنتونه خدای پاماني واخيسته، خپل بکس مې را واخيست، په ټانګه کې مې کېښږدلو، او  روان شوم.
د رېل په ډبه کې ناست وم، له خپل پوهنتونه، او له ملګرو ډېر لېري روان وم.
د خوشالۍ، او بې پروايۍ، وخت نور ختم شوی و.
کور ته چې، له دې دومره اوږدې  وروسته راغلم، هيڅ خوشاله نه وم، نه پوهېدم چې ولې؟
څه وخت وروسته، په کور کې د واده راته وويل شول، خو ما انکار ورته وکړو، د انکار وجه ماته خپله هم نه وه مالومه.
خو چې څه وخت نور هم تېر شو، پلار مې د يوه روایتی پلار په رنکه، خپل پټکی زما پښو ته را واچاوه، او خپل عزت يې راته واسطه کړو، چې زويه!  واده وکړه.
 ما هم د يوه اصيل سړي په شان،  د خپل پلار د عزت خيال  وساتلو، څو ورځې کې  مې واده تيار شو.
له واده وروسته، هم ما آبش هېره نه کړه، د هغې ګوتمۍ، اوس هم زما په ګوته وه، د تنګې ګوتمۍ له وجې، زما په ګوته کې اوس ژور نشان جوړ شوی و، خو دغه نشان به ماته  آبش رايادوله، کله چې به هم هغه راياده شوله، زه به د غرو لوړو څوکو ته وختلم، له خوده به ووتم، او آبش آبش نارې به مې وهلې.
زه نه پوهېږم چې ما به ولې داسې کول، په دې هم نه پوهېدم چې هغه به هم، ما يادوي که نه؟
ژوند د يوه رېل ګاډي سټېشن غوندې دی، که ته نه غواړې هم په دې سټېشن به څوړېږې، او بيا به له هغه ځايه خپل منزل ته روانېږي.
زه هم په يوه  سټېشن باندې کوز شوی وم، او چې ما نه غوښتل هغه منزل ته راغلی وم، په همدغه سټېشن ډېر خلګ له ما بېل شولو، او خپل خپل منزل ته ورسېدلو، هغه هم، په دغه سټېشن کښته،  او له ما جلا شوله، شايد خپل منزل ته به رسېدلی وي.
وخت هم لکه بې مهاره اس، چې منډه وهي
په دې دومره وخت کې، ډېر څه بدل شولو
زه د دوو اولادونو پلار شولم، يو مې زوی و، چې نوم يې ايان علي و، او بله مې لور چې آبش نوم مې په ايښی و.
زما خيال و، چې زه به په خپلې لور  د هغې نوم ږدم،  او په هر حالت به يې له ځانه نه ليري کوم، هره ورځ به يې وينم، مينه به ورسره کوم، او ډېرې خبرې به ورسره کوم، له دې هرڅه کولو سره، شاید زما زړه څه ارام شي.
د ژمي يو سوړ ماښام و، زه د لاهور يوه مارکېټ ته  په يوه کار پسې تللی وم،  مخامخ يوه ښځه، چې له ډېره وخته، په ځير ځير راته ګوري، زما نظر ور واوښت. هغې په نقاب کې مخ پټ کړی و، خو د هغې سترګې شناخته مالومېدلی.
لکه يو ناڅاپه چې زما په ذهن کې ټک وشي.
ما په زړه زړه کې وويل “آبش”
هغې هم، ناببره نقاب له مخه ليري کړو، د هغې په داسې کولو، يو داسې کيفيت راباندې راغلو، لکه زړه چې رانه لوېدلی وي،
هغه هلته وه، آبش
زما ملګرې
زما سهيلۍ
او زما د ناکراريو يواځينی سبب
ما په حيرانۍ هغې ته کتلو، او هغه راتله، ماته مخامخ ودرېده،
هغې هم ماته ډېر په ارمانجنو سترګو کتلو، د هغې په سترګو کې نن هم هغه څه و، چې د پوهنتون په اخري ورځ يې نه شو ويلی،
څنګه يې الف؟
د هغې د ژغ په اورېدو مې، له يوې اوږدې مودې وروسته، زړه ته سکون ورسېد، ما د يوې شېبې له پاره  سترګې پټې کړې، او د هغې د کويل په رنګه ژغ مې، د خپل زړه په قفس کې قید کړو.
زه ښه یم ته ووايه؟
زه هم ښهٙ يم، دلته څنګه راغلی يې؟
بس په يوه کار پسې خپل علمی ښار ته راغلم، اوس بیرته تللم چې ته مې وليدلې.
واده دي کړی دی؟
هغې ناڅاپه پوښتنه رانه وکړه؟
ما هم زړه ډېر غټ کړو، د سر په اشاره مې ځواب ورکړو.
خو ناڅاپه د هغې په مخ، د هغه سوړ ماښام په رنګه منظر جوړ شو، لکه څنګه چې د هغه اخري ديدن په ماښام جوړ شوی و.
هغې وخندل، يوه ناکامه هڅه يې وکړه چې ځان ډېر نارمل وښيي،
څو زامن دي پيدا شوې دي؟
ما لنډ ځواب ورکړ
يو زوی او يوه لور
ستا دزامنو نومونه څه دي؟
نه پوهېږم، چې هغې په پوښتنه پوښتنه د څه کوښښ کولو،
د زوی نوم مې ايان علي دی،
هغې وخندل او د لور په نوم شرمېږې؟
آبش
ووايه اورم
هغې داسې و انګېرله چې زه يې بيا مخاطبوم
ما ورته وويل
زما د لور نوم آبش دی
ما په ژور نظر آبش ته وکتل، د هغې خندا يو دم ودرېده، اوډېره زياته په حيرانتيا او سنجيدګي کې ولاړه.
هغې هیڅ هم نه وويل، خو ماته يې ډېر په مينه ناک نظر کتلو،
راځه چې زه تا يو ځای ته بوځم،
هغې زه تر لاس نيولم، خو بیا ودرېده، زما په لور را اوږد کړی لاس يې بيرته شاته يووړ.
هغې زه په ټانګه کې کښېنولم، يو له يادونو ډک ځای ته يې بوتلم، ما سوچ کولو چې هغه څومره بدله شوې ده، په موټر کې عادت شوی جينکۍ، په ټانګه کې څومره ډاډه کښېناستله، هغې زه د چاچا ګاما ټاپرۍ ته راوستلم، چاچا ګاما هم سپين ږيری شوی و، آبش چې يې وليدله سم د واره يې ترې وپوښتل
آبش لورې نن خير و؟ چې ناوخته راغلې؟
د چاچا ګاما له پوښتنې زه پوهه شوم چې آبش دلته هره ورځ را درومي، ځکه خو ده پوښتنه ترې وکړله.
آبش ورته وويل
هو چاچا بازار ته تللې وم هلته ناوخته شولم
زما له حيرانۍ سترګې پرې پرې شوې، چې دې جينکۍ ته مې کتلو، چا چې د پنجابي ژبې يو توری هم نه و زده، او له دې ژبې يې ورټ کېدلو، خو نن هغې په ډېر ښايسته انداز ويله.
بیا آبش له خپل بټوې نه څلور
آنې راويستلې، او چاچا ته يې ورکړلی، چاچا هغې ته دوه د کويې والې قلفي ورکړلې، او ورته ويې ويل
زويه کله خو دواړه قلفۍ يو ځای وخوره، ته خو هر وخت يوه قلفۍ خورې، او بلې ته ګورې.
د چاچا خبرو زما زړه ته سمه ضربه ورکړله، هغه څه وه، او څه ترې جوړه شوه.
د چاچا آبش ډېره خوښېدله، ځکه خو هغه په دغه وخت کې هم چې په لس روپۍ قلفي نه پيداکېږي، ده په څلور آنو دوه قلفيانې هغې ته ورکولې، نه يم خبر، چې آبش به چاچا ته د څلور آنو په باره کې کومه خبر کړې وي.
آبش يوه قلفي خپله ور واخيستله، او بله يې ماته راکړه.
ما آبش ليدله چې ډېره په تلوسه يې قلفي خوړله، او ماته يې کتلو،
په هغه ورځ يې نه پوزه او نه خوله په ولړله، ټوله قلفي يې همداسې وخوړله، خو هغې ته په کتلو کتلو، زما په لاس کې، قلفي ويلې شوې وه. او زما لاسونه پرې لړلې و.
ما چې کوم ځنځير هغی ته ورکړی و، ما وليدل چې د هغې تر مړوند  هغسې تړلی و.
ستا د زامنو نومونه څه دي؟
ما له هغې وپوښتل
هغې زما په لور سوکه را وکتل او بيا زما په مخ کې سترګې ښخې کړې.
د زامنو نومونه هغه وخت ايښودل کېږي، چې زامن وي، او زامن هغه وخت پيدا کېږي، چې واده شوی وي، هو که ما واده کړی و، او زما زوی پيدا شوی و، نو به مې ضرور الف نوم ورباندې ږدلی.
نه پوهېږم چې هغې په ځان څنګه دومره زغم درلود، خو زما زغم ماته نور ځواب راکاوه.
بيا ما له هغې بل هيڅ سوال و نه پوښتلو، ځکه چې د هغې د هر ځواب به زه ژوندی په مځکه ننه ايستلم، ما له خپلې ګوتې د هغې راکړې ګوتمۍ خلاصه کړله، او هغې ته مې بيرته ور په ګوته کړله، او بغير له څه ويلو بيرته ترې خپل وطن ته راغلم.
نه ما هغې ته څه وويل، او نه هغې زه را وګرځولم.
د رېل په ډبه کې ناست وم، ټوله لار مې له سترګو اوښکې څڅېدلې.
کلونه تېر شول، زما په ګوته د هغې له ګوتمۍ جوړ شوی نښان اوس هم موجود دی، دغه د نښان ځای زه د دايرې غوندې پوستکی په ستن ځينې واړوم او زخم يې ماته د آبش ياد را تازه کوي.
نن د دې خبرې نيمه صدۍ وتلې ده، زما په ګوته هغه نښان نن هم شته.
له هغې ورځې وروسته بیا ما له آبش سره نه وليدل، او نه بیا زه هغه ښار ته ورغلی يم.
خو هغه د کويې د قلفي خوند مې نن هم په خوله کې دی.
د هغې خندا نن هم زه نزدې محسوسوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه...