سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهپه چین کې د فولکس واګون د الیکټریک موټرو خرڅلاو ۹۱% ډېر...

په چین کې د فولکس واګون د الیکټریک موټرو خرڅلاو ۹۱% ډېر شوی

تاند (شنبه، د حمل ۲۵ مه) د سږ کال په لومړیو درو میاشتو کې په اروپا کې د فولکس واګون د الیکتریک موټرو پلور کم شوی خو په چین کې خورا زیات شوی دی.

یورو نیوز د فولکس واګون کمپنۍ د راپورونو له مخې وویل چې په اروپا کې د سږ کال په لومړیو درو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې پرتله د دې کمپنۍ د الیکتریک موټرو خرڅلاو ۲۴ سلنه کم شوی او په چین کې بیا ۹۱ سلنه ډېر شوی دی.

فولکس واګون همداراز ویلي چې د موټرو تولید یې ۳۱ سلنه ډېر کړی او اوس یې ۲.۱۰ میلیونو ته رسولی دی.

د دوی په وینا د فولکس واګون ډېر رانیوونکي په چین، شمالي امریکا او جنوبي امریکا کې دي. دا شرکت وايي چې د سږ کال د جنورۍ له پیله د مارچ تر پایه د اروپا د نورو برخو خلاف په لوېدیځه اروپا کې د فولکس واګون د الیکتریک موټرو پیرودونکي د تېر کال د ورته مودې پرتله دوه برابره ډېر شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د اروپا پارلمان د سږ کال په فبرورۍ کې یو نوی قانون تصویب کړ چې پر اساس یې له ۲۰۳۵ څخه وروسته د پیترولي او ډیزلي موټرو پلورل منع کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب