غزل
بې رڼا نه شول، هغوی چې خوروي شپې
عجيبه ده، چې تر شا ورپسي ځي شپي
لمر خو مه وژنې الله ج زموږ لپاره
تمام عمر په چړو باندې وهي شپې
چې په سترګو مې تياره شي له ډېر درده
رايادېږي دې تاريخه د ماضي شپې
ستا و مخ ته تېرې نه شوې تېرې ورځې
ستا په زلفې پورې غوټه وې ځواني شپې
خلک اوس هم خبر نه دي، خلک وايي
چې بې غمه کړلې تېرې لاروي شپې
غزل
کړېده مو ده نياز هر ځای سجده د ناز
ښه ده، چې بدلېږي خو کعبه د ناز
شکر چې له طنزه خو دې وخندل
اوس راته ښکاره شوه څه جلوه د ناز
غم د هجر زلفې يادولې او
لاس يې اړولی و په شپه د ناز
مه وژنئ په هر څه کې ساده حسن
مه کوئ يارانو جنازه د ناز
ناز دی، چې تياره او رڼا نه مني
زر لمرونه مه ګڼه حصه د ناز
ورک به لاروی په هغه لوري شو
کوم لور به چې پورته شوه ټپه د ناز
غزل
خپه نه يو که رادرومي قيامت هم
څوک مو نه اخلي د خاورو په قيمت هم
عجيبه د فکر قحط را نازل دی
چې تر پايه وړو سرونه سلامت هم
قضاوت د قاتل حال ته حيرت وړی
زه مقتول يمه او زه يم ملامت هم
د بايللي زړه له حاله خبر نه شوم
او په دې باندې مې نه شي ندامت هم
حسنه! مينه موږ معراج ته رسولې
تر اسمانه پورې رسي ستا قامت هم
هجره! هره هره ساه دې ووژلم
خو محسوس مې چېرته نه کړلو زحمت هم
بې له مينې خو برزخ دی، چې تېرېږي
حسابېږي به مو دا ژوند په نعمت هم
تمام عمر دې د هجر غضب نه وي
کله کله دې راپېښ شي څه رحمت هم
زما ژوند شه په اغزيو ته پاچا شې
شه نصيب دې د ګلونو امامت هم
ليونتوب ته به بل کوم ثبوت پيدا کړو؟!
چې خوشحاله يو د مينې په تهمت هم
جنګ به بد وي خو د مينې خوند هم نشته
لارويه نه زياتېږي ستا امت هم