چهارشنبه, اپریل 17, 2024
Homeادبشعرلورې! ضياء الدين همت مل

لورې! ضياء الدين همت مل

لورې خیر دی صبر وکړه خدای به خیر کړي

د عرفان ډېوې به بېرته خدای رڼې کړي

زه پوهېږم چې په زړه دې څه تېریږي

خو زما د وسې کار نه دی لور جانې

چې کړم بندې دروازې د زده کړو خلاصې

دا دی واخله کتابچه، دا د قلم او دا کتاب دې

باور وکړه چې په قرضو مې راوړي

خیر دی کور کې یو څه زده کړه

زه به لوږه تېرومه

خو دا ستا د زده کړو توکي به راوړمه

لورې جار دې شم، پوهېږم

 ښه پوهېږم چې تر تا ډېر نه پوهېږم

ستا دې شپږ کلمې یادې

د ډوډۍ دعا دې یاده

د سفر دعا دې یاده

نورې نورې دعاګانې

تاته یاد دي حدیثونه

تا یاد کړي سورتونه

 په املا او انشاء پوهېږې

ما چې سر دی پورته کړی

په جګړو کې رالوی شوی

زه په هېڅ هم نه پوهېږم

لورې ما مه پوښته خیر دی

خیر دی سوال درته کومه

 دا پوښتنې رانه مه کړه

چې یې هېڅ زغملی نشم

چې له اوښکو ډکې سترګې

راته اړوي او وایي

پلاره کله مکتبونه شروع کېږي؟

دا نو چا دې بندې کړي؟

دا یې ولې بندي کړي؟

د رڼا دښمنان څوک دي؟

چې د خدای راکړی حق له موږ نه اخلي؟

دا یې ولې بندې کړي؟

پلاره کله مکتبونه شروع کېږي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب