جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+په دې ورځ شوروي اتحاد تر ټولو قوي اتوم بم وازمایه

په دې ورځ شوروي اتحاد تر ټولو قوي اتوم بم وازمایه

تاند- له نن څخه ۶۲ کاله پخوا د ۱۹۶۱ م کال د اکتوبر په ۳۰ مه شوروي اتحاد د نړۍ تر ټولو ستر اتوم بم وازمایه.

دا بم د هغه یوه چې د امریکا متحدو ایالتونو په ۱۹۴۵ م کال د دوهمې نړیوالې جګړې په مهال د جاپان پر هیروشیما غورځولی و، ۴ زره واري قوي و.

تر دې وروسته ګڼ نور لا لوی او قوي اتوم بمونه وازمویل شول او ملګروملتو له امریکا او شوروي اتحاد څخه پر له پسې غوښتنې کولې چې د اتومي وسلو د ازمېښتونو سیالي ودروي ځکه چې دا ډول وسلې درستې نړۍ ته خطر پېښوي.

په اوس وخت کې د نړۍ ۹ هیوادونه ۱۶۳۰۰ اتوم بمونه لري. د اتمې وسلو په برخه کې د محدودیت راوستلو له غوښتنو سره سره په دې شمیر کې کموالې نه دی راغلې. کوم هیواد اوس څومره اتومي وسلې لري؟ لاندې د هر هیواد د اتوم بمونو شمېر ته کتنه شوې:

روسیه

په ستاکهولم کې د سولې د نړیوالې څېړنیزې موسسې (سِپري) پر اساس د اتومي وسلو د شمیر په برخه کې روسیه تر ټولو مخکې ده. پخواني شوروي اتحاد د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۹ کال کې اټومي وسله ازمیښت کړې وه. روسيه په اوس وخت کې ۸۰۰۰ اتومي وسلي لري.

امریکا متحده ایالات

امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۴۵ کال کې تر خپل لومړني اټومي ازمیښت لږ وخت وروسته د جاپان پر هیروشیما او ناگاساکي ښارونو باندی اټوم بمونه وغورځول.  د سپري په اساس امریکا اوس هم ۷۳۰۰ اتوم بمونه لري.

فرانسه

فرانسه په اروپا کې تر ټولو ډیرې اتومي وسلې لري. د دغو وسلو شمیر ۳۰۰ ښودل شوې دی. فرانسې په ۱۹۶۰ کال کې د اټوم بم جوړولو ټکنالوژي ترلاسه کړی وه.

چین

د آسیا تر ټولو لوې اقتصادي قدرت او د نړۍ تر ټولو لوې د وچې پوځ درلودونکې هیواد چین د پوځ شمیر په هکله دقیق ارقام نه دي ورکړل شوي. اټکل کیږي چې چین ۲۵۰ اټوم بمونه لري. چین په ۱۹۶۴ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت ترسره کړی وو.

بریتانیا

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي بریتانیې په ۱۹۵۲ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت ترسره کړی وو. د امریکا له نږدې متحد هیواد بریتانیې سره اوس وخت ۲۲۵ اټومي وسلې موجودې دي.

پاکستان

پاکستان د ۱۰۰ او ۱۲۰ تر منځ اتومي وسلو درلودونکې دی. کله چې پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټوم بم جوړ کړ تر هغه وروسته د پاکستان او هند تر منځ کومه جگړه نه ده رامنځته شوې. مخکې تر دې د هند او پاکستان تر منځ دری جنگونه ترسره شوې دي. که څه هم پاکستان وایې چې د دوی اټومي وسلې د دفاعي مقاصدو له پاره دي، خو څارونکي ویره لري که د دغو دواړو هیوادونو تر منځ جگړه رامنځته شي، نو کیدای شي پر یوې اټومي جگړې واوړي.

هندوستان

په ۱۹۷۴ کال کې د لومړي ځل او په ۱۹۹۸ کال کې د دویم ځل له پاره د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کونکی هیواد هندوستان له ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې اوټوم بمونه لري. له چین او پاکستان سره د سرحدي پولو پر سر د شخړې سربیره هندوستان ژمنه کړی چې دغه هیواد به د اتوم بم د کارونې په برخه کې هیڅ کله هم لومړيتوب ونه کړي.

اسرائیل

له ۱۹۴۸ څخه تر۱۹۷۳ کاله پورې له عربي هیوادونو سره دری واره جنگیدلې هیواد اسرائيل ۸۰ اټومي وسلې لري. د اسرائیلو د اټومي پروگرامو په برخه کې ډیر لږ معلومات موجود دي.

شمالي کوریا

د اټکلونو له مخې شمالي کوریا لږ ترلږه ۶ اټومي بمونه لري. که څه هم شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره شخړه لري، خو د دغه هیواد اټومي پروگرامونو لویدیځ هیوادونه هم اندیښمن کړي دي. د ملگرو ملتونو له خوا د لگول شوو بندیزونو سربیره هم دغه کمونستي هیواد په ۲۰۰۶ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب