شنبه, جولای 27, 2024
Home+د فیودور داستایفسکي د ابدي سفر ۱۴۳ کاله پوره شول

د فیودور داستایفسکي د ابدي سفر ۱۴۳ کاله پوره شول

تاند-  له نن څخه ۱۴۳ کاله پخوا د ۱۸۸۱ د فبرورۍ په ۹ مه د روسیې او نړۍ نامتو لیکوال فیودور داستایفسکي د ۵۹ کلونو په عمر په پیترسبورګ کې مړ شو. د داستایفسکي تلین د پخوانۍ کالهیندارې په حساب د اکتوبر ۳۰ دی.

فيودور ميخايلوويچ داستایفسکي د ۱۸۲۱ عيسوي كال د اكتوبرپه دېرشمه نېټه په مسكو كې زېږېدلی دی.

داستايفسكي د خپل ټاټوبي د خلكو د اخلاقو او روحيې په انځورولو كې لوى لاس درلود او منلی استاد دی. نثر يې تر يوه حده پېچلى؛ له اصطلاحاتو او كنايو ډك دى.

داستايفسكي په خپلو كيسو او ناولونو كې تر لفظونو پر موضوع ډېره تكيه كړې ده. هغه لومړنى ليكوال بلل كېږي چې د خپلو كيسو او ناولونو د كركترونو نفسياتو ته يې جدي پام كړى او له دۀ وروسته د نورو په ليكنو كې هم دا شي دود شوى دى.

داستايفسكي د مسكو په يوه ادبپاله او نيمه اشرافي كورنۍ كې سترګې وغړولې. پلار يې چې پوځي ډاكتر و، په اتلس كلنۍ كې ووژل شو ليكن مور يې د ښې او كلتور پالې كورنۍ غړې وه.

داستايفسكي له كوچينوالي ناجوړغاړى ؤ.  (داستايفسكي) چې په پوځ كې د خپل پلار د وژل كېدو په خاطر له پوځه بېزاره ؤ، ادبياتو ته پناه يووړه. داستايفسكي په ۱۸۳۴ كې په ښوونځي كې داخل شو او د مور او پلار له مړينې وروسته له مسكو څخه پترزبورګ ته ولېږدېدۀ.

د سن پترزبورګ د پوځي انجنيرۍ په انستيتيوت كې يې د زده كړو له پاى ته رسولو وروسته ادبياتو ته جدي پام واړاوۀ. په ۱۸۴۶ كې يې خپل لومړنى كتاب چې (ځورېدلي) نومېدۀ چاپ كړ.

دا كتاب خلكو او كره كتونكو ډېر خوښ كړ. داستايفسكي په خپل ژوند كې تل له تنګ لاسۍ په تكليف ؤ، تل به پوروړى ؤ، يوازې د ژوندپه وروستيو كلونو كې يې اقتصادي وضعيت يو څه ښه شو. داستايفسكي د ۱۸۴۰ لسيزې په وروستيو كې سخت سياسي شو او د پتراشفسكي په ډله كې شامل شو.

د دې ډلې له غړيتوبه وروسته يې د هغې په سياسي بحثونو كې چې د سوسياليزم او انقلاب په اړه كېدل، ګډون وكړ. خو د پتراشفسكي د ډلې له نورو غړيو سره ونيول شو او په پوځي محكمه كې په اعدام محكوم شو. د هغه د اعدام پرېكړه چې د څار، لومړي نيكولاى له لورې شوې وه، په شاقه حبس بدله شوه او داستايفسكي په ۱۸۵۰ كې په داسې حال كې چې زنځير او زولانه و سايبريا ته تبعيد شو.

په سايبريا كې د څلورو كلونو له تېرولو وروسته بېرته پيترزبورګ ته ستون شو. وادۀ يې وكړ خو په هغه كې هم ښاد نه شو. ښځه يې كونډه وه او يو زوى يې لارۀ. له دغو سختيو او كړاوونو وروسته سخت مذهبي شو. له دې مودې په ورپسې آثارو كې دين ته د هغه پاملرنه له ورايه ده.

داستايفسكي د ۱۸۶۵ كال په مني كې د خپل شهكار اثر (جنايت او مكافات) په ليكلو پيل وكړ، خو د دې ناول ليكل يې د يوۀ بل اثر چې جوارګر نومېږي، د كښلو په خاطر وځنډاوۀ.

جنايت او مكافات په ۱۸۶۶ كې چاپ شو. داسايفسكي په همدغو كلونو كې دوه نور ناولونه (بېړا) او (پېرياني) وليكل. پټ يادداشتونه او د مړو كور هم د داستايفسكي مشهور آثار دي. هغه څو وارې ودونه وكړل او بالاخره د ۱۸۸۱ كال د جنورۍ په اته ويشتمه نېټه د شپېتو كلونو په عمر په ابدي خوب ويده شو.

        د داستايفسكي ځينې مهم آثار دا دي:

      د داستايفسكي لنډې كيسې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب