تاند(جمعه د تلې ـ میزان ۲۵مه) د افغانستان کرکټ بورډ کې سرچينو رسنیو ته ویلي چې، پر پکتيکا د پاکستان پوځي رژيم په بمباریو کې د کلبونو په کچه د کرکټ اته لوبغاړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
دغه لوبغاړي د لوبو له پای وروسته د پکتیکا له مرکز ښرنې، ارګون ولسوالۍ ته ستانه شوي و او همالته پرې بمبار شوی دی.
بل لورته بیا سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د پکتیکا په ارګون او برمل ولسوالیو کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې لږ تر لږه لس کسان مړه او شااوخوا شل نور ټپیان شوي دي.
سرچینې وايي، په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي؛ خو د روغتیايي حالت په تړاو یې جزیات نه دي ورکړل شوي.
پاکستاني الوتکو له شوي اوربند نه په سرغړونې د ارګون ولسوالۍ په خاندار کلي کې د غازي په نوم د یوه قصاب پر کور او پر یوه بل کور چې خالي و بریدونه کړي دي.
پاکستاني الوتکو دغه راز د پکتکا ولایت د برمل ولسوالۍ په مرغه بازار هم برید کړی دی.
طالبانو لا تر اوسه د دغو بریدونو په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
پاکستاني پوځیانو داسې مهال دا هوايي بریدونه کړي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ همدا نن مازیګر د ۴۸ ساعته اوربند موده پای ته ورسېده او د دواړو لوریو استازي سبا د قطر په دوحه کې د دایمي اوربند او سولې په تړاو د قطر په منځګړتوب ناسته لري.