شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبژبه او لیکدودډیپلوماټیک او ډيپلوماټیکي/ غزانور غزا

ډیپلوماټیک او ډيپلوماټیکي/ غزانور غزا

له تېر ژمي راهیسې دا دویم کتاب دی چې په نوم کې یې هم (ټیپلوماټيکي) کلیمه راځي. له دې مخکې یو کتاب په جلال اباد کې چاپ و، نوم یې (ډیپلوماټیکي او حقوقي لارښود) دی، اوس هم په کندهار یا هلمند کې (ډیپلوماټکي لارښود) په نوم کتاب چاپ شوی دی.

کتابونه لیکل، یا ژباړل ښه کار دی، خو کره والی یې لا ښه دی. که له کوم لیکوال او ادیب سره د دې دوو کتابونو په نوم مشوره شوې وی، یا هم د سمون لپاره ور کړل شوي وی، هرو مرو یې ډیپلوماټيکي په ډیپلوماټیک بدلاوه.

ډیپلوماټ نوم دی، ډيپلوماټیک ستاینوم دی او له ډیپلوماټیک د ډیپلوماټیکي جوړول داسې تېروتنه ده؛ لکه پښتو کې پوهنیز په پوهنیزي واړول شي، ځکه پوهنه نوم دی، په یز روستاړي پوهنیز ستاینوم ترې جوړیږي، پوهنیزي کول یې له روستاړي سره بل روستاړی زیاتول او تېروتل دي.

د ډیپلومات او ډيپلوماټیک په څېر په پښتو کې نورې ډېرې کلیمې شته چې یوناني یا لاتیني رېښه لري، له انګریزي یا فرانسوي پښتو ته راغلې دي. له دغو نومونو جوړ ستاینوم د لاتیني او یوناني ژبو د روستاړي په ځای له انګریزي ایک روستاړي جوړ دی؛ لکه ستراتیژیک، ژورنالېستیک، ریالېستیک او…. چې له ستراتیژي، ژورنالېست او ریالېست جوړ دي، که له انګریزي دود روستاړي (ایک) وروسته څرکنده (ي) ور زیاتیږي، تېروتنه ده.

انګریزانو او فرانسویانو له لاتیني یا یوناني ژبو دغه نومونه خپل کړي دي او د ستاینوم جوړولو په مهال یې د لاتیني(ICUS) یا یوناني(IKOS) روستاړی غورځولی دی. انګرېزانو خپل روستاړی ایک(IC) او فرانسویانو(IQUE) ور زیات کړی او ستاینوم یې ترې جوړ کړی دی.

غوره به دا وي، چې دې ته ورته کوم نومونه له انګریزي یا فرانسوي اخیستل شوي که مناسب راځي د انګریزي ایک په ځای په څرګنده ی (ي) ستاینوم ترې جوړ کړو، لکه ژورنالېست دی د ژورنالېستیک په ځای ژورنالېستي ووایو، ریالېست دی، د ریالېستیک په ځای ریالېستي ووایو، ډیپلوماټ دی، د ډیپلوماټیک په ځای ډيپلوماټي ووایو، خو دا تېروتنه او ژبه پړسول دي چې له انګریزي ایک روستاړي وروسته څرګنده (ي) زیاته شي. ځینې بېلګې یې دا دي.

نوم               ستاینوم                 ناسم

ستراتیژي       ستراتیژیک          ستراتيژيکي

ژورنالېست      ژورنالېستیک         ژورنالیستیکي

ریالېست         ریالېستیک             ریالېستیکي

اکیډمي           اکیډمیک                اکیډمیکي

کلاسیک         کلاسیک                   کلاسیکي

تیوري           تیوریک                   تیوریکي

ایکالوجي        ایکالوجیک              ایکالوجیکي

بیالوجي          بیالوجیک                 بیالوجیکي

ځینې نورې کلیمې دي چې انګرایزانو د ایک(IC) په ځای په ټیک(TIC) روستاړي پر ستاینوم بدلې کړې دي. رومن په رومانټیک، ډرامه په ډراماټیک، لوجیک په لوجسټیک بدل شوي دي. په پښتو کې له دغو نومونو وروسته د ټیک په ځای یوه څرګنده یا دوه څرګندې یې(ي) ستاینوم جوړولی شي، لکه رومن په روماني او ډرامه په (ډرامه يي) بدلولی شو، خو له انګریزی ټیک وروسته (ي) ور زیاتول تېروتنه ده؛ لکه

نوم               ستاینوم                 ناسم

لوجیک          لوجسټیک               لوجسټیکي

رومن            رومنټیک                  رومانټیکي

ډرامه             ډراماټیک                 ډراماټیکي

د ایک او ټیک انګریزي روستاړو په ځای په څرګنده(ي) له دغو کلیمو ستاینوم جوړول به هم اسان وي، د تېروتنې مخنیوی به شوی وي او د دوو ژبو پورړوي به هم نه یو.

1 COMMENT

  1. مګر د ډیپلومات او ډیپلوماتیک پر ځای که دیپلومات او دیپلوماتیک ولیکل شی ښه به وی . ځکه چی د نړۍ په ډیرو ژبو کی د « د » حرف یا آواز استعمالیږی . بل دا چی ضرور نه ده هرڅه له انګلیسی کاپی شی او تلفظ یی نور هم غلیظ کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب