دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهقانعد زور او تزویر حساب/ عصمت قانع

د زور او تزویر حساب/ عصمت قانع

زموږ سیمه د بادامو سیمه ده، ټول کال به باغوانانو، باغدارانو او ځمکه والو لګښتونه کول، قرضونه او پورونه به یې اخیستل، پدې اُمید چې د بادامو د رسېدو په وخت کې به خپلې ټولې مالي اړتیاوې پوره کوي.

د مني په منځنۍ برخه کې به کلیوالو پر خرو او اوښانو باندې بار جوالونه د بازار ګودامونو ته راوړل او له بازاره به یې چای، بوره، صابون، اورلګیت، مالګه او نور د اړتیاو وړ ټک و پوک کورونو ته وړل.

زموږ د وطن بادام په نام وو، کاغذي بادام خو یې بیخي بې جوړې وو. په کاغذي بادامو به کله کله موږ د جفت او تاک لوبه کوله، کله چې به مو د بادامو د پټولو په وخت کې موټ ټینګ کړ، نو د بادامو به خرپی شو او مات به شول.

په همدې ډول په یوه لېرې پراته کلي کې یوه سوداګر له خپلې میرمنې سره په کاغذي بادامو باندې د جفت او تاک لوبه ګرمه کړې وه.

میرمنې یې د بخت د پیاوړتوب په وجه له خاوند څخه تقریباً یوه وړه بورۍ بادام ګټلي وو، کله چې د بادامو د بایلات سوخت او درد سړی نا ارامه کړ، ویې غوښتل، چې په زور او تزویر سره د خپلو بایللو بادامو د تاوان تلافي وکړي، نو پر خپلې میرمنې یې غږ وکړ، چې:

آ ښځې ـ واه ښځې، دا ځل په خپل وجود او بدن کې یو شی در پټوم که دې جفت او تاک راوښودل، نو یوه بورۍ بادام نور درکوم او که دې ونه ښودل، نو ګټلي بادام به بېرته راکوې.

ښځې یې فکر وکړ، چې د خاوند د بدن او وجود ټول عضلات راته معلوم دي، د یوې میرمنې په توګه یې د بدن له پټو عضلاتو هم خبره یم، هېڅ داسې پټ شی نشته، چې جفت او تاک دې یې ر اته څرګند نه وي. بس میرمنې یې ورته وویل، چې دا قمار هم درسره وهم.

غاښونه دې راته پټوې، چې جفت او تاک یې در وښیم، د لاس ګوتې دې راته پټوې چې جفت او تاک یې در وښیم، د کناټو داغونه دې راته پټوې، که بل شی راته پټوې؟ حاضره یم چې دا لوبه درسره وکړم.

خاوند یې هم سمدستي د جفت او تاک (طاق) مقابلې ته ځان اماده کړ. په خورا جلالي انداز د کوټې په صحن کې د ټغر پای ته ودرېد او له مخې حیا پر خپلو پټو عضلاتو یې لاس ونیو او ښځې ته یې وویل، چې دا زما سامانونه جفت دي که تاک؟

ښځې یې پرې وخندل او خاوند ته یې کړه، چې تر بل هر چا ماته ستا د بدن مستور عضلات ښه معلوم دي، ځکه زما او ستا پرده یوه ده او د ژوند ملګریتوب سره لرو، ستا دا مستور عضلات تاک دي، یو دې سوباړی دی، دوې دې ګردۍ ګردۍ هګۍ دي.

خاوند یې یوځل د بري په دود پورته غورځار شو او چیغه یې کړه، چې خپل بایللي بادام مې بېرته وګټل، ښځې یې ورته وویل، چې په څه دې وګټل؟

خاوند یې د تزویر په غولونکې لهجه ورته وویل، کله چې مې لاس پر سامان کېښود یوه ګوته مې د څغۍ خواته ور وغځوله، څغۍ مې هم در حساب کړې ده، چې ټول سامانونه مې جفت راځي. بس د نارینه د تزویر او زور منطق د جفت او تاک معادله د ځان په ګټه حل کړه.

امریکا وایي، چې په تېرو لسو کالو کې موږ د افغانستان پر بیا رغونه څه کم سل ملیارده ډالر لګولي دي او که افغانستان د خپل مالیاتي حق یو ډالر وغواړي موږ یې د مرستې څلور ډالره کموو.

دا هماغه د زور او تزویر معادلات دي، چې بالاخره د تزویر یو خاص منطق به یې د لانجې د حل وروستی حق استعمالوي. کله چې افغانستان په کورني جنګ کې ونښت او د هېواد اقتصادي بنسټونه اخوانیانو، طالبانو، شمالیانو او ډیموکراتانو په لغته ووهل، نو هره ورځ به موږ د هېواد د بیا رغونې په فکر کې وو، د ورانو او ویجاړو اقتصادي تاسیساتو د بیا رغونې د بودجې په سوړو او سوریو پورې به مو سترګې ښخې کړې وې.

یوه ملګري مې په پېښور کې راته ویل، چې قانه ګله، که ارامي شوه، نو په ۷ ملیاردو ډالرو به افغانستان داسې جوړ کړو، چې اقتصادي او زیربنایي تاسیسات به یې تر پاکستان سل واره پیاوړي وي.

اوه ملیارده ډالر زموږ د افغانستان د جوړولو لپاره یو بشپړ مبلغ وو، چې د کوکچې او کجکي د برېښنایي تاسیساتو، د کابل ـ کندهار د لویې لارې، د کابل ـ تورخم د عمومي لارې او بالاخره د خوراکي موادو د زیات تولید او د ښوونې او روزنې په برخه کې د یو لړ عاجلو او شفافو اقداماتو لپاره یې بشپړه مالي اډانه رامېنځ ته کوله.

خو اوس امریکایان وایي، چې موږ سل ملیارده ډالر لګولي دي، لا هم زموږ د انرژۍ سکتور په سلو کې اتیا پر بهرنیو منابعو ولاړ دی. سړکونه هماغسې کنډو کپر دي، خو سل ملیارده ډالر د مافیایي ډرامې د کومیډي لوبغاړو په کڅوړو کې پراته دي.

هغه کوڅه ډبي جنایي بدماشان چې د تکزاس او کالفورنیا په کوڅو کې یې د لسو ډالرو په غلا پسې شپې روڼولې نن په افغانستان کې د اقتصادي کارپوهانو په توګه د میاشتې تر پنځوسو زرو ډالرو زیات معاش اخلي. هغه پروژه چې په یو لک باندې تمویلېږي او بشپړېږي امریکایان یې په یو میلیون ډالرو باندې حسابوي. دا ټول د زور او تزویر حسابونه دي.

افغان ملت احسان پېژندونکی ملت دی، موږ د امریکا د مالیه ورکوونکو یو یو ډالر د هغوی د ستر انساني ترحم او همدردۍ ژوندۍ نمونه بولو، خو امریکایي مافیا دې له خوټو سره کونه په زور او تزویر سره نه راباندې حسابوي.

له محور ورځپاڼې په منننې.

6 COMMENTS

  1. یاره قانع صاحب په قلم دی برکت شه ډیر ښه مثال دی ورکړی وواوبل داچۍ ستا لیکنی هم مفهومی اوهم مزاحیه بڼه لری ددی دښځی اومیړه ترمینځ دطاق اوجفت مقابله موډیره خوښه شوه.ساسو دنورورلکنوپه هیله

  2. هههههههههههههههههههههههههههههههههههههه یاره قانع صاحب همدا داګا لوبه ده چه له حاجیاڼۍ سره کړیده

  3. هاهاها قانع صیب دا څه په ولسي او ساده کلیوال مثال کې دې امریکا را ګیره کړه ډيره قوی لیکنه ده ډيره مې خوښه شوه قلم دی همداسی تاند او هڅاند اوسه

  4. یره قانع صاحب ډېر یو ښکلی تصویر دې ورکړی دی. ریښتیا هم همداسې ده. زما ستا لیکنې ډېر خوښیږي، هغه ځکه چې په یوه ښکلي او خنده لرونکې انداز یې لیکې. او زه داسې فکر کوم چې صادق سړی صافی خبرې کوي او یوه مسلمان ته یې بد نه رسیږي، خو هغه سړی مې ډېر به ایشې چې ځان ملا وایې او بیا په جلال اباد، شاجوی او میوند د ماشومانو نه غاړې پرې کوي او له قران سره یې وژنې.

  5. سلامونه درنو هيوادوالو! قانع صاحب دا د شب قدر شپه گوره او دا له خندا او مفهومه دكه ليكنه . د نورو ليكنو په هيله د او ژوندي د يي راته…….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب