چې غوټې پسې وهې په لاس به در شي
چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته
دویمه برخه
پر کوټه ننوت او سمدستي یې پر حاکم پاڼه لاسلیک کړه. ده چې څنګه پاڼه تر ګوتو کړه، نو له دغه ځایه یې په منډه منډه ځان کابل ته ورساوه، دوه شپې یې د واکسین د کورس لپاره په جومات کې وکړې، هله هله بس خو په چابکو پښو یې ځان د واکسین کورس ته ورساوه، د موچۍ دم یې واخست، ویل یې اوس نو پر دې لړمان نیسم، په تن خوارونجوکي او له پښو چابک خان محمد د کورس زده کړې ته لېڅې را بډ وهلې، په دا وخت کې د پرنګۍ ژبې یو فرهنګ هم په ګوتو ورغی، د فرهنګ لغاتونه به یې لکه صرف ومیر ګردانول، له ځانه سره بنګېده، په کمکي عمر یې منډې ترړې او سفرونه شروع کړه، له ورځو نه یوه ورځ وه چې خدای پاک پرې څه بهرنۍ واکسیناتورانې انجونې پېښې کړې ، ده ورسره دوه درې ټکي انګرېزي وویله، هغوی چې د هلک پوهې او چابک چابک تګ ته وکتل، نو ایسته یې له ځانه سره ملګری کړ، ور ته یې وویل:
ـ غواړې چې امریکا ته لاړ شې؟
ـ د څه لپاره؟
ـ زده کړې ته!
خان محمد وغوړېده، په زړه کې یې وویل: خان محمده بچیه لکه چې باز دې پر اوږه کېناست، د رحمان بابا شعر یې شونډې ونڅولې:
چې غوټې پسې وهې په لاس به در شي
چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته
لکه چې ګوهر په لاس درغله، سر ښوونکیه، حاکمه او ویانده زړونه مو وچوه، داسې شر پېښ شو چې زما پکې خیر و، خانه مو له غنمو ډکه شه، انجونو پرې غږ وکړ:
ـ څنګه چرت وهې.
ده پر سترګو لاس راښکلې چې خوب خو به نه ګورم؟ ګوري چې هغوی یې مخې ته ولاړې دي، نو یو دم یې ور ته وویل:
ـ ولې نه!
دا وخت حکومت بهر ته زیاتره د خانانو او لوړپوړو چارواکیو بچي لېږل، د اربانو د سپېره کلي خان محمد ګوره او بهر تګ، بس د خدای ورکړه وه.
هغه وخت د امریکا له سفیر سره کتل ګرانه نه، ناشونې خبره وه، خو چې د خان محمد په اوبو کې بله شوه، نو تقدیر ګورې: دې انجونو په ډېرې خوارۍ او د اربانو خوارونجوکي سپېره مېره مخ خان محمد په دعاګانو یې په کابل کې د امریکا د سفیر دوتر ته لاره برابره کړه، هغه ته یې د هلک استعداد بیان کړ، سفیر دا کار د حکومت چاره وبلله، ځان یې اخوا دېخوا تېر راتېر کړ، خو انجونو پخپل کتاب لوړه کړې وه چې خامخا به خان محمد د امریکا د زده کړو چرګۍ ته رسوي، نو سفیر یې تر بیا بیا کتلو او فشاره وروسته دې ته جوړ کړ چې د افغانستان حکومت ور ته سورخولی او وچې شونډې خان محمد د زده کړې لپاره معرفي کړي. د خان محمد په تن کې د پوښتیو شمېر له ورایه کېده، شونډو یې پاړونه نیولي وو چې د امریکا د تګ غږ پرې وشو، تر کلي یې غږ ورسېد چې د اربانو د خان محمد بله شوه، پساپوټ (پاسپورټ) یې په یوه ورځ کې واخست او امریکا پرې خپله وېزه ولګوله، له خان محمد سره خبرې چېرته کېدلې، له ځمکې دوه ګزه لوړ الوت، د سر ښوونکي، حاکم او ویاند له زړه یو الله خبر و، وروځې یې مړاوې شوې، هسې نه چې له دې هلکه لویه بلا جوړه شي او پر مونږ د روزۍ ور وتړي. دوی په دې اندېښنه کې وو او خان محمد د ماڼیو پوړۍ شمارلې. ورځ راغله چې خان محمد په کلیواله جامه کې لوڅ سر او په چابکو پښو تر امریکا ورسېده، دادک یې د هلک زده کړو ته من من غوښه اخسته. په امریکا کې نور هم وځلېد، په پرنګۍ ژبه یې له خلکو سره ټوکې کولې، خان محمد تر زده کړو وروسته بېرته وطن ته شو او د شپې په لېسه کې یې پاتې زده کړې پای ته ورسولې، د زده کړو تر څنګه یې ښوونه او روزنه هم کوله، موټی یې له پیسو ډک شو، د ورغوي غوړ یې تر کلي ورسېدل.
ته دا ګوره! خدای یې چې سړي ته ورکوي، داسې وخت راغی چې خان محمد د امریکا په سفارت کې سلاکار شو، تازه یې ډالر شمېرلي وو چې د وطن په هوا کې سرې جندې ورپېدې، دا ځل خان محمد له نورو ګڼو ستونزو سره مخ شو، پر ده د چا ډالر نه لورېده، د دادک هم ور ته چرت ګډ وډ و. د سرو جنډو درېم کال و چې رپا یې خان محمد د تورو تمبو تر شا وغورځاوه، پوره یوه میاشت پرې د جېلوان شنې لښتې د راڼه اسمان ستوري وشمېرل او نوی جامې یې پرې وشکولې، خو دی ور ته له خپله خویه وا نه وښت، توره کوټه او شنې لښتې پرې ستړې شوې، هغوی هم ترې مخ واړاوه او دی په توره تمبه را ووت، میاشت لا تېره نه وه چې بیا یې تر پلونو لاندې ځمکه سره شوه، څپلۍ یې په پښو کړې، پغمان ته لاړ، هلته ور ته قوماندان عبدالحق لاس ور کړ، دی یې د کابل ختیزې او سهیلي څنډې ته ولېږه، ده هلته په سمڅو کې ځانته د وتلو لاره لیده چې یوه ورځ یې د رڼا سترګه پیدا کړه، له هغه ځایه په ډېر کړاو پر تورو غرونو واوښت او تر اوږدو مزلونو وروسته یې ځان اسلام آباد ته ورساوه. کال نیم هلته د مهاجرینو په دوتر کې پاتې شو، خولې یې لا وچې شوې نه وې چې د ژوند اوبه دانه یې په امریکا کې زرغونه شوه، په منډه منډه یې ځان تر امریکا را ورساوه، دا نو کال ۱۹۸۲شاوخوا و، دلته د امریکا غږ په دوتر ننوت، څو لسیزې یې دا لاره ګودره ستړې کړه، خولې یې تویې کړې، د وطن له خلکو سره یې د هغوی په ژبه خبرې وکړې، د غازي محمد جان خان ژبه یې پرېنښوده، د هغه په لیکه روان شو، له سعدالدین شپون، حبیب الله تږي، فضل نور، پاچایانو، فهیم، ضامن مومند او نورو لویو لویو ګرګو سره یې پر یوه دسترخان پلتۍ ووهله، له چا نه یې خوګیاڼواله، له چانه یې یوسفزۍ ، له چا نه یې ننګرهارۍ او له چا نه یې کونړۍ او… ژبه اورېده، خپله د غازي بابا په ژبه غږېده، له هرې بلا خبر و او په هره خوا پوه و، تر کور ناستي یې د خپل غازي بابا او دادک ژبه په راډیو کې ویله.
اوس د وردګو خړو پړو کلیو د خدای نظر خان د برجورې کلا هغه غریب او بې وسه ماشوم خان محمد د ژوند په غېږ کې د ارام پر بستر پروت دی او د خپل تېر ژوند انځورونه غږوي، یو یو انځور را اخلي او وايي:
ـ د خپلې کلا هغه دنګ دنګ برجونه په ټولې امریکا نه ورکوم.
اوس هغه کنګل تاند صورت د اوبو په تپونو کې د خپلو عمر خوړليو کنګلو هډونو ستوماني مینځي او د تېر ژوند کیسې کوي.
دغه په بخت بیدار او د استاد زیار په منظومه ژبه په زیار لوی شوی ماشوم په ناز ناز زړېږي. زه او ګران ملګری حفیظ الله غښتلی یې پوښتنې ته ورغلو، د ویرجینیا په یوه شتمنه سیمه کې د ژوند خواږه څښي، د باغونو شور ته یو پښه پر بله اړولی ناست دی، موږ یې چې ولیدو نو د مخ په کاسه کې یې خوار وښکي وکړپول او د پوښتیو په کړپارو کې یې سمدستي په غېږ کې ونیو، لکه ترې ورک سره زر یې چې موندلي وي، را ته وغوړېده او د زړه ور یې پرانست:
ـ وا سترګې مې روښانه، پخیر راغلئ، دا مو څومره ستر کار وکا چې زما جونګړې ته راغلئ.
دده لویه جونګړه په یوه پراخه سمسوره غېږه کې آباده ده، دا وخت یې یوه پښه په بله اړولې او د ژوند له رنګینیو خوند اخلي، ځانته را ووت:
ـ عجب وخت کې راغلئ، ملکه (مېرمن) نشته چې ستاسې قدر وکړي، نو درځئ موټر ته.
په خپل موټر کې یې کېنولو او د لویو شمتنو پر ځمکه او کورونو یې وګرځولو، د همدغو شتمنو د یوې خاموشې او رنګینې فضا په غېږه کې یې یوه رستورانت ته ننه ایستو. هلته یې را باندې کبان وخوړل، بیا یې د چایو لپاره بېرته خپل کاله ته راوستو:
ـ ډوډۍ نشم، پخولی، خو چایو کې تکړه یم!
پخواني یادونه یې تازه کړه، د تللیو اشنایانو خاطرې یې را ته یادې کړې، موږ ته یې ویل:
ـ زه ستاسې څه خدمت وکړم.
زما او د غښتلي د خدمت غوښتنه ترې دا وه چې خپلې خاطرې او سرګذشت ولیکي. دی د وطن هغه پوه دی چې په ډېرو ستونزو یې سبق ووایه او ځان یې تر دې ځایه پخپلې خوارۍ را ورساوه. اوس یې ځان په کرکیلي بوخت کړی، د خپل لاس ګندنه یې چې تیاره یې را رېبلې وه، یوه یوه کوده یې ترې راکړه، په یوه ساه یې را ته ویل:
ـ ګورئ! کوټې ښې ډېرې دي. زه نه په عذابېږم، شپه وکړئ.
زما ورسره شپې ته زړه کېده، خو غښتلی سبانۍ دندې ته روان و، نو کور ته یې بیړه وه، ګنې له ده سره بلا ډېرې کیسې وې. اورېده یې غوښته.
دغه لوی په وطن او خلکو میېن انسان چې په زیار را لوی شوی او په ناز زړېږي، د وردګو د اربانو هغه خان محمد دی چې سر ښوونکي یې پاڼه تصدیق نه کړه، حاکم په څپېړه وواهه او ویاند په کال او بل کال سپاره، تقدیر یې په اوبو کې ډیوه بله کړه، اوس یوازې محمدخان نه، علمي دی، له دنیا سره په راشه درشه پوهېږي او دنیا یې له پوهې ګټه واخسته.
هغه د رحمان بابا په وینا په ګوهرو پسې یې د ژوند په لوی دریاب کې غوټې ووهلې او دا دی ډک موټی ترې را ووت.
له ده سره مې څو کاله په اشنا راډیو کې د خبرلوڅۍ دنده ترسره کړې ده، خوږ، مهربانه او لوراند انسان و، تل یې را ته نېکې لارښوونې او مشورې را کولې. کالونه وروسته مې چې دغه مهربانه انسان ولید، نو د زړه خزان وهلی باغ مې پرې تازه شو. د غازي محمد جان خان په ژبه یې را سره خبرې کولې، ته به هېڅ فکر و نه کړې چې ګواکې دی دې دوه څلویښت کاله وړاندې د چک د اربانو له کلي نه امریکا ته راغلی وي، دی اوس هم درسره لکه د چک د اربانو کلي یو پخوانی کلیوال په شډله پډله ولسي ژبه غږېږي. ده خپله ژبه ساتلې او پاللې ده. په پرنګۍ هم لکه مورنۍ ژبه روانې خبرې کوي، دا یې لوی کمال دی. دا سړی له ګڼو کمالونو برخمن دی، اوس لګیا دی په زهیر ځان شنه بوټي پالي، د ژوند راز او فلسفه د شنه بوټي او کرکیلي په وجود کې ګوري.
د داسې خلکو له ناستي او خبرو زده کړه کېږي. د دوو ساعتونو ناستې د خپل وطن پر سردرو وګرځولم.خان محمد اوس علمي، علمي عملي دی. د ژوند د دریاب له تله ډک موټی راوتی، اوس یې پر شرنګ د خپل عمر شېبې نمانځي.