جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبلنډه کیسهپو/ اجمل پسرلی

پو/ اجمل پسرلی

د تیزې نڅا شمال ته شمې مړې شوې، خو د ځوانانو شور هغه وخت غلی شو چې د واینو پياله د  چا له پښې سره پر دیوال ولګیده او کړنګ کړونګ یې شو.

ادم څراغونه ولګول. ټولو خلاصې خولې شاوخوا کتل. پر سپین دیوال د سرو واینو لیکه وه. ادم په لپه کې د شیشو ټوټې راغونډې کړې. یو زلمي شمو ته لایټر ونیو. بل ساکت په څپیړه وواهه او د ځوانانو نارې شوې.

خونه د بهیدلي شراب بوی په سر سره اخیستې وه. د موسیقي غږ د کوټې له دیوالونو راغبرګیده.

ادم پر غوږونو لاس کیښود. دی د شنبې په ورځ په اووه میاشتني سفر روان و. ملګرو میله ورته جوړه کړې وه.

یوې نجلۍ ادم ته لاس ونیو چې نڅا ته ورسره پاڅي دی د دیوال لور ته تیر شو، موسیقي یې ورو کړه. نڅا ودریده. چیغي شوې بیرته چا د سندرې غږ لوړ کړ.

ادم  بهر ووت. اسمان برګ و، وریځې د سپوږمې مخې ته تیریدې. سر پرې وګرځید. د ویالې غاړې ته کښیناست. اوبه ورو ورو بهیدې. په غوږو کې یې داسې بنګا وه لکه ماشي چې ورننوتي وي. راپاڅيده،

بیرته کوټې ته راغی. موسیقي غلې شوې وه. ځوانان دلته هلته خواره واره ناست وو. ده ته یې وویل:

« ستا له برکته ښه پروګرام و خوند یې وکړ»

ادم شمو ته وکتل. ځینې یې اوبه شوې وې او یو څو دانو وروستۍ سلګۍ وهلې ده ورپو کړل:

« ویده به شوو».

پراګ

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب