شنبه, اپریل 20, 2024
Homeفلسفهکارل مارکس/ ژباړن: احمد ولید وردګ

کارل مارکس/ ژباړن: احمد ولید وردګ

لیکوال: دوکتور کمال پولادي –

کارل مارکس د ټولنیزو علومو په حوزه( اقتصاد، سیاست او ټولنپوهنه) کې تر ټولو ستر مفکر و، د جرمني په رینلند ښار کې چې هغه مهال د پروس د دولت اړوند و زیږیدلی، پلار او مور یې یهود الاصله مسیحیان وو، مارکس په بن او برلین پوهنتونونو کې زده کړې کړي، د دوکتورا تیزس یې په کلاسیکه فلسفه کې لیکلی. د محصلی په وخت کې یې سیاسي فعالیتونه پیل او د سیاست ډګر ته دننه شو، د ژوند تر وروستیو ورځو پورې علمي او انقلابی تعهد ته متعهد پاتي شوی و. په پوهنتون کې د ځوانو هګلیانو په ډله کې و.

په ۱۸۴۳ کال کې یې په ورځپاڼه کې کار پیل کړ، چې وروسته یې بیا د ورځپانې مسؤلیت په غاړه واخیست. په ۱۸۴۴ کال کې په انقلابی کارونو کې د لاس درلودلو په تور پاریس ته په تیښته مجبور شو. په پاریس کې د انقلابی او رادیکال ځوان فردریک انګلس سره آشنا شو چې دې دوستۍ د مارکس د عمر تر پایه پورې دوام وموند.

مارکس او انګلس چې سوسیالسم ته متمایل کسان و، په ۱۸۴۷ کې یې یوه رساله( د کمونست بیانیه) خپره کړه. په ۱۸۴۸ کې په اروپا کې د انقلابونو لړۍ پیل شوه. مارکس د انقلاب په لړ کې بیرته آلمان ته وګرځید، خو د انقلاب وروسته له آلمان څخه تبعید شو او خپل پاتې عمر یې به لندن کې تیر کړ.

احمد ولید وردګ
احمد ولید وردګ

مارکس په لندن د دې ترڅنګ چې په انقلابي فعالیتونو کې یې ونډه اخیستله، خپل ډېر وخت به یې د خپل کتاب(پانګه) په لیکلو او تحقیق کې تیرولو دغه کتاب یې په دریو ټوکونو کې و. د مارکس په وخت کې یوازې لومړۍ ټوک یې خپور شو دوه پاتې جلدونه یې د ملګري( انګلیس) لخوا خپاره شول. مارکس په انګلستان کې له ډېرو ستونزو سره ژوند وکړ، ان تر دې چې خپل څلور زامن یې له ډېرې بې وسۍ له لاسه ورکړل. ورځپاڼو ته د مقالو په لیکلو او د انګلیس په لږ مقدار مرستو یې امرار معاش کولو. کله چې انګلس مرستې ورسره ډېرې کړي، نو مارکس خپل ټول وخت څېړنو او لیکلو ته وقف کړ. خو بیا هم پانګه کتاب یې بشپړ نشو او دی ونه توانید چې خپلې نظريې راټولې او په تفصیل بحث پرې وکړي.

د مارکس آثار په لاندې ډول دي:

  • اقتصادي او سیاسي لیکنه ۱۸۴۴
  • د آلمان ايډیولوژي ۱۹۴۶
  • د کمونست بیانیه( لیکوالان مارکس او انګلس) ۱۸۴۷
  • د سیاسي اقتصاد د نقد اساسات ۱۸۵۴
  • په فرانسه کې طبقاتی جګړه ۱۸۴۸
  • پانګه او دې ته ورته نور.

د مارکس له دې لیکنو څخه اوس هم ډېر مفاهم او موضوعات د ټولنیزو علومو لپاره دبحث موضوعات دي او په شدت مباحث پرې روان دي. مارکس او انګلس نږدې فکري او ادبي اړیکه درلودله او ټول هغه آثار چې مارکس ته منسوب دي د انګلس فکر او کار هم پکې د یادولو او تمجید وړ دی. اما خپله انګلس(۱۸۹۵-۱۸۲۰) هم په دې اعتراف کړی و چې د ده او د مارکس په ګډو لیکنو کې فکري تراوش یوازې د مارکس و.

پاتې…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب