Homeخبرونهسویډن د چټ‌جي‌پي‌ټي او کلاډ کارول محدود کړل؛ لامل یې څه دی؟

سویډن د چټ‌جي‌پي‌ټي او کلاډ کارول محدود کړل؛ لامل یې څه دی؟

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۴ مه) د سویډن حکومت د امنیتي اندېښنو له امله خپلو کارکوونکو ته د چټ‌جي‌پي‌ټي او کلاډ وېب‌پاڼو د کارولو اجازه نه ورکوي. دغه محدودیت د اکتوبر له ۲۶مې، دوشنبې څخه نافذ شوی دی.

د دې پرېکړې له مخې، د سویډن د دولتي ادارو کارکوونکي نور نه شي کولی د خپلو کاري کمپیوټرونو له لارې د اوپن‌اې‌آی چټ‌جي‌پي‌ټي او د انتروپیک کلاډ وېب‌پاڼې وکاروي. دا محدودیت د حساسو معلوماتو د پروسس او ساتنې په اړه د امنیتي اندېښنو له امله لګول شوی دی.

دا پرېکړه د روان کال په لومړیو کې د سویډن د ترانسپورت ادارې د کارکوونکو له خوا د مصنوعي ځیرکتیا د وسیلو د کارونې له ارزونې وروسته شوې ده. په دې ارزونه کې په دولتي چارو کې د دغو وسیلو د کارولو ځینې ستونزمن موارد په ګوته شوي وو.

چارواکي اندېښمن وو چې که کارکوونکي د معلوماتو د ساتنې او خوندیتوب په اړه له مشخص تړون پرته حساس معلومات دغو وسیلو ته ورکړي، ښايي دغه معلومات د مصنوعي ځیرکتیا ماډلونو ته داخل او د روزنې لپاره یې وساتل شي.

د سویډن د حکومت په دفتر کې د ډیجیټلي کولو مسوول، میکایل وټرکرانتس، ویلي چې د هغو پلاتفورمونو کارول چې د معلوماتو د ساتنې په تړونونو کې نه دي شامل، د معلوماتي ټکنالوژۍ د «سیوري» په نوم یادېږي او د هېواد د معلوماتو امنیت ته خطر پېښولی شي.

د دې محدودیتونو پر ځای د مایکروسافټ کوپایلټ د بدیل په توګه وړاندیز شوی دی. دغه وسیله د امنیتي ارزونې پړاو تېر کړی او د مایکروسافټ او د سویډن حکومت ترمنځ د معلوماتو د خوندیتوب تړون هم پرې پلی کېږي.

خو د سویډن دولتي کارکوونکي لا هم کولی شي د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره له مصنوعي ځیرکتیا ګټه واخلي. البته، دا کار به د سختو امنیتي تدابیرو تر څارنې لاندې او د محدود شمېر کارکوونکو په ګډون ترسره کېږي.

کارکوونکي به یوازې د هغه ځانګړي پلاتفورم له لارې چټ‌جي‌پي‌ټي او کلاډ ته لاسرسی ولري چې د سویډني ادارو له خوا د مصنوعي ځیرکتیا د مرستندویو وسیلو لپاره جوړ شوي دي.

د سویډن د ملي راډیو، «سویریګس راډیو» د راپور له مخې، د دغه هېواد د مالیې ادارې او د بنسټیزې پاملرنې ملي ادارې هم د چټ‌جي‌پي‌ټي او کلاډ پر کارولو محدودیتونه لګولي دي. د سویډن د اجراآتو اداره هم دا موضوع ارزوي.

چټ‌جي‌پي‌ټي او کلاډ، له ډیپ‌سیک سره یوځای، د هغو مصنوعي ځیرکتیايي وسیلو په نوملړ کې شامل شوي چې د معلوماتو د امنیت په تړاو د اندېښنو له امله د سویډن حکومت نه دي تأیید کړي.

تېره اوونۍ امریکا هم اعلان وکړ چې د چین د مصنوعي ځیرکتیايي شرکت ډیپ‌سیک ټول محصولات او خدمتونه به منع کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

وچه پاڼه| آرين تسل

وړه او شنه پاڼه غلې وه. تر څنګ یې لویې پاڼې ته وکتل او ویې ویل: — ولې خفه یې؟ غټې پاڼې ځان راټول کړ؛ داسې...