جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبټولنه له ادبي زاویې | لیکوال: شبیراحمد سلیمي

ټولنه له ادبي زاویې | لیکوال: شبیراحمد سلیمي

که موږ ټولنو ته له ادبي زاویو وګورو، نو په اذهانو کې ډېر کم ادبیاتي افکار خپاره شوي دي. دا چاره اختیاري نه ده، بلکې د دې تر شا د یوې افراطي نظریې لاس دی. په انساني افکارو کې نن سبا او په ځانګړې توګه زموږ په ټولنه کې سرمایه داری نظام د خلکو په اذهانو دومره ژور اغېز کړی دی، چې د دې اغېز حد هم موږ نه شو لګولی. دا چاره چې څنګه اذهانو ته د ننه شوې ده همداسې یې پر ورځني ژوند هم اغېز کړئ دی. که په مجلس کې د چا تر مخ د ادبیاتو نوم واخلې، په داسې عادي نظر درته ګوري او دا فکر کوي هسې بېکاره پاتې دی، چې ادبیاتو زموږ په بحث کې شاملوي. ځکه دا مسلک د اقتصادي لحاظه زموږ په ټولنه کې یو ډېر خوار شوی نوم دی. ځکه دا مسلک په ټولنه کې اقتصادي ثبات نه تضمینږي. چې دې چارې په ټولنه کې د افکارو او نظرو په لحاظ ډېرې خلاوې رامنځته کړې دي.

زه غواړم له یوې بلې زوایې هغو ټولنو ته نظر وکړم، چې ادبیات پکې خوار شوي او خوار شوی مسلک بلل کېږي. هر څوک په دې لټه کې دي، چې پیسې پیدا کړي او دا چې موږ په یوه وران او ناروغیو اخته هېواد کې ژوند کوو نو دلته د طب او انجینرۍ کش ډېر دی او مسلکونه هغه دي، چې خلک په اقتصادي لحاظ ثبات ته رسوي.

ولې موږ له ژوند څخه ډېر آه او فغان کوو؟ ولې تل له ژونده ستړي یو؟ ولې په کورني ژوند او اصولو نه پوهېږو؟ ولې له ژونده خوند نه اخلو؟ ځینې نور داسې اړوند مسایل شته؛ چې موږ پکې ډېر کم راغلي یوو د دې وجه دا ده، چې دلته پر هغو شیانو ډېر تمرکز نه کېږي، هلته چې ښه ژوند ته مستقیمې او غیر مستقیمې لارې تللې دي.

ادبیات موږ د خوند لپاره لولو، ژوند پر خوند ولاړ دی. که ژوند کې خوند، تفریح او هغه څه چې موږ خوشاله ساتي نه وي نو بیا هله ژوند هسې یو عبث دوران دی. ادبیات د ژوند واقعیتونه په ادبي ژبه بیانوي، چې دا چاره د دې لاره هواروي چې ژوند وپېژندل شي او له ژوند سره خلک پخلا شي. په کومو ټولنو کې چې ناخوالې وي، بیا نو طبیعي ده؛ چې ادبیات یې له ورځینو چارو مالمال وي نو کله چې دا ناخوالې او ستونزې د خلکو اذهانو ته د ادبیاتو په واسطه انتقال شي  مانا د ټولنې موجوده ادبیات ولوستل شي، نو په ژوند د فکر کولو چارې ته لاره هواره شي. هر څوک چې په ژوند فکر وکړي ژوند وپېژني او په انساني کشمکشونو پوه شي نو بیا له هغه کشمکشونو څخه د وتلو په لټه کې شي او تولنه په عمومي لحاظ داسې یو ذهنیت خپل کړي، چې باید له موجوده کړکېچ څخه ځان بهر کړي.

تر هغه چې د ژوند په کشمکشونو بحث نه وی شوی، تر هغه وخته پورې ژوند هسې یوه معما وي ستونزې او هغه که هر څه وي یوه معما وي خو کله چې پرې بحث کېږي او مهمېږي نو بیا ورته حل لارې لټول کېږي او پرې بحث کېږي.

نو تر هغه وخته چې په ادبیاتي لحاظ باندې ټولنې وده ونه کړي او لیکلی او متن شوی ژوند ونه لوستل شي، نو ټولنې او خلک یې په کشمکشونو کې ورک وي. د دې فرصت نه برابرېږي چې غور او فکر وشي. تر هغه وخته چې زموږ لیکل شوي ژوند ته ارزښت ور نه کړل شي، نو د ټولنې افکاري بحران به دوام ولري. مسلکونو ته د سرمایه داری د نظریې پر اساس کتل نه دي پکار، بلکې باید له ارزښتي لحاظه دې چارې ته وکتل شي او ارزښت ورکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب