جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبد مچۍ ځاله / سلیم سلیمان

د مچۍ ځاله / سلیم سلیمان

 دا خبره مشهوره ده چې هر کتاب په یو ځل لوستو ارزي. زه د دې نظر مخالف وایم. دومره وخت له هیچا سره نشته چې هر کتاب ولولي. کاشکې دا خبره مشهوره شي چې یوازې ځینې کتابونه په بیا بیا لوستلو ارزي. په وروستیو ورځو کې همداسې یو کتاب چاپ شوی دی چې د بیا بیا لوستلو جوګه دی. دغه کتاب چې ( د مچۍ ځاله) نومېږي، استاد سعدالدین شپون لیکلی او په جلال اباد کې مازدیګر خپرندویې ټولنې خپور کړی دی.

د استاد شپون تر اوسه پورې، دوې شعري ټولګې، یو د خاطراتو کتاب او څو ناولونه چاپ شوي دي. دا اول ځل دی چې د لسګونو مقالو  ټولګه یې خپرېږي.

  د مقالې ژانر له لویه سره په دوو څانګو وېشلای شو: د رسمي سبک مقالې او د غیررسمي سبک مقالې. په رسمي سبک کې لیکوال جدي غږېږي او په رسمي او افاقي ( ابجکټیف) انداز خبرې کوي. د اخبارونو سرمقالې د دغه ډول لیکنو یو مثال دی. په غیررسمي سبک کې د لیکوال انداز ډېر شخصي او انفسي( سبجکټیف) وي. په دې ډول لیکنو کې د طنز، خاطرې او خوند عناصرو ته زیاته توجه کېږي.

  د استاد شپون مقالې د دوی د نورو لیکنو غوندې په غیرجدي سبک لیکل شوې دي خو موضوعات یې معمولا جدي دي. لیکوال هڅه کړې ده چې په ارامو اعصابو، په موسکو شونډو، په نرم انداز، په کلیواله پښتو او په تصویري ژبه د ادبیاتو، د سیاسي اجتماعي مسایلو، د ځان او خپلو یارانو او د ژوند د ماهیت په باره کې خپل نظرونه بیان کړي.

 د استاد دغه لیکنې اوله پلا تاند ویپاڼې خپرې کړې دي. دې ویپاڼې د کتاب په اړه په خپل یادښت کې لیکلي دي چې : (د انټرنیټ یو حکمت دا دی چې د لیکوال د لوستونکو شمېر ورباندې په اسانه معلومېږي. د استاد شپون د دغو لیکنو په باب چې په وروستیو کلونو کې په تاند ویپاڼه کې خپرې شوې دي، په ډاډ سره ویلای شو چې د لوستونکو د شمېر او هرکلي په لحاظ د افغانستان په ادبي لیکنو کې اول مقام لري.)

ګڼو هغه کسانو، چې انټرنیټ ته یې لاس رسېده او د استاد لیکنې یې لوستې وې، بیا بیا غوښتنه کوله چې سره یو ځای دې شي او په کتاب کې دې راشي.

 کتاب راټول شو او د مچۍ ځاله شو. مچۍ په ګلونو ګرځي او شات راټولوي خو چیچل هم کوي. استاد د خپل هنر په برکت د ژوند ډېر چیچونکي حقایق د شاتو په څېر په خوږه ژبه بیانوي او په دې ډول هغه دوې اصلي غوښتنې چې له ادبیاتو څخه کېږي، یعنې ادبي اثر دې هم خوند ولري او هم دې د ژوند په باره کې یو څه راوښیي، په ښه شان پوره کوي.

 حقیقت یو وستوی نه دی، پېچلی دی. هغه څه چې بد ګڼو، خوبۍ هم پکې شته او هغه څه چې ښه یې بولو، مشکلات هم لري. استاد د خپل سبک په مرسته هڅه کړې ده چې د حقیقت له ظاهري جلوې ورهاخوا پېچلتیاوې راوښیي او په دې ډول مو له ژوند او ټولنې سره لا زیات اشنا کړي.)

 د مچۍ ځاله د منځنۍ کچې په درې سوه دوه مخونو کې چاپ شوی کتاب دی. کاغذ یې اعلی او پوښ یې کلک ( کپره اي) دی. د استاد شپون لیکنې له هغو محدودو لیکنو څخه دي چې سړی یې په جرات سره بل ته د لوستلو سفارش کولای شي. د دوی د یوې لیکنې د څو کرښو د لوستو بلنه درکوم: (  زموږ له کلي د وتلو یکي یوه لا ر ده ،هغه هم خامخا له هدیرې تېرېږي. نو تېره هفته مو چې زما کشری ورور خښاوه چندانې مزل نه و په کار، هذا خانه، هذا مسجد.

بېدرکه زیات  خلک جنازې ته راغلي وو. اول کې زه خامتما وم چې دا به زما په خاطر وي، وروسته مې لېدل چې زه هډو مطرح نه وم، ورور مې زما په غیاب، زما د مشر ګهیځ  لالا او آبا په غیاب کې ځانته نومګی ګټلی و. مکتب یې نه و لوستی، بلکه چا نه و ورپرېښی، چارواکو ویل چې نیم وجود یې بې دمه دی، عیبي دی، نو مکتب کې  نه منل کېږي. تر دوی لا د کلي ملا ښه و بغدادي قاعده او سیپاره یې ور زده کړه، قرآن یې ورباندې وویلې.  د هلک لوری واوښت، نور وروڼه څه خلقیان، څه دهریان څه لا ادریان څه اباحیان، څه اخوانیان شول، خو دا معیوب ورور په دین ثابت قدمه، په دیني علومو بوخت ، له منکراتو لیرې پاتې شو او تېره هفته یې مېرمن د سهار تر لمانځه وروسته ولېد چې  سر یې د قرآن تر څنګ پر بالښت ایښی، سا یې ختلې وه.

هدیره لکه تل په ترخو ، ځوزاڼو پټه وه. یوه نیمه لکړه ، لکه د ښاري پاړسیوانانو اتڼ، څه یوه خوا، څه بله، لکه وه، که دا نښه رښتیا وي، دا د روس یا تربور د لاس شهیدان وو. پیکه، له دوړو ډکې ټوټې یې ریښکۍ ریښکۍ باد ته رپېدې، لارویو ته یې بای بای ویل.)

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب