شنبه, نوومبر 9, 2024
Home+ځوان نعمت الله صديقي  او ”تابو“ ماتونه 

ځوان نعمت الله صديقي  او ”تابو“ ماتونه 

ليکوال: اکبر کرګر
د ځوان څيړونكي او ليكوال نعمت الله صديقي نوى چاپ شوی اثر چې «هنر نه مري» نوميږي راورسيد. ما د دې كتاب يوه لږه برخه وكتله. دا اثر د ژبې او جوړښت له مخې ډېر ښكلى ترتيب شوی دی. سره له دې چې په نويو مسايلو او نويو موضوعاتو باندې بحثونه لري، ژبه يې هيڅ ستونزه نه لري، روانه ساده او ټول پوهه ده، له بلې خوا په هغو موضوعاتونه دى گړېدلي، چې كلونه كلونه يې په پښتو ادبياتو كې كليشيي ځانگړنه درلوده، يعنې ده په نويو مسايلو خبرې كړي دي او د دې په خوا كې يې نقدونه كړي دي. له بده مرغه زموږ په فرهنگ كې د نقد په باب يو ناسم پوهاوي دا دى، چې كه په يو چا او يا د يو چا په كار نقد وشي؛ نو هغه يې د ځان كمي او سپكاوي بولي؛ خو دا ليكوال په داسې انداز مسايل مطرح كړي، چې د فارسي هغه متل پرې صدق كوي، چې نه سيخ سوى او نه كباب. مطلب دا چې روښانه افاده يې وړاندې كړې او ژبه يې هم په دې ترڅ كي ډېره مودبانه ده.
 يو بل شي ته چې مې هم پام واوښت، هغه دا چې څيړونكي صديقي يو ډول ”تابو “ ماتونه هم كړېده. دلته اړينه ده، چې لږ څه د تابو په اړوند هم څرگندونه وكړو.
فرويد د توتم او تابو په نامه يو اثر لري، چې په ١٩١٣ كې چاپ شوی دی، دا دوه گړني خاصه او ژوره انتروپولوژيكه مانا لري، چې د اوديپوس يا ادويپ د اسطوري سره هم تړاو وركوي؛ البته د دې دوه گړنو داستان اوږد دى او فرويد يې د بدوي بشري ټولني سره په تړاو كې څيړي؛ خو كله نا كله همدا يوه گړنه يعني تابو يې په فرهنگي كانتكس كې هم كارول كيږي.
اصلي خبره خو دا ده، چې په وروسته پاتې ټولنو كې ځينې نامقدس شيان په مقدساتو بدليږي او د ارزښتونو په توگه په ډېره سرسختۍ او كوټلي ډول ژوند ته دوام كوي، د بدلون او تغيير له پاره هيڅ ظرفيت نه لري. زموږ په ادبياتو او فرهنگ كې هم دا ډول شته، چې يو چا ته يا يوى ډلې او يا يو گروپ ته به دومره تبليغ كيږي، چې پر هغه نقد كول نو ”تابو“ يا حرام گڼل كيږي؛ خو اوسني نسل كې ورو ورو دا وس پيدا كيږي، چې دا ارزښتونه وننگوي او د نقد او علمي ارزونې په تله كې يې واچوي يا داسې د محك ډبره پرې ايږدي، چې مس له سرو زرو بيلوي، دا كار په ځينو كسانو چې ښه او پراخ ذهنيت لري او د سم او ناسم د منلو زغم لري، نقد او ارزونه مني؛ خو نور هغه يې چې مټكور ذهنيت لري، نقد ورته تابو بريښي؛ يعنې نقد كول حرام او ناروا بولي.
خبره د نعمت الله صديقي په يو اثر ده. صديقي ځوان ليكوال دي، چې په نورو ژبو هم لاسبري او حاكميت لري، چې گټه ترې واخلي. د صديقي د څېړنې ميتود هم كره او پر ځای دی. هغه ځاى ځاى د نورو ليكوالو او پوهانو خبرو ريفرنس هم څرگندوي او د پښتونخوا د ځينو څيړونكو په څېر نه چې په پاى كې يو لست وړاندي كړي او په متن كې د قول او نقل قول هيڅ درك يې نه وي. د څېړونكي په اثر كې د نقد په برخه کې د درې ليكوالو اياغ، فاران او ارمان په اثارو د عملي نقد شننه هم شته، زه اياغ او فاران نه پيژنم؛ خو د صديقي په وينا فاران، چې په ژبه كارولو كې گستاخ دى او د نقد په برخه كې نرمه او شننونكي ژبه نه لري.
صديقي د ارمان د ژبې د كارولو اړوند هم وايي:
”همداسې د ځينو صيغو او جملو كارول يې د نقد مزاج برعكس عمل دى؛ مثلاً د فاران په تقليد د ممتاز اوركزي په غزل د نقد دا جمله يې ولولئ:
” او د هغې خلاف ورزي به ادبي خيانت وي يا په اسانه ژبه به ووايو، چې پرتوگ جوړول به وي يا لكه د سايل صاحب په اړه ليكنه كي  چې وايي:
 ” چرته د حسن او عشق لسانيت او معنويت او چرته د تصوير لسانيت او معنويت د بل اس او خپل ټټو دې برابر كړو“
همدارنگه صديقي د سميع الدين ارمان د نقدونو هم يادونه كړې ده. دې كې شك نشته، چې ارمان زيات څه ليكلي دي او زيات نوي موضوعات يې مطرح كړي دي؛ خو داسې بريښي او څو تنو نورو هم دا تبصره ماته راورسوله، چې په ژبه يي پښتانه نه پوهيږي هغه يوه گډوله ژبه كاروي، ان تر دې، چې ما د هغه څو كتابونه له ننگرهاره راوغوښتل، ملگري راته وويل،  چې اول بايد تاسې د اردو او انگليسي ژبو ډكشنري كيږدئ او بيا يي كرښه په كرښه ولولئ او لغاتونه يې را پيدا كړی؛ البته دا د هغه ځوان تبصره وه، نه زما؛ كار او نوښت يې د ستاينې وړ دی؛ خو كاش رښتيا هم پښتو يې د پوهيدو وړ واى.
صديقي هم وايي، چې د ارمان د تنقيد او كره كتنې ژبه له دوه اړخه كمزوري ده او د نقد له عام خوږلته بې برخې ده، يو دا چې ژبه يې له نحوي پلوه په گرامري اصولو برابره نه ده او بله دا چې ژبه يې گونگه ده. صديقي په بله تبصره كې ليكي:
”د ارمان د پورته نثر د بېلگو د كتاب ”نړيوال تنقيدي معيارونه“ چې د كتاب د نامې له اهميت معلوميږي، دا مقاله يې كليدي مقاله ده. د ارمان د نقد او كره كتنې تنقيدي شعور ترې جاج كولاى شو، دا مقاله نهايتا پر مروجه فهم ولاړه ده؛ يعني د نړيوال تنقيدي نظرياتو همغسې اخيستل او تشريح كول، چې نه په كې ادبي، ټولنيز او فلسفي تمايلات بيل شوي دي او نه پكې د ادبي تيوريو منظم تسلسل په پام كې نيول شوى دى؛ مانا دا چې ارمان هم نړيوال تنقيدي نظريات همغسې په مغالطوي او مروج ډول اخلي كوم چې عام ليكونكي سره گډوډ او تشريح كوي.“ د كتاب  ١٢٢مخ
په هر صورت د نقد په دې برخه كې صديقي د اياغ د اثارو په باب هم شننه كوي. صديقي نوى كار كوي، د هغه د كار برخه يوازې نقد نه دې؛ بلكې په دې کتاب «هنر نه مري» کې د اوسني دوران په نويو مسايلو لكه معاصره ادبي تيوري، فورماليزم، مدرنيزم او پوست مدرنيزم او د مدرنيزمونو تخليقي او عملي اړخ او نورو زياتو مسايلو شننې هم په کې شويدي.
د نعمت الله صديقي كار د مشروطيت د جنبش اړوند ډېر زيات لا د ستاينې وړ دی، زه هغه ته د لا بريو هيله كوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب