چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+نن د داستایفسکي د زوکړې ورځ ده

نن د داستایفسکي د زوکړې ورځ ده

تاند- د ۱۸۲۱ عيسوي كال د اكتوبرپه دېرشمه نېټه د نړۍ نامتو ناول ليكوال او د لنډو كيسو ليكونكى فيودور ميخائيلوويچ داستايفسكي په مسكوكې وزېږېد. داستايفسكي د خپل ټاټوبي د خلكو د اخلاقو او روحيې په انځورولو كې لوى لاس درلود او استادي يې مسلمه ده. نثر يې تر يوه حده پېچلى او له اصطلاحاتو او كنايو ډك دى.

داستايفسكي په خپلو كيسو او ناولونو كې تر لفظونو پر موضوع ډېره تكيه كړې. هغه لومړنى ليكوال بلل كېږي چې د خپلو كيسو او ناولونو د كركترونو نفسياتو ته يې جدي پام كړى دى او له دۀ وروسته د نورو په ليكنو كې هم دا شي دود شوى دى.

داستايفسكي د مسكوپه يوه ادبپاله او نيمه اشرافي كورنۍ كې سترګې وغړولې. پلار يې چې پوځي ډاكتر و، په اتلس كلنۍ كې ووژل شو ليكن مور يې د كلتورپالې كورنۍ غړې وه. داستايفسكي له كوچينوالي ناجوړغاړى ؤ.

داستايفسكي چې په پوځ كې د خپل پلار د وژل كېدوپه خاطر له پوځه بېزاره ؤ، ادبياتو ته يې پناه يووړه.

داستايفسكي په ۱۸۳۴ كې په ښوونځي كې داخل شو او د مور او پلار له مړينې وروسته له مسكو څخه پترزبورګ ته ولېږدېدۀ. د سن پترزبورګ د پوځي انجنيرۍ په انستيتيوت كې يې د زده كړو له پاى ته رسولو وروسته ادبياتو ته جدي پام واړاوۀ. په ۱۸۴۶ كې يې خپل لومړنى كتاب چې (ځورېدلي) نومېدۀ چاپ كړ. دا كتاب خلكو او كره كتونكو ډېر خوښ كړ. داستايفسكي په خپل ژوند كې تل له تنګ لاسۍ په تكليف و، تل به پوروړى و، يوازې د ژوند په وروستيو كلونو كې يې اقتصادي وضعيت يو څه ښه شو. داستايفسكي د ۱۸۴۰ لسيزې په وروستيو كې سخت سياسي شو او د پتراشفسكي په ډله كې شامل شو. د دې ډلې له غړيتوبه وروسته يې د هغې په سياسي بحثونو كې چې د سوسياليزم او انقلاب په اړه كېدل، ګډون وكړ. خو د پتراشفسكي د ډلې له نورو غړيو سره ونيول شو او په پوځي محكمه كې په اعدام محكوم شو. د هغه د اعدام پرېكړه چې د تزار، لومړي نيكولاى له لورې شوې وه، په شاقه حبس بدله شوه او داستايفسكي په ۱۸۵۰ كې په داسې حال كې چې زنځير او زولانه ؤ، سايبريا ته تبعيدشو. په سايبرياكې د څلورو كلونو له تېرولو وروسته بېرته پيترزبورګ ته ستون شو. وادۀ يې وكړ خو په هغه كې هم ښاد نه شو. ښځه يې كونډه وه او يو زوى يې لارۀ. له دغو سختيو او كړاوونو وروسته سخت مذهبي شو.له دې مودې په ورپسې آثارو كې دين ته د هغه پاملرنه له ورايه ده. داستايفسكي د ۱۸۶۵ كال په مني كې د خپل شهكار اثر (جنايت او مكافات) په ليكلو پيل وكړ، خو د دې ناول ليكل يې د يوۀ بل اثر چې جوارګر نومېږي، د كښلو په خاطرو ځنډاوۀ. جنايت او مكافات په ۱۸۶۶ كې چاپ شو. داسايفسكي په همدغو كلونوكې دوه نور ناولونه (بېړا) او (پېرياني) وليكل. پټ يادداشتونه او د مړو كور هم د داستايفسكي مشهور آثار دي. هغه څو وارې ودونه وكړل او بالاخره د ۱۸۸۱ كال د جنورۍ په اته ويشتمه نېټه د شپېتو كلونو په عمر په ابدي خوب ويده شو.

        د داستايفسكي ځينې مهم آثار دادي:

      دداستايفسكي لنډې كيسې

Jean-Paul Sartre

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب