محمد سلیم
د تېرو څه باندې څلورو لسیزو راهیسي، په افغان ولس بې رحمه جګړه روانه ده، دې ولس لا ډېر پخوا د جګړو او ناکراریو تحمل له لاسه ورکړی ؤ خو بیا هم جګړه روانه ده. د تېر کال (۲۰۲۱) تحول ته یو څه خلک په دې خوشاله وو چې نور به د جګړې لمن ټوله شي، کېدای شي چې روانه جګړه چې د اسلام په نامه روانه ده او تر شا یې پردي استخبارات دي د طالبانو د اسلامي تحریک پر وړاندې ممکن د اسلام په نامه بله ډله را پورته نه شي. او ښايي چې د ګاونډیو استخبارات نور له جګړې لاس په سر شي او خپلې ګټې د افغانستان په سوله کې ولټوي. همدارنګه دا اټکل هم ؤ، چې طالبانو نړۍ ولیده، ممکن داسې نور د افغان ولس په پټیو ملهم کېږدي او داسې کارونه وکړي، چې په خپلو کړو سره د افغان ولس زړه خپل کړي خو تېر یو کال ته په کتو داسې داسې نښې او نښانې ډېرې دي، چې دا جګړه ممکن ختمه نه شي او ژر ده چې طالبان هم په یو جنګ واوړي او بالآخره له منځه لاړ شي. ممکن د طالبانو د له منځه تلل ډېر داخلي او پټ عوامل ولري، خو ددیني ارشاداتو، تاریخي شواهدو او طبیعي قوانینو په رڼا کې لاندې عوامل له ورایه څرګندوي چې طالبانو حتما ژر تلونکي دي:
- د مشر اطاعت: طالبان د ملاعمر په څېر د ملا هیبت الله اطاعت نه کوي. د بېلګې په توګه، ملاصاحب امر وکړ چې څڼې کمې، ډېر ودونه مه کوئ او لغړزني له صفه وباسئ. خو ټول وینو چې طالبان لا څڼور دي، د طالب چارواکو ودونه په درز روان دي او صفونه خو لا څه کوي بلکې د قوماندانونو او وزیرانو ګاردان هم لغړزني او اطفال دي. حال دا چې دیني نصوص (قرآن کریم) څو ځایه صریحا فرمايي، چې د امیر په بې اطاعتۍ سره ناکامي حتمي رامنځ ته کېږي.
- ژمنه: طالبانو په تېرو شلو کلونو کې په مراتو او کراتو دا [ژمنه او وعده] کوله، چې موږ په حکومت کې ټول خلک شریکوو، د ښځو حقوق ورکوو، د تعلیم حقوق ورکوو او کار به اهل کار ته سپارو. خو چې د ریښتیا میدان راغی. میم زورما ټول د ملا شول. په دې سره طالبانو له ولس او له مسلمانانو سره وعده خلافي وکړه او وعده خلافي د منافق کار دی. نبوي ارشا دی چې ”آیة المنافق ثلاث، اِذا وعدَ اخلف” او منافق د الله له نصرت څخه هرو مرو محروم دی.
- امانت اهلو کسانو ته سپارل: طالبانو د الله امر او قرآني ارشاد (اِن الله یأمرکم أن تؤدی الأماناتِ اِلی أهلِها). په تحقیق سره الله تاسې ته امر کوي چې امانتونه خپل اهل ته وسپارئ. مګر طالبانو مسؤولیتونه اهل کسانو ته نه بلکې خپلو ملګرو ته وسپارل. آیا دا کوم منطق مني چې د روغتون مشر دې ملا وي، د برق مشر دې ملا وي. د نبي کریم ص حدیث دی چې کله مسؤولیتونه نا اهلو ته وسپارل شول، نو د قیامت انتظار کوئ. نو د طالبانو د حکومت قیامت به خامخا او ژر قایمېږي.
- مسلکيتوب: طبیعي قانون وايي چې که یو موټر داسې چا ته په لاس ورکړې چې موټروان نه وي. هغه به یې یا بېخي نه چالانوي اویا به یې کندې ته غورځوي، هم به ځان او هم به نور متضرر کوي. طالبانو همداسې وکړل. د حکومت چارې یې غیر مسلکي خلکو ته وسپارلې. دوی به په دې سره هم ځان او هم افغان ولس د غم په ټغر کښېنوي.
- طالبان او نړۍ: نړۍ اوس یو کلی او یو ټغر دی او دا هېوادونه د کورونو حیثیت دي. څوک چې په کلي کې اوسېږي نو کلیوالي به کوي، له کلیوالو سره به غاړه وړې، مګر که کلي ته یوه داسې نوې کډه راشي او په کلي کې واړوي، چې د کلي خبره نه مني، نه هم د کلیوالۍ اصول مراعاتوي، نو آیا کلیوال به داسې کډه په کلي کې پرېږدي؟ هېڅکله نه! طالبان هم همداسې دي. یا به کلیوالي کوې یا به له کلي شړل کېږې.
- له طالبانو د ولس تمه: تاسې به لیدلي وي چې په کورنیو کې ځینې نوی زلمکیان او نوجوانان بې مسؤولیته او سرشاره وي او کورنۍ یې هم تحمل کوي. وايي خیر دی. ښه به شي… لږ یا ډېر جیب خرچ هم ورکوي. خو چې کله واده ورته وکړي بیا اجازه نه ورکوي، چې بې مسؤولیته وګرځي. بیا باید د کور مسؤولیتونه ادا کړي، ګټه وټه راوړي. که داسې و نه کړي، نصیحت ورته کوي، ګواښ ورته کوي او که نه شي نو له کوره یې پسې اخلي. طالبان هم کټ مټ همداسې خلک دي. له حکومت نیولو مخکې خلکو بې مسؤولیته خلک بلل، خلکو ساتل، ګیله یې نه ترې کوله. مګر اوس ولس له دوی څخه کارغواړي، ډوډۍ ترې غواړي، هوښياری ترې غواړي، د هېواد ښه مدېریت ترې غواړي. خو متاسفانه چې طالبانو لا خپل مسؤولیت نه دی درک کړی. د خلکو ساندې، چیغې او ویرونه نه اوري. دا لا پسې وايي چې (چیشئ غواړئ!!). لکه څنګه چې بې مسؤولیته شخص له کوره شړل کېږي همداسې به طالبان د افغان ولس له کوره شړل کيږي. لوږه له پیشو زمری جوړوي. په تنګه آمدي به جنګ آمدي. ولس به له دې حالت څخه پتنګ کېږي او په جنګ کېږي به.
- د خلکو پر وړاندې د طالبانو ذهنیت: طالبان ځان فاتح ګڼي، داسې فاتح لکه سلطان محمود غزنوي چې ډیلی فتح کړی وي. طالبانو ته له طالب، ږیرور او لونګۍ واله پرته نور ټول خلک پردي (بېګانه) ښکاري، نه په حکومت کې ځای ورکوي، نه یې مشوره مني او نه هم د خپل ولس په څېر چلند ورسره کوي. که هره ملي موضوع وي، په پټه تېرېږي، [یوازې طالبان، د طالبانو کورنۍ او د طالبانو خپلوان خبر وي]، نور ولس په تپه تیاره کې ساتل شوی. ایران ته اوبه ورپرېږده، پاکستان ته زغال په کلدارو ورکړه….ظواهري په هوايي حمله کې مړ شو… د افغانستان په حریم بې پېلوټه ګرځی… هر څه د پردې تر شا روان او ولس ته سپیناوی نه ورکول کېږي. ولس په دې نه پوهېږي چې دا ولس کومې خوا ته روان دی، څه به کېږي آخر دا څلویښت میلونه نفوس حق نه لري چې په ملي مسایلو کې وپوښتل شي. خبر شي، نظر ورکړي او نظر یې ومنل شي.!!!
- طالبان او مخالفین: طالبان له خپلو مخالفینو (په ځانګړي ډول له اهل حدیثو سره) سره داسې ستوغ، سپور او بې رحمه چلند کوي لکه امریکایانو چې له دوی یا هم ددوی په تور له بېګناه خلکو سره کاوه. د امریکایانو بمباريو، وژنو، چاپو طالبان کم نه بلکې زیات کړل، په بې مسؤولیته وژنو یې ولس خفه کړ، همداسې به د طالبانو دا بې رحمه چلند، بې محکمې وژنې او حلالول د هغوی مخالفین لا ډېر کړي، کرکه او نفرت به لا ډېر شي. وینه په وینه نه مینځل کېږي، په زور کلي نه کيږي. خو طالبان همدا کار کوي. چې پایله به یې کټ مټ د تېر حکومت په څېر وي. الله فرمايي: (و اِن کنتَ فظاً غلظ القلبِ لانفضُوا مِن حَوْلِکَ) که ته سخت ژبی، سخت زړی وی نو دوی به له تا لرې شي. چې د ولس همدا حال دی. تاسې یوه سروې وکړئ چې خلک له طالبان له خلکو څومره خفه او مایوسه دي.
- طالبان پرون او نن (خلک څه وايي): هغه ورځ چې طالبانو پنجشیر سقوط کړ، زه د واده د مراسمو لپاره کلی ته تللی وم. د کلي خلکو ویل: طالبانو خو حکومت ونیو نو الله دې مرسته ورسره وکړي او الله یې دې هوښیار کړي چې سم حکومت وکړي! څو ورځې مخکې یانې د طالبانو له راتلو لس میاشتې وروسته بیا همغه کلي ته د بل واده د مراسمو لپاره لاړم. ټولو خلکو طالبانو ته ښېراوې کولي. ګیلې یې کولې او مایوسي یې څرګندوله. دا حالت همداسې نه پاتې کېږي ژر ده چې همدا خلک د تېر حکومت په څېر د طالبانو مخالفینو ته ځای هم ورکړي. مرسته ورسره وکړي او بالآخره له طالبانو ځان خلاص کړي.
- خلک څومره هیله من دي: په ۲۰۰۱ کال کې چې کله تېر حکومت راغی له نړۍ او افغانانو سره د نوي ژوند هیلې را وټوکېدي، ملیونونه کډوال را ستانه شول، پانګونې پیل شوې، له نړۍ سره پراخ راشه درشه پیل شول، تر دریو څلورو کلونو پورې نه ټک ؤ او فیر. خو له دومره جوش او هیلو سره سره د مخالفتونو او جګړو له کبله د افغانستان نظام سقوط شو. اوس چې طالبانو نوی حکومت جوړ کړی، له لویه سره د خلکو هیلې مړي دي، نه پانګونه شته، نه هم کډونوال راتلو ته زړه ښه کوي، هر مسلکي او لوستی افغان د تښتې لار لټوي، ټول خلک په تېښته دي. لا یو کال نه دی تېر شوی چې د حکومت مخالفینو د جګړې عملي جبهې پرانېستې او جګړه روانه ده. اوس چې نه ولس خوشاله دی او نه نړۍ، نو دا حکومت به څنګه دوام کوي؟ الله ج خو لا ډېر پخوا خفه ؤ.
- رسنۍ سانسورول بله هغه ستونزه ده چې د طالبانو لپاره ستر ګواښ پېښولی شي. په تېر حکومت کې رسنۍ آزادې او خلکو [لومړی لاس] معلومات ترلاسه کول. که به کوم معلومات سم نه وو، ډېرو نورو به یې سپیناوی وکړ. اوس طالبانو په راډیو ګانو، تلویزونونه او چاپي رسنیو کلک سانسور لګولی، ټولنیزې رسنۍ ګواښل کېږي، دې کار ډېرو منفي چینلونو ته لار هواره کړې. اوس خلک له غیر مستقیمو لارو معلومات ترلاسه کوي چې ډېر په کې له ځانه جوړ شوي، له خېټې جوړ شوي او ناسم معلومات هم وي. د بېلګې په توګه انفجار وشي، طالبان یې مړي ۲تنه وښيي، حقیقي ۱۰ تنه وي خو خلکو ته د غیر مستقیمو لارو د مړو شمیر ۲۰ تنو ورسېږی(راپور ورکوونکی قسم پسې وخوري چې ما خپله وشمېرل). په دې سره پر طالبانو د خلکو اعتماد ته شدیده ضربه وارېدېدونکي ده.
- دروغ ویل: دروغجن د الله دښمن دی او وعده خلافي د منافق صفت دی. له کومې ورځې چې طالبان د واک په ګډۍ ناست دي، متاسفانه سخت دروغ وايي. په دې دروغو سره هم الله سخت خفه کېږي او هم ولس. د یو حدیث شریف له مخې دروغ هغه وخت لا ډېره ګناه ده چې د مشر او زورور لخوا وویل شي. ناوې به الوتکه کې خوست ته وړل کېږي د لوګر او خوست خلک یې په سترګو ویني، خو طالب ویاند له کابله وايي: خدای او قرآن. داسې پېښه نه ده شوې. په حضوري چمن کې په کرکېټ چادونه کېږي ۱۹ تنه مړه کېږي، خلک جنازې پورته کوي. طالب ویاند وايي: نه نه، یوازې دوه تنه مړه شوي. د پنجشېر له جګړې د هلمند نوزاد، موسی کلا یا بلې ولسوالۍ ته په لسګونو وژل شوي طالبان وړل کېږي، خلک یې جنازه کوي، خو طالب ویاند قسم خوري چې هېڅ جګړه نه ده شوې. ایمن ظواهري وژل کېږي، طالب وايي شی لا نشته. بل طرف ته طالب مشران وايي: ټاپي پروژه په دوو میاشتو کې شروع کېږي، خو کال وځی درک یې نشته، د کندهار برق په راتلونکي اونۍ کې ۲۴ ساعته کېږي- میاشتې وځي درک یې نشته. د نجونو زده کړې په حمل کې شروع کېږي- کال وځي دوی طرح نه شي ورته جوړولی…
- پاکستان: طالبانو دغه نزاکت نه درک کوي چې افغان ولس له پاکستان څخه سخت نفرت لري. افغانان په دې باور، عقیده او یقین دي چې د پاکستان آی اېس آی په طالبانو نفوذ لري خو طالبان بیا هم پاکستانیانو ته سر ځړولی وی، چې دا د افغان ولس په غرور سخت ګوزار دی. افغانان ډېر د شرم احساس کوي چې مشران یې پاکستانیانو ته سر کښته نیولی وي. یا پاکستانی سفیر او یا یې چارواکي د افغانستان په استازیتوب ملاقاتونه کوي او یا ویناوې کوي. د ولس له لاسه ورکول د حکومت د لاسه ورکولو په مانا دي.
- غرور او تکبر د انسان تباهي ده. متاسفانه طالب چارواکی، چې کله په ضد زرې موټر کې سپور شي او یا چې کله د قوماندانۍ، وزارت، ریاست… په چوکۍ کېښني سخت د غرور احساس کوي حال دا چې الله ج فرمايي: (اِن اللهَ لایُحبُ منْ کانَ مُخْتالاً فَخوراً)، بېشکه چې الله کبرجن او مغرور نه خوښوي. له طالب چارواکی سره په اداره کې یوه خبره نه دوې کېږي. په سړک مو که د طالب د موټر مراعات و نه کړ ښکنځل درته کوي. چې کله په یو ځای کې (شفاخانه، هوايي میدان، د کومې ادارې دروازه کې) نوبت او کتار ولاړ وي، طالب والله که پکې و دروي. ټول خلک ورته انسانان نه ښکاري تر نوبت او کتار تېر شي او خپل کار وکړي. چې دا د خلکو لپاره سخته ځوروونکي ده. شل کاله دې د قانون لپاره جګړه وکړه او په اخر کې یې په خپله پایماله وې او قانون ته احترام نه لري…
- له ولس سره توپیري چلند. که مو لونګۍ او ږیره وه او قواره مو طالب ماډله وه نور نو که غل، سارق، فاسق او فاجر هم وي د طالب په اداره کې له پیره داره تر وزیره ستا احترام شته او دا نور خلک که هرڅو باعزته، درانه او لوړ شخصیتونه لرونکي وو بیا هم تر تا ښه نه دي. طالبانو ته د لیاقت پر ځای شناخت او قومیت مهم دی.
- له استخباراتي لوبو ناخبرتیا. طالبان پاکستان ته دومره په احترام قایل دي چې څوک به مور ته هم دومره درناوی و نه کړي. حال دا چې پاکستان یو ځل پخوا طالبان خرڅ کړل. بیا یې همدا طالبان د افغانستان د پرمختګ د مخنیوي او نظام او اردو د ړنګولو لپاره وکارول. اوس یې په پټه په خپلو طالبانو پسې را اخیستې، د داعش او یا نورو تخریباتو لپاره په همدومره پیمانه کار کوي لکه د تېر حکومت د راپروځولو لپاره یې چې د طالبانو په لاس کاوه. دا څنګه داعش دی، چې دهندونستان د سفارت د پرانېستو له اعلان سره سم په کابل کې په هندوانو انتحاري حمله کوي؟!. دا څنګه داعش دی، چې د کرکېټ په میدان کې انتحاري کوي!! دا څنګه داعش دی چې د پنچشیریانو په جومات حمله کوي؟ دا کار ددې لپاره کېږي چې د طالب پر وړاندې قومي کرکه زیاته کړي. یا نه غواړي چې افغانستان هند ته نږدې شي. په بدل کې متاسفانه طالبان د خپل ولس او خپل ملت د [خوښۍ، رضایت او ملاتړ] په قیمت پاکستانیانو ته سر کښته اچولی وي. طالبان چې هر څومره پاکستان ته ځان پاک او صادق وښيي، پاکستان به افغانستان منظم کېدو ته پرېنږدي. همدا پاکستان دی، چې د پاکستان د افغانستان خارجي سیاست کنټرولوي، د نجونو د زده کړې مخه یې نیولې، په مخابراتي سکتور کې دخیل دی، په استخباراتي دستګاه کې دخیل دي. لنډه دا چې د امارت د کنټرول لپاره یې اسټبلشمېنټ را منځ ته کړی او هرڅه دوی کنټرولوي.
- د ولس اعتماد. طالبان عقیده لري چې ولس یې تر شا ولاړ دی. خو دا پوښتنه نه کوي چې دې ولس ته دوی څه ورکړي چې تر شا یې و درېږي! امریکا لاړه پاکستان راغی. د ښار او کلي اکثره بې بندوباره او بې مسؤولیته خلک ددوی لیکو ته ورغلل. کاری فرصتونه نشته، د آبادۍ او رغونې کارونه د قوشتېپې له کانال پرته نور هر څه په ټپه ولاړ دي. څلوېښت ملیونه نفوس چې پخوا یې له نړۍ سره راشه درشه لرل ، تلل او راتلل، اوس د افغانستان په جغرافیه کې بند پاتې دي. نه یې څوک په رسمیت پېژني، نه څوک ویزه ورکوي او نه هم آزادانه چېرې تګ راتګ کولی شی. حتی پاکستان هم ویزې پرې بندې کړي دي… دا ټول د ولس اعتماد په تبر سره وهي. د ولس اعتماد د یو حکومت د ملا تیر او د بدن ساه ده، چې ولسي ملاتړ نه وي، چې ټوله نړۍ درسره وي، سقوط مو حتمي دی.
- امر بالمعروف او نهی عن المنکر. د طالبانو د معروف او منکر چارواکي ډېر غیر مسلکي چلند کوي. قصدا داسې چلند کوي چې هم نړۍ او هم افغاني ذهنیت او خاطر زخمي کړي، او طالبان د نړۍ او د افغانانو په سترګو کې منفور کړي. افغان ولس له محدودیتونو په تنګ کړي. اُدعُ اِلی سبیلِ ربکَ بالحکمة والموعظة الحسنةِ. دا آیت کریمه د دعوت ترټولو خوندوره او جامعه پالیسي په ګوته کوي خو طالبان سل په سل ددې تګلارې په ضد روان دي. دا وزارت چې هر فرمان صادروي نو د ښځو په اړه ضرور یو ترخه څه وراچوي او هغو ته ښه رسنیزه هوا هم ورکوي ترڅو طالبان د نړۍ او د خلکو په سترګو کې منفور کړي. طالبان چې د خلکو له زړو ولوېږي له حکومت څخه به هرو مرو لوېږي.
- د طالبانو داخلي اختلافات. طالبانو کې یو د حقاني شبکه او بل هم کندهاریانو یا د برادر ډله ده. دوی له خلکو خبره پټوي خو سخت اختلافات لري. په تېره د ایمن ظواهري په مړینه کې حقانیانو (چې اکثره نظامیان دی) د کندهاریانو (چې اکثره یې سیاسیون دي- د قطر ډله هم ده) ټولې سیاسي هڅې په اوبو لاهو کړې. د تاشکند په کانفرانس کې طالبانو یو څه اعتماد ترلاسه کړی ؤ خو پاکستان د حقانیانو په شعوري یا لا شعوري کار سره هرڅه صفر ته کښته کړل. د دوی د اختلاف یو مثال: په کندهار کې د اسد په ۲۸مه لویه غونډه وه. یو حقانی طالب هم ورته را نغی. حال دا چې اختلاف دیوې ډلې د له منځه تلو اصلي عامل دی. الله فرمايي: (ولاتنازعوا فتفشلوا) یعنې اختلاف مه کوئ او که نه ناکام به شئ. نو چې طالبان اختلافات لري ناکامي یې حتمي ده.
- د نړۍ دوه بلاکه او طالبان: اوس نړۍ دوه بلاکه شوې، یو د امریکا بلاک دی او بل د روسیې او چین. طالبان هېڅکله دومره مهارت نه لري، چې له دواړو بلاکونو سره لوبه وکړي. او دواړه بلاکه خوشاله وساتي. ښکاري چې په تېر یو کال کې طالبانو دا توازن ونه شو ساتلی. نو ژر ده چې ددوی وسله وال مخالفین بهرنی مالي او تسلیحاتي ملاتړ ترلاسه کړي او ددوی پر وړاندې وجنګېږي او بالآخره یې را وپرځوي. لنډه دا چې زما په غالب ګومان طالبان ډېر په چټکۍ سره د خپل سقوط په لور روان دي که دا سرعت کابو نه کړي نو ژر ده چې افغان ولس په یو بل ناورین واوړي.
We will soon see the hesecond collapse of the Taliban
الله دې په مظلوه ولس رحم وکړي ، خداى پاک دى دافغانستان دجغرافيي اوملي حاکميت نګهبان شٸ
د تالبانو او ددوۍ د کنځلمارو ملاتړو په شتون کی تالبان بل هڅ دښمن ته اړتیا نه لری او د تالبانو سقوط او له منځه تلل به هم کومه حیرانونکی خبره نه وی.
خو د تالبانو څو کاله په زورواکۍ کی پاتی کیدل به که څه هم په لنډ مهالی موده کی افغانانو ته ډیری ستونځی او بدبختۍ راوړی خو د اوږدی مودی لپاره به افغانان او افغانستان د تالبیزم د وحشت او تور جهالت د بدمرغیو څخه همیشه لپاره خلاص کړی. او د دوۍ د جعلی او ناچله پاکستانی شریعت او جدید اسلامی نظام او عمری عدالت په دروغجنو دعوو به بیا کوم افغان تیر نه باسی.
بلی خوا عام ولس په خاص ډول د تالبانو د راتګ نه روسته اه او فریاد کوی او همیشه وايی چی الله دی رحم وکړی چی ددې بدمرغیو او کړاونو خلاص شو. خو له بده مرغه د عام ولس په عمل کی داسی نښی نښانی نه ښکاری او داسی حرکت نه معلومیږی چی د خپل حالت د تغیر لپاره لاس په کار وی. او د هیچا حالت څوک نه شی بدلولی ترڅو خپل حالت تغیر نه کړی.
محمد سلیم صیب په خپلی لیکنی کی مهمو ټکو ته اشاره کړی چی ورسره موافق یو.
الله تعالی دی مونږ ته وس او توان راکړی چی د خپل حالت د بدلون لپاره لاس په کارشو او ددې وحشت او تور جهالت په نابودۍ کی عملی ګامونه پورته کړو. او د یوی داسی ټولنی بنیاد کیږدو چی د اخلاقی، انسانی او ریښتینی اسلامی ارزښتونو په بنیاد ولاړه وی او ددین او مذهب ټیکه داران او په سپینه جامه کی لیوان او شرمخان بیا ونه شی کولی په ولس داسی لوبی وکړی لکه چی همدا اوس په افغانستان کی روانی دی.