Homeخبرونهطالبانو ترکمنستان کې افغان سفارت ته خپل شارژدافیر معرفي کړ

طالبانو ترکمنستان کې افغان سفارت ته خپل شارژدافیر معرفي کړ

تاند ( شنبه، د اسد ۶ مه) د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې فضل‌محمد صابر یې په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت لپاره خپل شارژدافیر معرفي کړی.

د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي لیکلي، چې د نوموړي باورلیک د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف لخوا منل شوی.

بلخي د دوی د دیپلومات په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.

طالبانو تر دې مخکې د منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو په ګډون زیاتو نورو هېوادونو ته دیپلوماتان معرفي کړي.

له دې سره د طالبانو رژیم تر اوسه د هیڅ کوم هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...