شنبه, مې 18, 2024
Home+په دې ورځ ناپلیون په جلاوطنۍ کې ومړ

په دې ورځ ناپلیون په جلاوطنۍ کې ومړ

تاند- ‍203 کاله پخوا د ۱۸۲۱ ع کال د مې د میاشتې په پنځمه نېټه د فرانسې امپراتور لومړی ناپلیون په سینټ هیلن ټاپو کې مړ شو.ناپلیون د اطلس سمندر په منځ کې دې لېري پروت ټاپو ته په ۱۸۱۵ ع کال د واټرلو په جګړه کې له ماتې او د بریتانیا له لوري له واکمنۍ څخه تر لېري کېدو وروسته جلاوطنه شوی وو.

د فرانسې له پخواني امپراتور سره خپلو یوشمېر وفادارو په تبعید کې همکاري کړې وه، خو دوی ټول په دې انتظار کې ول چې بېرته فرانسې ته لاړ شي.

د ناپلیون د جسد د عدلي طب د نتیجو پر اساس، چې د ټاپو د بریتانیايي ګورنر له لوري خپاره شول، ناپلیون د معدې په سرطان مړ شوی و.

خو د امپراتور د ملګرو په وینا د ټاپو د بریتانیايي ګورنر سختیو د ناپلیون د مرګ وخت چټک کړ.

د سینټ هیلن ګورنر سرهودسون لاو  له دې وېرې چې ناپلیون به وتښتي پر هغه له هیڅ راز سختۍ او تحقیره ډډه نه کوله.

دا مسله د دې اوازې د خپرېدو سبب شوه چې بریتانویانو ناپلیون وژلی دی.

ناپلیون د تبعید په وخت خپلې خاطرې او نظرونه ملګرو ګورګو، مونتولون او کینت لاسکار ته دیکته کول .

کینت لاسکار د ناپلیون له مړینې یو کال وروسته د هغه خاطرې د (سینټ هیلن خاطرې) په نوم خپرې کړې.

په ۱۸۴۰ کال د فرانسې صدراعظم ادولف تیر د دې لپاره چې د فرانسې پاچا لويي فلیپ ته اعتبار او د خلکو ملاتړ ترلاسه شي له بریتانیا سره خبرې وکړې چې له سینټ هیلین څخه دې د ناپلیون ایرې فرانسې ته انتقال شي .بریتانیا دا غوښتنه ومنله.

فرانسې ته د ناپلیون د ایرو د راوړلو په مراسمو کې یوملیون فرانسویانو ګډون وکړ او خلکو نارې وهلې چې «ژوندی دي وي امپراتور»

د لومړي ناپلیون د وراره (لويي ناپلیون بناپارت) له واک ته رسېدو وروسته د ناپلیون د مړي ایرې په انوالید ماڼۍ کې خاورو ته وسپارل شوې.

ناپلیون د نړۍ یو تر ټولو لوی جنګي سرخېل ګڼل کېږي خو د ده د واکمنۍ ټوله موده په جګړه کې تېره شوه او بالاخره یې هغه سیمې له لاسه ورکړې چې د لسګونو زرو انسانانو د وینو په بیه یې لاندې کړې وې او د ده د دې ټولو کارنامو نتیجه دا شوه چې فرانسه بېوزله او نېستمنه شي.

خو له دې سره سره د ده سوبې یا فتوحات د فرانسې په تاریخ کې کارنامې ګڼل کېږي او فرانسویان پرې ویاړي.

1 COMMENT

  1. په پورته عکس کی ناست کس داسی ښکاری لکه د ټیک ټاک لپاره د ویډیوجوړوونکی مقتول ځوان قاتل چی وی.
    په هر حال، ناپیلیون بناپارت لوی ارمونی ؤ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب