شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+په امانی دوره کي د سیمه ییزو  اورگانونو جوړښت

په امانی دوره کي د سیمه ییزو  اورگانونو جوړښت

پوهاند نصرالله ستانکزی

 په افغانستان کې د سیمه ییزو ادارو د جوړښت لومړنی  قانونی سند (نظامنامهٔ تقسیمات ملکیهٔ افغانستان) په ۱۳۰۰ لمریز کال، په امانیه دوره کې نافذ شو چې  ۲۸ قاعدې يي درلودې.

   د دغه قانون د لومړۍ قاعدې د حکم پر بنسټ؛ ملکي محلي ادارې په سر کې په ولایتونو او اعلی حکومتونو د (ولایت معادل) ویشل کیدل، د ولایت او حکومت اعلی تر متځ لوی توپیر دا ؤ چی د ولایتونو په سر کې به نایب الحکومه ؤ چې د پوځي او ملکي چارو مشري به یې په اړوند ولایت کې کوله. اما د اعلي حکومت په سر کې به حاکم اعلی ؤ؛ چې یوازې د ملکي چارو متصدي به ؤ. د دې نظامنامې د دوهمې قاعدې په اساس ولایتونه او اعلي

نصرالله ستانکزی

حکومتونه په لویو حکومتیانو (لوی ولسوالي)، او بیا لوی حکومتونه په حکومتیو (ولسوالي) او حکومتي بیا په علاقو (علاقه داریو) ویشل کیدل، او په پای کی په لاندی برخه کی کلۍ د «قریه » په نام هم منل شوی جوړښت ؤ.

    د دې نظامنامې (قانون) د مختلفو موادو سره سم د افغانستان ولایتونه او اعلي حکومتونه په لاندې ډول ویشل شوي وو:

    ۱ – د کابل ولایت؛ په دې ولایت کې دغه لوی حکومتونه په پام کې نیول شوي ؤ: د کابل حکومتي، د شمالي سمت لوی حکومتي، د غزنین لوی حکومتي او د دیزانگي لوی حکومتي. د یادونې وړ ده چې د کابل ښار چارې د کابل د حکومتي له خوا تنظمیدې.

    د کابل ولایت اړوند حکومتیانې دا وې: – د وردگو حکومتي، د لهوگرد (لوگر) حکومتي، د میدان حکومتي او د بامیانو حکومتي.

  دې ولایت ۱۹علاقه دارۍ درلودې.

   ۲ – د قندهار ولایت؛ د دې ولایت لوی حکومتیانې دا وې: د کندهار حکومتي، د پُشت رود لوی حکومتي او د ارزگان لوی حکومتي. د دې ولایت حکومتیانې بیا دا وې: گزاب اخلج  او زمین داور.

  دې ولایت  ۲۰ علاقه دارۍ درلودې.

۳ – د هرات ولایت: د دې ولایت په تشکیل کې یوازې حکومتیانې او علاقې په پام کې نیول شوې وې. د دې ولایت حکومتیانې په دې ډول وې: بالامرغاب، اوبه، تولک، چخران، غور، سبزوار،  غوریان، کشک او قلعه نو.

   دې ولایت ۱۷ علاقه دارۍ درلودې.

 ۴ – د ترکستان ولایت؛ د دې ولایت په تشکیل کې هم یوازې حکومتیانې او علاقې په پام کې نیول شوې وې. د دې ولایت حکومتیانې دا وې: شخشرک، درزاب او گرزیوان، دره صوف، عوض ایل پیکی عرب سیاه خامه، عوض ایل پیکی سرپلی، نهر دولت اباد، سنگ چهارک، نهر آقچه، اندخوی، سرپل  او تاشقرغان.

   دې ولایت ۲۳ علاقه دارۍ درلودې.

    ۵ – د قطغن او بدخشان ولایت؛ دا ولایت په دوو لویو حکومتونو ویشل شو و: قطغن او بدخشان. د قطغن حکومتیانې دا وې: خوست و فرنگ، تالقان او اندراب. او بدخشان دا حکومتۍ در لودې: چاه آب و رستاق، واخان و ‌پامیر، درواز او جرم و خاش.

  دې ولایت ۱۴ علاقه دارۍ درلوې.

   ۶ – د مشرقي سمت اعلي حکومتي؛ د دې اعلی حکومت حکومتیانې دا وې: نورستان، مهمندره، سرخرود، رود حصارک جگدلک، کونړونه (کنر ها)، لمقان (اوسنی لغمان)، رود شینواري او خوگیاني کجه.

   د مشرقي اعلي حکومتي۲۲ علاقه دارۍ درلودې.

 ۷ – د جنوبي سمت اعلي حکومتي؛  د دې اعلی حکومت په تشکیل کې دا حکومتیانې وې: چکمني (اوسنی څمکنۍ)، ارگون او گردیز.

  دې اعلی حکومتي۱۰ علاقه دارۍ درلودې.

 ۸ – د فراه اعلي حکومتي؛ د دې اعلی حکومت په تشکیل کې یوازې یوه حکومتي وه او نور یې علاقه دارۍ وې.

  دې اعلی حکومتي  ۸ علاقه دارۍ در لودې.

 ۹ – د میمنې اعلی حکومتي. دې اعلي حکومتي حکومتیانې نه درلودې او ‌په علاقو او قریو ویشل شوې وه.

   دې اعلی حکومتي۴ علاقه دارۍ در لودې.

   د ولایتونو مشري د نایب الحکومه (چی د ملکي او پوځي چارو مشر ؤ)؛ مگر د کابل ولایت لپاره یوازی والي ؤ چې ملکي چارې يې سمبالولې. د اعلي حکومتیو په سر کې به اعلي حاکم ؤ.

  تر ولایت لاندې لوی حکومتي (حکومت کلان) چې په سر کې لوی حاکم (حاکم کلان)، تر هغه ورورسته د سلسله مراتب له لحاظه د حکومتي په نامه تشکیلات ول چې په سر کې به يې حاکم ؤ، او بیا تر هغه ښکته علاقه وه چې په سر کې به یې علاقه دار ؤ. همدا شان هرې قریې به یو یا دو نفره رسمی قریه دار (د کلي مشر یا ملک) درلودل.

 د دغو بنسټونو او د هغو د چارواکو‌ صلاحیتونه د اساسي نظامنامې (اساسی قانون) او د دولت د تشکیلاتو د نظامنامې له خوا ټاکل شوي ؤ.

په امانیه دوره کې د دولت د ملکي مامورینو د مواقفو ویشنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب