تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۵ مه) د هالنډ د «ایلیسین» شرکت د یوې داسي لویې مسافر وړونکې الوتکې د جوړولو پر طرحې کار کوي چې په برېښنا به کار کوي، د بشپړېدو په صورت کې به ۹۰ مسافر لېږدولی شي او تر ۱۰۰۰ کیلومترو پورې به الوتلی شي.
د E9X په نوم د دې الوتکې د کوچنۍ بڼې ازمیښتي الوتنې په هالنډ کې پیل شوې دي. د شرکت هدف دا دی چې د بیټرۍ په وسیله چلېدونکې داسې مسافر وړونکې الوتکه جوړه کړي چې د هوايي چلند له امله د رامنځته کېدونکو ککړوونکو ګازونو کچه کمه کړي.
د دې الوتکې په طرحه کې شپږ برېښنايي انجنونه او له ۵۰ مترو څخه اوږدې وزرې شاملې دي. د الوتکې په وزرو کې به بیټرۍ ځای پر ځای شي او د وزرو څوکې به د تاوېدو وړ وي، څو الوتکه په هوايي ډګرونو کې له اوسنیو تمځایونو سره برابره شي.
د شرکت د مسوولانو په وینا، الوتکه به په لومړي پړاو کې د ۹۰ مسافرو د لېږدولو او تر ۸۰۰ کیلومترو الوتنې وړتیا ولري، خو وروسته به یې د الوتنې واټن ۱۰۰۰ کیلومترو ته لوړ شي.
د شرکت د اټکل له مخې، د دې الوتکې په کارولو سره به د نړۍ د کابو نیمايي الوتنو له امله د ککړوونکو ګازونو خپرېدا له منځه ولاړ شي او هغه ککړتیاوې به شاوخوا ۲۰ سلنه کمې کړي چې الوتکې یې زېږوي.
تمه ده چې E9X الوتکه تر ۲۰۳۴ کال پورې د کارونې لپاره چمتو شي.
په هالنډ کې د برېښنايي الوتکو کارول په کوچنیو الوتکو کې لا له وړاندې پیل شوي دي. په دغه هېواد کې یوه روزنیزه اکاډمي پیلوټانو ته د برېښنا په وسیله د چلېدونکو الوتکو د الوتنې روزنه ورکوي.
خو د لویو برېښنايي الوتکو د جوړولو پر وړاندې د بیټرۍ وزن، د انرژۍ زېرمه کولو وړتیا او د الوتکو د چارجولو لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرول لا هم مهمې ننګونې دي.
د راپور له مخې، د E9X طرحه د هوايي چلند د ککړتیا د کمولو لپاره یوه احتمالي لاره ګڼل کېږي، خو د دې الوتکې سوداګریز فعالیت او عملي وړتیا به په راتلونکو ازموینو او پرمختګونو پورې تړلې وي.