سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهافغانستان ته په څه باندې ۲ کلونو کې تر ۸ زره ډېر...

افغانستان ته په څه باندې ۲ کلونو کې تر ۸ زره ډېر سیلانیان راغلي

تاند (شنبه، د حمل ۲۵مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې په تېرو دوو کلونو کې تر ۸ زره ډېر بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي او تاریخي ځایونه یې کتلي دي.

د دغه وزارت ویندوی وویل، له کله چې طالبان بیا واک ته رسیدلي دي د تېر ۱۴۰۲ کال تر پایه، ټولټال ۸۲۰۰ تنه بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي دي.

د ده په وینا، اکثره سیلانیان هرات، بلخ، کندهار، نورستان او غزني ولایتونو ته تللي دي.

توریزم د نړۍ د هیوادونو په اقتصاد کې خورا مه رول لوبوي.

د ۲۰۱۹ کال له شمېرو سره سم، د امریکا له متحدو ایالتونو وروسته هسپانیا له سیاحت څخه د کال ۹۲ میلیارد ډالره ترلاسه کړي دي.

په یاد کال کې فرانسې ۷۳ میلیارده، چین ۷۳ میلیارده او ایټالیا ۵۸ میلیارده ډالره عاید لرلی دی.

په ۲۰۱۹ کې د امریکا د متحدو ایالتونو د توریزم عاید ۲۱۴ میلیارد ډالره و.

افغانستان د اکثرو سیلانیانو لپاره نوی ځای دی. که د امنیت ترڅنګ پاک هوټلونه او سم سړکونه ولري، ښايي افغانستان هر کال د میلیونونو سیلانیانو کوربه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب