جمعه, اپریل 19, 2024
Home+نو ستا نوم څه دى؟ | اکبر کرګر

نو ستا نوم څه دى؟ | اکبر کرګر

هغه له لويي لارې د ښار یوې برخي يوې څنډې په لور راستون شو ، خو هغه د اسې څوک نه و  چې ثابته څېره ولري. څېرې ،کاليو، ږيري د سر ويښتتانو او هر څه يې شيبه په شيبه بدلون کاوه. په کلي اوښار کې لويه هنگامه جوړه وه۔ ټول اوتر اوتر بريښېدل خو ماشومان چى دهغه  له نامه سره هم نا اشنا وو، ټول ورته په لار کې په څاو   اوحيران ولاړ وو۔ د هغه په ليدو يې غوني زيږه شول. ټول وډار شول خو کله چې هغه دجادويي او بدليدونکي څېرې خاوند ورنږدي شو، په کوږ ووږ مزله يې په بد اکر ور وکتل۔ د ځينو ماشومانو خو دچا خبره سپيني وښوييدې۔ ځکه د هغه څيره د ډار او ترهې ډکه وه. کله به اوږود شو اوکله به هم خنډي شو، خو څيره يې کاملن دسيمي بنيادمانو ته نه پاتې کيده. په ولاړو هلکانو کي يوازې شوخ شينو په خپل ټټر کي دزمري زړه پيدا کړ ، ور وړاندي شو هغه، دلس دوولس کالو په عمر و. سر يې ببر  له خاورو او گردونو ډک وو ۔ گريوان يې څيري و ، د غړۍ لاندې سينه چې د خلاصي تڼې په وجه يا لمر وهلي او يا يې اوبه نه وي ليدلي، توره اوښتې وه.. خيرنه وه. ربړي لينده (غولکه) يې هم په غاړه کي پرته وه۔ د پرتاگه پيڅې يې هم شليدلې وې۔ ان په پښو يې بوټان خوڅه کوي  چې پلاستيکي څپلۍ هم نه وې۔ د سپند ټيمبکي يې په لا سکې وو. گرد يې تاوولو . نا اشنا سړي ته ورنږي شو .

کاکا دلته څه کوې؟ او له کومه ځاېه راغلې؟

کاکا چې د هلک پښو او کاليو ته ښه ځېر و، وينې چې د هلک په پښو څپلۍ نشته، پښې يې د يخنۍ او  خيرو او خاورو په وجه چاودلي دي. کښته پورته ورته گوري. په خوله غږ غوږ نه کوي. همدومره ورته وايي. زما د نامه سره ستاسو څه ؟۔۔ ۔ څه گټه ؟ دومره خبره نه ده ډېر شيان دي چې په هغه بايد لومري پوه شۍ … ۔ بيا سړى په فکر کي ځي.

خو شينو ورته بيا وايي: نه! نوم خو دي وواية ۔« ته» « زه» او«زه» ته خو يو برابر نه يو . زه خو د دې کلي يم.

-تاسې ما نه پيژني که تاسې د دې کلي ياست زه د همدې کلي واکدار يم، دلته زما راج چليږي.

— نو چې راج دي چليږي ولې دې نوم نه وايي ، موږ خو دلته تاسې کله نه ياست ليدلي؟

-تاسو او د دې سيمي خلک ما نه شي ليدلى. خو«زما اوښ دهر يو په دراوزه کي چو» کيږي.

-دا څه مانا؟

مانا دا چې زه د هر کور په دروازه کې ولاړ يم.  دهمدې سيمي  او د همدې کليو او ښارونو د ژونديو له ډلي يم ، تل دلته يم په شپه او ورځ دلته يم، لکه  چې تاسو نابلده ياست او يا ناخبره ياست، ما نه پيژني؟

په څنگ کي نور ماشومان په خپل منځ کي سره پسيږي، يو بل ته څه وايي. ټول حيران دريان ولاړ وي پس پسک کوي ، ارو مرو  چې ددې نا اشنا کاکا د ويښتانو د اوږدو خيرنو څڼو په هکله څه وايي؟يا دهغه در نگارنگې څېرې په باب څه وايي؟د هغه په لا س کې د تېره شلگې په باب خبرې کوي؟

دماشومانو په ډله کې  يو بل را دمخه کيږي.، هغه ځان ته سيفور وايي. سيفور پوښتنه کوي: کاکا تا په خپلو شنو سترگو کي رانجه اچولي دي که څنگه ؟ ولې دې شنې سترگې تورې دي؟

هغه ورته برندې برندې گوري. ورته وايي لکه چې پوه نه شوې؟ سيفور يې کاليو ته گورې له ځانه سره وايي : څومره اوږده ، څومره چټل؟ زموږ په کلي کې خو نارينه سترگي نه توروي او نه هم دا شان جامي اغوندي، دا نو کومه اشاده؟ د اسړى څنگه ميړه ځانته واېې. ډېر بدرنگ دې۔ دبدرنگو بدرنگ.. په ماشومانو کي هر يو ځانته، ځانته تصور هستوي۔ دهر يو په ذهن کې دپوښتنو قطار جوړيږي۔ خو شينو  چې لومړي وار را دمخه شوې وو ، بله پوښتنه کوي :

کاکا ته خو دلته موږ نه يې ليدلي ،؟ اوته وايي  چې زه دهمدي سيمي يم.

هغه مسکي کيږي ، کله  چې خبرو ته خوله را جوړوي څيره اودمخ کاسه يې داوښ بڼه خپلوي۔ ږيره يې ځمکې ته را کوزيږي، خوله يې په ويښتو کې پټيږي، ماشومان  چې د انسان په توگه د داسې څېرې دليدو وس نه لري په اندامونو يې  لړزه پريووځي۔ د همدي ماشوم پلار  چې څه موده تر مخه په بم الوتي و ، دمړي په ليد ويي همداسې اندامونه لړزيدل په خوا کې بل تن ورته وايي. مه ډاريږه ۔ هغه اراميږي ۔خو، بدليدونکي جادويي سړى خپلې خبري ته دوام ورکوي. وايي: تاسې ماشومان ياست، تاسو او س را پورته شوې ياست ۔ تاسو لا خپل ځان نه پيژني نو ما خو طبعا !

بيا وايي هلکو تاسو ما نه پيژنۍ ۔ هغوي ټول پسيږي ۔ خو شينو وايي : خير دي کاکاڅه به وشي  چې خپل نوم را ته ووايي :  ماشومان دلاري پر سر ديواله ته را بولي . وايي ، کښينئ   چې زه درته ځان دروښايم . ټول هلکان چوپ کيږي : بيا هم يو بل ته غوږ ورنږدي کوي ۔ پس پس کوي .

سړئ بياپه خبر وپيل کوي وايي: زه تاسوته گوته په غاښ يم، چې ما نه پيژني زه  چې ټوله ورځ ستاسو په کوڅو کي گرځم  ستاسو دروازو ته ولاړ يم. شپه اوورځ ستاسو دهريو په دسترخوان ناست يم، ستاسو خلک  چې لاسونه لپه کوي اودوعا گاني کوي  زه يې خواکي ولاړ يم خو ما نه ويني، نو طبعا تاسوته حيران يم .

شينو بيا پوښتنه کوي : نو کاکا که خپل نوم ووايه  اودا راته ووايه   چې ولي موږ ليدلى نه يې ؟ روښانه يې کړه .

اى ليونو ! رښتيا  چې ليونيان ياست . اغه پرون  چې دکلي مخ ته يو زلمي دجنگ له ميدانه راوړل شو  اودجنازي له کټه يې وينې څڅيدلي. جنازه يې ورته دکور مخې ته را وړه ، ايا زه تاسې  ونه ليدلم ؟

ما  دهغه د مور په رگونو کي ځاى نيولې  وو چې د خپل زوى په مړي را پريوته  او په وير او ځان وهلو يې ضعف وکړ، ر اپريوته او د زوې د مړي په څنگ کې يې ساه ورکړه ، دزلمي وژل شوي هلک ناوي  چې يوازې درې مياشتې يې دواده شوې وې، له کوره سرتور سر را ووته  ما دهغې په روح او وجود کي ځاې نيولي و. هغه حيرانه ودرېده ، مخامخ اسمان ته يې سترگي ونيولې، داسمان په څنډه کې لمر په غرغړو وو، وريځ دلمر مخ پټ کړ ، دهغې سترگو هم ليد له لاسه ورکړ ، زه دهغې په اکر  او روح کي ننوتم هلته ووم دهغي تن اووجود  دهغي په واک کې نه وو بلکي زما په پنجوکې وو.

بل ماشوم هم را نږدي کيږي. هغه هم دا پوښتنه کوي: کاکا نو ستا نوم څه دى چې داسې معجزي اوکرامات لري؟

 هغه وايي : دا معجزي اوکرامات نه دي. تاسو زما نوم څه کوئ ؟ زه  چې هر وخت ستاسو دنغري په چرگي ناست يم ، تل مو په دروازه کې ولاړ يم ، تا سو ما نه پيژني، زه ستاسو دهر يو په تن اووجود کې يم ، خو هسې حواس مو په خپل ځاى کي نه وي چې ما وپيژنۍ ۔ زه هماغه يم  چې ووم  اويم به .!زه يوازې ستاسو په احساس کې يم، نه په پوهاوي کې .

سيفور راوړاندي کيږي.د سپيلنيو ټيم يې چې پړې يې په کي دتاوولو لپاره  اچولي وو ، دروي وايي:

کاکا نو زما پلار  چې دوښمنانو وژلو. تاسو هم هلته واست ؟ خو هغه به مو ژغورلي واې  ۔موږ خو اوس څوک نه لرو، موږ کور کي يو گرد اوړه نه لرو ، هر ماښام  دروازو ته دريږم. څوک يوه چڼډه ډوډۍ را کوي اوڅوک يې نه ر اکوي. دا گورې: د پلاستيکو خلطه را مخې ته کوي وايي د اگوري زه دا ټولوم او اسپند لوگي کوم خو کله نا کله زه او خور مې وږي ويده کيږو ، که پلار مو ژوندي وايي موږ ته به يې داختر کالي اخيستي واي خو اوس نه شته. تابه زماپلار ژغورلي واى. که ژوندى وايي مو ږ به يې غيږ کې نيولي واى . خو اوس نشته .

هغه بيا په خبرو راځي، وايي: دا خو زما دنده نه ده. زما کار بدل دى، خبره په دې کې ده چې تاسې ما نه پيژنئ، ما احساس کوئ ،خو ما نه پيژنئ، که تاسو زه پيژندلی واى، نو له ما به مو دا پوښتني نه کولاى، خو شينو  چې د خپل څيري کميس په بغل جيب کې يې د لوبو توشلي شرنگيږي، په ټنډه خپل خيرن لاس چتر کوي چې سترگې  له لمر نه بچ کړي، وايي:

کاکا زما کيسه واوره ، ابله ورځ يې ديو تنکي زلمي مړى کلي ته را ووړ. خلک پرې را ټول شول ،يوه ماشومه لور يې درلوده، ميرمن يې اميدواره وه، جنازه يې ورته دکور مخې ته کيښوده، ميرمن اوپلار يې خبر شول. پلار يې راووت، ميرمن يې هم له کوره را ووتله۔ د زلمي د جنازې په ليدو دواړو چيغي کړي. پلار يې په ځاى ولوييده، ميرمن يې ضعف وکړ ، مور يې په مخ وهلو خپل مخ شين کړ ، خو له اده باده ولويده.

ميرمن يې په جسد ورکړوپه شوه ، نري بريت يې چې په وينو ککړ وو ، مچې کړل۔ بل تن له لاسه ونيوه ترې را ليري يې کړه. همدومره يې وويل :« ناخوانه ! ولي دې يوازې پريښودم ، زه ستا په ماشومانو څه وکړم »؟  دا کيسه مې ددې له پاره وکړه،  چې ته ولې رحم نه لري ؟ ولي ؟خو هغه زلمي به دې بچ کړي واى ؟ ته لکه  چې زړه نه لري ؟ رحم په تاکي نشته؟

سړى  چې په جادويي انداز يې څېره اورنگ تور يږي . دسر ويښتان يې همداسې را اوږديږي، ځمکې ته راکوزيږي. له شنو سترگو يې وېنې را بهيږي، ورو ورو دکلي دماشومانون په مخ کې په يوه هيوالا په يوه اژدها بدليږي .وايي:

زه دې په کيسه پوه شوم ، زه ستاسو دهر يو په زړه کي ناست يم . زه ستاسو دهر يو په تن اووجود کې يم .

گوره زه دهغه مور د  لور په رگونو کي موجود ووم ، زه دهغه پلار په وجود کي ځاى شوي ووم، ما  دهغې مور په زړه کې خيمه وهلي وه   اوزه هغه مهال په هغې  ميرمني بدل شوم. زه په هغه ټولو کي ووم. هغوۍ «زه» ووم، زه «هغوۍ» وو،  تاسو ولې دومره سادگان ياست ، زما نوم خو بل دى؟

نو ستا نوم څه دى؟ تاسو وگورۍ يوڅوک  چې له ېوې پيښي سره مخامخ شي ، هيلي اواميدونه ، ارمانونه  له لاسه ورکړي . نو دهغه په تن او وجو دکي يوه زلزله راځي ، يو درد راځي ، يو ژور درد. يو سخت درد دې. ته «غم» وايي. نو تاسو ته بايد ووايم  چې  زما نوم هم «غم» دي . زه د دې قلمرو واکمن يم .

زه شپه اوورځ په دې کليو اوښارونوکي يم، ستاسوپه نظر خو زه يو تن يم خو زه تن نه يم زه يو سيوري يم ۔ زه په هر کور کي حاضر يم ۔ په هر جومات کي زما مثله  هواره ده. په هره غونډه  اوجسله کې لودسپيکر ته ولاړ يم ، زه کله له خولې نه لاپي بادوم ، کله ژاړم ، اوکله خاندم، اوله دې هم زيات زه په هر دردمن وجود کې په حواسو اورگونو کي په حرکت کې يم. زه هلته ناست يم، زما نوم «غم» دي ، زه ددې قلمرو سلطان يم، زما واکمني په  همدي بيړۍ کې ده چې اوس  دوينو په سمندر کي لاهو ده، سمندر په څپو دى او زه يې نظاره کوم ۔

۶/۵/۲۰۲۱

. اکبر کرگر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب