سره له دې چې د نړۍ په مختلفو برخو کې جیوپولیټکې شخړې روانې دي او له دې شخړو سره جوخت د انرژۍ نړیوال بازار له سخت متزلزل حالت سره مخ ده. خو پر دې سربیره د چین اقتصاد د روان کال په پیل کې خپل ثابت پرمختګ موندلی دی. د چین اقتصاد د روان کال په لومړۍ ربعه کې ۵ سلنه پرمختګ موندلی چې دا کچه له ټاکلي پلان سره برابره ده. دا پرمختګ داسې وخت پېښیږي چې د نړیوال اقتصاد پوهانو ډیر اټکلونه ناسم ثابت شوي دي. د یادونې او حیرانتیا وړ ده چې دا پرمختګ د منځنی ختیځ ( ایران) د شخړې له کبله د تیلو بیې لوړې شوې او له دې سره جوخت د نړیوال بازار د اړتیاوو په رامنځته کولو کې پراختیا موندلې ده.
د چین د اقتصادي ثبات تر شا څو بنسټیز عوامل پراته دي. تر ټولو مهم یې د دغه هېواد قوي تولیدي بنسټ دی. هغه بنسټ چې په پراخه توګه د نړۍ ولسونو ته تولیدي توکي وړاندې کوي.
چین لا هم د نړۍ د صنعتي تولید یو ستر مرکز ګڼل کېږي، چې د ارزانه کاري ځواک، پرمختللو لوژستیکي شبکو او منظمې صنعتي پالیسۍ له امله یې د صادراتو وړتیا لوړه ساتلې ده. سربېره پر دې، د چین لوی کورنی بازار، چې د میلیاردونو مصرفوونکو څخه جوړ دی، اقتصاد ته دا توان ورکوي چې یوازې پر بهرنیو بازارونو متکي پاتې نه شي.
د زیربنایي پانګونو دوام هم د اقتصادي ودې یو مهم محرک دی. حکومت په پراخه کچه په ترانسپورتي شبکو، ټکنالوژۍ او ښاري پراختیا کې پانګونه کوي، چې دا کار نه یوازې د لنډمهاله اقتصادي فعالیت سبب ګرځي، بلکې د اوږدمهاله ودې بنسټ هم پیاوړی کوي. په همدې حال کې، د سوداګریزو نندارتونونو او نړیوالو اقتصادي همکاریو له لارې چین هڅه کوي خپل نړیوال حضور وساتي او بهرني پانګوال جذب کړي.
له بلې خوا، د چین اقتصادي بریاوې د چین له سیاسي جوړښت سره ژوره اړیکه لري. د چین د کمونست ګوند تر مشرتابه لاندې، د تصمیم نیونې متمرکز سیستم حکومت ته دا توان ورکوي چې اقتصادي پالیسۍ په چټک او همغږي ډول عملي کړي. دا سیاسي ثبات د اوږدمهاله پلانونو د پلي کېدو لپاره مناسب چاپېریال برابروي، کوم چې د ډېرو پرمختیايي پروژو د بریالیتوب سبب ګرځېدلی دی. دا سیاسي جوړښت د دې سبب شوی چې په نړیوال اقتصادي نظم کې چین د نورو هېوادونو په پرتله تر ټولو ډیره ونډه واخلي او د نړیوال اقتصاد د باثباته کولو په لور له نورو هېوادونو سره یو ځای کوټلی ګامونه پورته کړي.
له انتقادي نظره، که څه هم ۵ سلنه وده د ثبات نښه ده، خو دا کچه د چین د پخوانیو دوه عددي ودې په پرتله ټیټه ده. دا بدلون ښيي چې اقتصاد ورو ورو له چټکې پراختیا څخه د متوازن او دوامدار ودې پر لور روان دی. سربېره پر دې، سیاسي ثبات که څه هم د تصمیم نیونې لپاره ګټور دی، خو کله ناکله د خصوصي سکتور د نوښت او انعطاف مخه هم نیولی شي. خو دا چې دا پراختیا دومداره حالت ته داخل شوې ده نو دا د چین د اقتصادي پراختیا په برخه کې تر ټولو مثبت ګام ګڼلی شو.
په پایله کې، چین لا هم د نړیوال اقتصاد یو مهم او اغېزناک لوبغاړی پاتې دی. د هغه توان چې په داسې یوه پېچلي نړیوال چاپېریال کې نسبي ثبات وساتي، د دې هېواد د اقتصادي او سیاسي جوړښتونو انعطاف او ځواک څرګندوي. خو د اوږدمهاله بریالیتوب لپاره به اړینه وي چې چین د خپلو کورنیو فرصتونو په درک سره خپل بازار لا پراخ کړي او د نړیوالو فشارونو په وړاندې متوازن او هوښیار سیاستونه غوره کړي.
په داسې حال کې چې د چین اقتصاد د نړیوالو بېثباتیو سره سره نسبي ثبات ساتلی، دا پوښتنه لا مهمه کېږي چې دغه ثبات به په راتلونکو کلونو کې کوم فرصتونه وزېږوي او پر نړیوال اقتصادي نظام به یې اغېز څه وي. د چین اقتصادي ثبات یوازې یو داخلي پرمختګ نه دی، بلکې د نړیوال اقتصاد د بڼې د بدلون یوه مهمه نښه هم ګڼل کېږي.
له هر څه وړاندې، دغه ثبات چین ته دا فرصت ورکوي چې خپل اقتصادي جوړښت له دودیز تولید څخه پرمختللو برخو ته واړوي. د ټکنالوژۍ، شنې انرژۍ او نوښت په برخو کې پراخه پانګونه کولی شي چین د لوړ ارزښت تولیداتو په لور بوځي، چې دا به د نړیوال رقابت په ډګر کې د دې هېواد موقف نور هم پیاوړی کړي. همدارنګه، د چین لوی کورنی بازار به د منځنۍ طبقې د پراختیا له امله لا پیاوړی شي، چې دا به اقتصاد له بهرنیو شاکونو څخه تر یوه بریده خوندي کړي.
په نړیواله کچه، د چین اقتصادي ثبات د نړیوالې ودې لپاره یو مهم محرک بلل کېږي. د نړۍ دوهم لوی اقتصاد په توګه، د چین هر ډول مثبت حرکت کولی شي د سوداګرۍ، پانګونې او تولید نړیوال بهیرونه اغېزمن کړي. په ځانګړي ډول، د عرضې ځنځیرونو ثبات، چې په وروستیو کلونو کې له جدي ګډوډیو سره مخ شوي وو، د چین د دوامدار تولید له امله بېرته منظم کیدلی شي.
خو دا بهیر یوازې اقتصادي اړخ نه لري، بلکې ژور سیاسي ابعاد هم لري. د چین اقتصادي ځواک به د نړیوال سیاست په ډګر کې د دې هېواد نفوذ زیات کړي، چې دا به له امریکا سره سیالي نوره هم شدیده کړي. دا سیالي به نه یوازې په سوداګرۍ، بلکې په ټکنالوژۍ، انرژۍ او ستراتیژیکو سیمو کې به هم پراخه شي، چې د نړیوال قدرت توازن به اغېزمن کړي.
له بلې خوا، د چین اقتصادي وده به د انرژۍ او خامو موادو پر نړیوالو بازارونو هم مستقیم اغېز ولري. د دې هېواد د صنعتي فعالیتونو پراختیا به د نفت، ګاز او نورو بنسټیزو موادو تقاضا زیاته کړي، چې دا به د نړیوالو بیو په بدلون کې مهم رول ولوبوي.
سره له دې ټولو فرصتونو، دا بهیر له ننګونو خالي نه دی. د داخلي پورونو زیاتوالی، د املاکو سکتور ستونزې او نړیوال سیاسي فشارونه هغه عوامل دي چې کولی شي د دې ثبات دوام له خطر سره مخ کړي. که چین ونه شي کولای دغه ستونزې په مؤثره توګه مدیریت کړي، نو ښايي د تمې خلاف پایلې رامنځته شي.
د چین اقتصادي ثبات د فرصتونو او خطرونو یو ګډ انځور وړاندې کوي. که دا ثبات دوام ومومي او له ځیرکو اصلاحاتو سره مل وي، نو چین به وکولای شي نه یوازې خپل اقتصادي ځواک لا پیاوړی کړي، بلکې د نړیوال اقتصاد په راتلونکي مسیر کې به هم یو ټاکونکی رول ولوبوي.