جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرد عبدالغفور لېوال څو شعرونه

د عبدالغفور لېوال څو شعرونه

څړیکه

هره ساه مې زړه نه راچارپېره شې

ووایه ، نو څنګه به مې هېره شې

زه یې تېروم ، مګر تیریږي نه

ژوند درته ولاړ دی ، چې پرې تېره شې

اوس مې هم په زړه کې لکه څړیکه یې

غم چې شي ژور ، ته رابرسېره شې

زه یم مات ساغر اوته دمی نشه

څومره چې زړیږم ، هومره ډېره شې

زړه ، لکه یوسف، لا په بازار کې دی

راشه ! خریدارو کې به شمېره شې

 

۱۳۹۲ زمری  ۱۲

 

مزل

په دغه دښته کې چې زه یم روان

هومره سپېره لکه ژوند

                                              همدومره ستړې لاره

نه یو شین بوټی

                           نه دونې سیوری

پر لاره پلونه دوړوکې سمسارۍ

                                                        یا یوه کرښه دمار

یوازې سیوری مې ملګری دی لا

او که ماښام سپوږمۍ راونه خیژي

زه به بې سیوري ، بې ملګري چېرته دمه کوم؟

     ۱۷ جون ۲۰۱۱

د اوبو ژرنده

اوبه بهیږي

له ناوې نه ، شرهار کوي

                                      او ژرنده څرخي

غنم په زړه چوي

دګرمو اوړو بوی راځي

ژرنده له ګرده ډکه

زه هم ستومانه

لکه ژرنده پرخپل ځان راڅرخم

سر مې سپېره دی

سر مې سپین دی

                                 لکه سپينې وړۍ

په دې پوهیږم ، چې ګردجن سر مې بیا نه توریږي

ددې ناوې اوبه مې زړه سړوي

خو زما لامده ویښتان لا

                                                      سپین سپېره دي

لکه وړۍ

                   لکه دوریځو یوه سپینه غوټه

او دژوند ژرنده لا راڅرخي

صبر نه پیژني

غنم خلاص شوي

ژرنده ګړی چېرته خوب وړی دی؟

۱۷ جون ۲۰۱۱

سفر

سیاست

یوماشوم پلار څخه پوښتنه کوي

چې ستوري څودانې دي؟

پلار ورته وایي :

                     لکه ستا  او ستا دخور ویښتان

ماشوم په خپل سر باندې لاس تیروي

او دکوچنۍ خور په ویښتانو پسې مخ اړوي

ماشوم د ستورو په شمېر فکر کوي

دپلار د شونډو له موسکا څخه

                                            سیاست راڅاڅي.

۱۷ جون ۲۰۱۱

سفر

 

بهانه

بیګاه په خوب کې ستا له سترګو څخه وشرمېدم

ستا سترګې لا هم زما له مینې ډکې

خو زه ویده یم

                   او ستاسترګو ته په خوب کې ګورم

بیګاه په خوب کې ستا دسترګو پېغور وسیزلم :

چې څوک مین وي

                           پر ارامه بستر نه پریوځي

څنګه یې ووایم ،چې ویې منې؟

زه هرماښام ددې لپاره

                                       د ګلونو پر بستر څملم

چې ګوندې ستا سترګې په خوب ووینم   .

۱۷ جون ۲۰۱۱

سفر

یوازیتوب

په الوتکه کې دخپل یوازیتوب په اړه فکر کوې

چې ستا تر څنګه ناسته ښکلې پردۍ

په خواږه خوب ویده شي

او سریې  ورو ورو ستا  پر  ولي دروند شي

ته به ستومانه یې او خوب به درځي

خو ګاونډۍ راویښولی نه شې

موسکا پر شونډو ځانته ډاډ ورکوې  :

یوازیتوب کله په خوب تېریږي ؟

یوازیتوب کله په خوب هېریږي ؟

۱۷ جون ۲۰۱۱

سفر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب