یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهپاکستان په افغانستان کې د داعش اړوندو ډلو پر ضد پراخ پوځي...

پاکستان په افغانستان کې د داعش اړوندو ډلو پر ضد پراخ پوځي عملیات ارزوي

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۱ مه) پاکستاني رسنۍ دراپ سایټ نیوز د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د دغه هېواد پوځ په افغانستان کې دننه د داعش له اړوندو ډلو سره د مبارزې لپاره په پراخو پوځي عملیاتو غور کوي. دا په داسي حال کې ده چې پاکستان په خپله د داعش په ملاتړ تورن دی.

د واشنګټن د ملاتړ جلبولو هڅه

د راپور له مخې، د پاکستان پوځ هیله لري چې د دې اقدام له لارې به امریکا د ترهګرۍ پر ضد د یو متحد او ستراتیژیک شریک په توګه بېرته سیمې ته راولي.

دا پلان په داسې حال کې مطرح شوی چې پاکستان له سیاسي بحران سره مخامخ دی.

د چارو کتونکي وايي، پاکستان په افغانستان کې د عملیاتو نه اقتصادي توان لري او نه د افغانستان په خاورذه کې د پښې اېښود جرات، خو بې له شکه هڅه کوي چې دا کار د امریکا په مرسته وکړي، اما دا چې امریکا به د پاکستان له لوري دې کار ته تشویق او ترغیب شي او که نه، دا بېله موضوع ده.

پاکستان تر دې پخوا د افغانستان له لوري یوازې د ټي ټي پي د ګواښ یادونې کړي خو دا چې اوس داعش یادوي، هدف یې دا دی چې د داعش په یادولو سره به امریکا په دې شخړه کې ښکېله کړي.

دراپ سایټ نیوز لیکلي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز هڅه کوي تحریک انصاف ګوند قانع کړي چې د دغه هېواد پخوانی صدراعظم عمران خان، له سیاسي صحنې وباسي.

پاکستاني پوځ تمه لري چې د دې داخلي بحران په بریالي مدیریت سره د افغانستان دننه د پوځي اقداماتو د پراخولو لپاره اړین ملاتړ ترلاسه کړي. خبرو سرچینو ویلي، دا عملیات کېدای شي د هوايي بریدونو او پراخو ځمکنیو عملیاتو په شکل وي.

د واشنګټن د ملاتړ د بیا ترلاسه کولو هڅه

پاکستاني پوځ غواړي چې د افغانستان دننه د داعش له اړوندو ډلو څخه د راټوکېدونکي ګواښ په غټولو سره، امریکا بېرته امنیتي همکارۍ ته وهڅوي. د پاکستان لوړپوړي جنرال شمشاد میرزا، په یوه بریتانیايي فکرکور (تینک ټانک) کې د وینا پر مهال خبرداری ورکړ چې د افغانستان دننه پر ترهګرو ډلو کنټرول نه ‌لرل، کېدای شي د لا لویو تروریستي بریدونو سبب شي.

د پاکستان د پوځ دا دریځ د دوو مهمو ننګونو څرګندونه کوي؛ یو د افراطي ډلو پر ضد مبارزه، او بل د کابل له حکومت سره د اړیکو مدیریت.

د پاکستان د دولتي ادارو ځینو سرچینو د دې عملیاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا جګړه کېدای شي د سیمې بې‌ثباتي زیاته کړي او لوېدیځ قدرتونه بېرته د جنوبې آسیا شخړو ته ور شامل کړي.

پاکستان سږ کال د ترهګرۍ پر ضد د عزم استحکام په نوم نوي پوځي عملیات پیل کړي.

دا عملیات څو بُعدونه لري:

  • نظامي برخه: د پاکستان پوځ لا پیاوړی کېږي.
  • سیاسي او دیپلوماتیکه برخه: پاکستان هڅه کوي د ترهګرو د فعالیتونو د محدودولو لپاره سیمه‌ییزه همکاري پراخه کړي.

د پاکستان دفاع وزیر سږکال د چنګاښ (سرطان) په میاشت کې ویلي و چې د دې نوې ستراتیژۍ یوه برخه د افغانستان دننه د هدفمنو بریدونو ترسره کول دي. خواجه آصف ویلي، پاکستان به پر هغو ډلو هوايي بریدونه وکړي چې د دې هېواد امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلې اړیکې

د پاکستان د ناامنۍ له امله، د اسلام‌آباد او طالبانو ترمنځ اړیکې خورا خرابې شوې دي.

تېر کال، د پاکستان پوځ د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هوايي بریدونه وکړل چې د راپورونو له مخې ۴۶ کسان یې ووژل. طالبانو ادعا وکړه چې وژل شوي کسان ملکي وګړي وو، خو پاکستان وویل چې هدف یې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د یاغیانو مرکزونه وو. ملګروملتو هم تایید کړه چې د پاکستان په برید کې ملکي وګړي وژل شوي چې اکثره یې ماشومان او ښځې وې.

طالبان ادعا کوي چې داعش یې په افغانستان کې ځپلی، او دا ډله اوس له افغانستان بهر، په ځانګړې توګه پاکستان کې مرکزونه لري. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر څو ځله ادعا کړې چې د داعش اکثره بریدونه له پاکستانه تنظیمېږي.

خو پاکستان طالبان تورن کړي چې تحریک طالبان پاکستان ته یې پناه ورکړې، او دا ډله د افغانستان له خاورې د پاکستان دننه بریدونه کوي.

د پاکستان د تحریک انصاف دریځ

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د شهباز شریف د حکومت د افغانستان د تګلارې مخالفت کړی.

د دې ګوند مشران غواړي له طالبانو سره تعامل وشي او همکاري ورسره وشي. د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر اعلان کړی چې له طالبانو سره د خبرو لپاره به کابل ته یوه جرګه واستوي.

د پاکستان مرکزي حکومت دا ګام غندلی او ویلي یې دي چې دا هڅه د هېواد د رسمي بهرنۍ تګلارې د کمزوري کولو لپاره ده.

اندېښنې – آیا افغانستان بیا د ترهګرو پناهځای کېږي؟

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي، د امریکا، ملګرو ملتونو، او سیمه‌ییزو هېوادونو اندېښنې زیاتې شوی چې افغانستان بیا د ترهګرو په خوندي پناهځای بدلېږي.

سیګار د ملګروملتو د ۲۰۲۴ کال د چنګاښ (جولای) راپور ته اشاره کړې، چې افغانستان لا هم د ترهګرو ډلو لپاره خوندي سیمه بولي، او وايي چې ځینې دا ډلې غواړي خپل فعالیتونه نړیوالې کچې ته وغځوي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو څارونکې ډلې د ۲۰۲۴ کال د مرغومي (جنوري) په راپور کې ویلي چې داعش خراسان خپل مالي او لوجستیکي ظرفیتونه پراخ کړي، او اروپايي هېوادونه داعش خراسان د اروپا لپاره تر ټولو لوی امنیتي تهدید ګڼي.

طالبان دا ادعاوې ردوي او وايي چې داعش ته یې کاري ګوزارونه ورکړي دي. د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د طالبانو ځواکونه د داعش د خطر د مخنیوي لپاره پوره امنیتي او استخباراتي ظرفیت لري.

1 COMMENT

  1. پاکستان تل کوښښ کړی چې امریکا او نور بهرني سرتيری اوهیوادونه افغانستان جګړی لپاره وهڅوی مګر داځل پاکستان خطا شوی ځکه امریکا او روسییه کوښښ کوي چې لوی افغانستان د هندوستان سره همغږی هیواد جوړ کړی، نو کله چې لوی افغانستان جوړیږی نو لازمه ده پاکستان تجزیه شي، نو روسیه کوښښ کوی چې د داعش د مینځه وړلو لپاره له افغانستان او پاکستان سره مرسته وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....