ګل رحمن رحماني
چینې لیکوال ښاغلی مویان تېر کال په ادبیاتو کې د ۲۰۱۲ زېږدیز کال دنوبل جایزه وګټله ، چې د١٣٩١ لمريز کال دتلې مياشتې په ۲۰ مه په سویډن کې ورته دنوبل دکمېټې له خوا په رسمي ډول اعلان شوه، دغه جایزه دمعنوي ویاړ ترڅنګ د دولس سوه زور امریکايي ډالرو په ارزښت مادي امتیاز هم لري.
دی چې دکیسو او افسانو دهېواد اوسېدونکی دی ، دخپل ستر هېواد په تاریخ کې هغه لومړی لیکوال شو چې دغه معتبره جایزه ترګوتو کوي .
اوه پنځوس ۵۷ کلن مویان دخپل هېواد په خلکو کې له ښه او نېک شهرت نه برخمن دی، چې دشهرت ترڅنګ محبوبیت هم لري او دا دوه ټکي هغه څه دي، چې یو ه لیکوال ته په ټولنه کې دشخصیت په لحاظ ټولمنلی پایښت ورکوي .
مویان دخپلو زړه وړونکو داستانونو په مټ په دې توانېدلی چې دتخیل په بې ساري ښکلا سره دچین دخلکو ورځنی ژوند په ښه ډول انځور او راونغاړي او دهغوی بوختیاوې په هنري ژبه وړاندې او انځور کړي .
دسویډن دعلومو سلطنتي اکاډمۍ دده دټاکنې په اړه په خپله اعلامیه کې لیکلي دي:«ددغه لیکوال وېرونکي ریالېزم دتاریخ او نړۍ ډېرې لرغونې او بومي کیسې یو له بل سره را نغاړلې دی » د سي ان ان خبري شبکې د راپور له مخې کله ، چې دمویان په اړه دغه خبر خپور شو؛ نو دچینایانو ملي غرور په اینټرنټي جالونو کې سخت غبرګون وموند، دنوبل جایزو داعلان په ویبپاڼه کې یوه چينايي دا جمله ولیکله:« بلکل همداسې ښکاري. »
مویان په یوه داسې هېواد کې لیکوالي کوي چې لیکنې یې په ویبپاڼو له خپرېدو سره سم دحزب او حکومت له سیاستونو سره مخ او سانسورېږي ، ټایم مجلې هم دهغه په اړه په یوه مرکه کې لیکلي و، چې مویان له پخوانیو وختونو دخپلو داستانونو اصلي بستر ته په راستنېدو دخپل جادويي ریالېزم سبک کې په نغښتلو سره په حقیقت کې دچین دسانسور دستګاه له خوځښت نه پرهېز او منعه کوي .
مویان له یادې شوې مجلې سره په خبرو کې ویلي چې دداستانونو دټاکنې په مهال له دې هېڅ وېره نه لري چې ګني سانسور ته به وړاندې شي او داچې دی ځینې موضوعاتو ته په مستقیم ډول یاپه بل عبارت مخامخ دورتګ توان نه لري؛ اوس ورته همدغه خبره یاني په غیرمستقیم ډول ورتګ دځواک په یوه ټکي بدل شوی .
چین دنړۍ دنورو هېوادونو غوندې درسینو بشپړه ازادي نه لري او اکثره لیکوال او خبریالان له سانسور نه وېريږي او دزړه خبره نه شي کولای . دې ته په پام سره خپله مویان هم دهغه اصلي نوم نه دی او په چینې ژبه کې دا د « حاضر نه یم څه ووایم » مانا لري، دده اصلي نوم مویه ګویان دی او د شاندونګ ایالت په ګائو ښار کې زېږېدلی دی .
چین دنړۍ له هغه زیات نفوسو هېوادونو څخه دی، چې نفوس یې ورځ تر ورځې زیاتېږي او مساحت یې کم دی ، په همدې سبب دچین حکومت یوازې دیوه اولاد اجازه ورکړې او ددې نه پرته دبل اولاد راوړل جرم دی ، ددې لپاره چې مور او پلار دزیاتو اولادونه مینه تر سره کړي او زیات اولادونه ولري ؛ نو اکثره وخت له داسې لارو چارو نه کار اخلي چې په یوه ځل یې دوه ګوني او دري ګوني اولادونه پیدا شي چې ددې چارې مخنیوی بیا له دولت سره هم نشته. دا له شک پرته چې دخلکو یوه هیله ده خو ددغه ملت او حکومت لپاره یوه ستونزه هم ده چې خپل وګړي نه شي ځایولای .
مویان له خلکو دژوند سره تړلې دغه ستونزې ته په خپلو اثارو او داستانونو کې کتنه کړې ، دبېلګې په توګه دده له مشهورو او نوماندو داستانونو څخه یو هم د « چونګښه » په نوم دی چې په چین کې یوازې دیوه اولاد لرلو او دنفوس د ډېروالي دکنترول مسئلې ته یې په کې پام کړی دي .
دی په خپل دغه داستان کې په ډېر ځانګړي ظرافت او مهارت سره دچین دټولنې دغه لرغونی سنت تر کره کتنې او نیوکې لاندې نیسي چې زوی ته په لور ترجیح ورکول کېږي .دی په «چونګښه» داستان کې دا څرګندوي چې چینایانو ددې په خاطر چې عقیده یې درلوده چې زوی دکورنیو داړتیاوو دپوره کولو لپاره تر لور ځواکمن او دکورنۍ د وینې او نوم لېږدونکی دی ؛ نو دا غوره ګني چې باید زوی ولري نه لور .
مویان تر دې وړاندې په وروستیو کلونو کې په ادبیاتو کې دوې نورې مهمې جایزې په چین کې هم وګټلې ، دا خپله څرګندوي او ددې څرکونه یې ګڼلای شو چې د چین ټولنه او سیاسي نظام دې ته حاضر دي چې ددغه حساسې مسئلې سره لا ښکاره او څرګند چلند وکړي .
لکه څرنګه مو چې وړاندې وویل دا به دچین دخلکو لپاره په ادبیاتو کې دلومړۍ داسې جایزې په توګه حساب شي چې یو لیکوال یې په ادبیاتو کې ګټي ولې تردې وړاندې جائو سینګ جیان په نامه یوه لیکوال هم په ۲۰۰۰م کال کې په ادبیاتو کې دنوبل جایزه ګټلې وه، سره ددې چې ده په چین کې تحصیل او زده کړې کړې خو ولې اوس دغه لیکوال دفرانسې تابعت لري .
یوه بله مهمه خبره داده چې دچین دولتي رسنیو ښاغلي مویان ته ددغه جایزې داعلان سره سم په ډېره چټکۍ ددې بریا خبرونه خپاره کړل په داسې حال کې چې په ۲۰۱۰ کال کې کله چې دچین یوه سیاسي ناراضي لیوژیائوبو ته دسولې نوبل نړیواله جایزه اعلان شوه؛ نو ټولې دولتي رسنۍ غلې وې او دې خبر ته یې اهمیت ور نه کړ