تاند (دوشنبه/ د لړم/ عقرب ۱۱ مه) وروسته له دې چې د ترکیې رسنیو د خپل هیواد د استخباراتو په قول وویل چې د داعش یو مهم غړی یې د افغانستان – پاکستان په سیمه کې نیولی، د افغانستان واکمن رژیم ته یوې نژدې رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله ادعا کړې چې د داعش دا ترک غړی د پاکستان په خاوره کې نیول شوی دی.
المرصاد ویلي چې د داعش دا غړی، اوغور بهادر د روان کال په مارچ میاشت کې د پاکستان په خاوره کې نیول شوی دی. دا
د المرصاد د راپور له مخې، بهادر پېښور ته د تګ پر مهال د پاکستان د پولیسو په یوه امنیتي پوسته کې نیول شوی دی.
دې رسنۍ لیکلي چې نوموړی په ۲۰۲۴ کال کې له ترکیې څخه اسلاماباد ته تللی و او د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې د داعش د روزنیزو کمپونو له لیدو وروسته د خیبر پښتونخوا ایالت اورکزي سیمې ته لېږدول شوی و.
المرصاد زیاتوي، چې په اورکزیو کې د داعش د دوو قوماندانانو تر وژل کېدو وروسته، بهادر له یوه بل غړي سره غوښتل پېښور ته ولاړ شي، خو د پولیسو له خوا ونیول شو.
د ترکیې رسنیو د جمعې په ورځ ویلي و چې د دغه هیواد د ملي استخباراتو ادارې (میت) د افغانستان او پاکستان په سیمه کې د داعش ډلې د خراسان څانګې یو مشکوک غړی نیولی او ترکیې ته یې بېولی دی.
د ترکیې صباح ورځپاڼې د راپور له مخې، امنیتي سرچینو پر اساس ویلي و، نیول شوی کس اوغور بهادر نومېږي او د «عبدالله» مستعار نوم یې کاراوه. نوموړي د داعش د خراسان څانګې په لیکو کې فعالیت کاوه او د سیمې په څو روزنیزو مرکزونو کې یې دندې ترسره کولې.
د ترکیې د استخباراتو د معلوماتو له مخې، بهادر په ۲۰۲۴ کال کې له ترکیې څخه د افغانستان او پاکستان سیمې ته تللی او له داعش سره یوځای شوی و. هغه هلته پوځي روزنه ترلاسه کړې او بېلابېلې عملیاتي دندې یې ترسره کړې دي.
المرصاد په خپل راپور کې ادعا کړې چې په پاکستان کې د بهادر نیول کېدل د پلان شوي استخباراتي عملیاتو په توګه ښودل شوي، څو پاکستاني چارواکي ترې سیاسي ګټه پورته کړي.
دې رسنۍ همداراز ادعا کړې چې پاکستان تر دې مخکې هم د داعش یو شمېر بهرني غړي تر نیولو وروسته خپلو هېوادونو ته سپارلي او د هغوی د نیولو څرنګوالی یې د استخباراتي عملیاتو په بڼه رسنیز کړی دی.
د ترکیې د استخباراتو په وینا، دغو عملیاتو د ترکیې پر ضد د داعش د احتمالي بریدونو د پلانونو په شنډولو، د دې ډلې د غړو د جذب د شبکو په افشا کولو او د هغې د پلان شویو فعالیتونو په اړه د معلوماتو په ترلاسه کولو کې مرسته کړې ده.