یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهملاهبت الله افغان حکومت ته؛ له دښمنۍ څه نه جوړېږي په ګډه...

ملاهبت الله افغان حکومت ته؛ له دښمنۍ څه نه جوړېږي په ګډه کار کوو

تاند (یکشنبه د ثور ۱۹) طالبان وايي، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به یو داسې افغان شموله نظام رامنځته کوي چې ټول قومونه به پکې د خپل استعداد پر بنسټ خپل ځانونه ویني او د هیچا پر حق به تېری نه کېږي.

ملا هبت الله اخندزاده نن یکشنبه/ د ثور ۱۹/ په خپل اختریز پیغام کې د افغان حکومت په لیکو کې په ولاړو افغانانو غږ کړی چې نور د جنګ د دوام لپاره هيڅ ډول هڅه ونه کړي.

د نوموړي په خبره افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول باید د اسلام په احکامو سره را ټول شي، ځکه په خبره یې چې له عقدې او دښمنۍ څخه هيڅ نه جوړیږي، خو برعکس له زغم او حقیقت منلو څخه ملتونه عزت او ویاړ ته رسیږي.

هغه په خپل پیغام کې د سوچه اسلامي نظام یادونه کړې چې په خبره یې ټول باید په ګډه ورته کار وکړي، خو د “اسلامي امارت” یادونه نه ده کړې، دغه راز د سولې د خبرو په هکله یې څه نه دي ویلي او دا یې هم نه دي ویلي چې د افغانستان له حکومت سره به په څه ډول روغه کوي.

همدارنګه په پیغام کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یو ښه ګام بلل شوی دی خو ټینګار شوی دی چې د دوحې هوکړه باید په بشپړه توګه عملي شي او که چېرته داسې ونه شي نو ټوله نړۍ دې شاهده وي چې د هر ډول سرغړونې د بدو عواقبو پړه به هم د امریکا پر غاړه وي.

د هبت الله اخندزاده په ټکو چې افغانستان د بشپړې ازادۍ او خپلواکۍ په درشل ولاړ دی او د روانې جګړې د قربانیانو ارمانونه پوره کیدو ته نږدې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې امنیت ټینګ دی، د خلکو حقوق نه تلف کیږي، د غلا او فساد مخه نیول شوې او په وینا یې چې تعلیمي، صحي، فرهنګي او نورو برخو کې کار شوی دی.

په پیغام کې دغه راز راغلي، «اسلامي امارت د ټولو عام المنفعه پروژو، تأسیساتو او اماکنو ساتنه او حمایت کوي، د لاقوت، پراختیا او پرمختګ لپاره يې هڅه او کوښښ کوي، ټولو مجاهدینو او په عموم کې ټولو هیوادوالوته هم سپارښتنه کوي چې د عام المنفعه ځایونو کلکه څارنه، ساتنه او پالنه وکړي، چاته اجازه ورنه کړي چې کوم ځای زیانمن یا تخریب کړي.»

خو افغان او امریکايي چارواکي بیا وايي چې طالبانو په قصدي ډول عامه تاسیسات په نښه کوي او له منځه یې وړي.

ولسمشر غني د تېرې اپریل میاشتې په ۲۰مه د حکومتولۍ او بشري سرچینو د اونۍ په غونډه کې وویل چې د وسله والو طالبانو حرکاتو د افغانستان زېربناو ته یو میلیارډ ډالر زیان رسولی دی.

نوموړي د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ وروستۍ جګړې ته په اشارې وویل چې په دې ولسوالۍ کې دوه لوی پلونه، ګڼ پلچکونه او یو شمېر نور عامه ځایونه د طالبانو له خوا وران شوي او په وینا یې چې په ټوله ولسوالۍ کې ماینونه ځای پر ځای شوي دي چې له امله یې عام خلک له ستونزو سره مخامخ کړي او هره ورځ د دې بمونو قرباني کېږي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان سکاټ مېلر د تېر کال په ډسمبر میاشت کې په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې وویل چې عامه تاسیسات د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانانو د هوساینې لپاره جوړ شوي دي، خو په خبره یې په دې وروستیو کې یې طالبانو په ورانولو پسې رااخیستې ده.

جنرال مېلر د طالبانو له خوا د سړکونو، پلونو، ودانیو او نورو عامه ځایونو چې د افغانانو ملکیت دی، پر ويجاړولو کلکه نيوکه وکړه او ويې ويل چې دا شيان یوازې په افغان ولس پورې تړاو لري.

د مېلر په خبره، یادې زېربناوې له جګړو سره تړاو نه لري، خو طالبان یې په قصدي توګه له منځه وړي.

ملا هبت الله اخندزاده په دې اختریز پیغام کې د ملکي مرګ ژوبلې پړه پر افغان حکومت اچولې او وايي چې حکومت دې د ملکي خلکو له وژلو، ځورولو، او ځپلو څخه لاس واخلي.

خو افغان چارواکي بیا د ملکي مرګ ژوبلې اصلي مسؤلین طالبان یادوي او وايي چې د نورو په اشاره خپل افغانان وژني.

د افغان چارواکو په خبره چې طالبانو تل عامو خلکو ته سرخوږی جوړ کړی دی، عام المنفعه پروژې، تأسیسات او ځایونه یې تخریب کړي، ستونزې یې جوړې کړي او دغه راز د عامو خلکو له کورونو د جګړې د سنګرونو په توګه کار اخلي.

د یادونې ده چې د افغانستان د ټولو ولایتونو اوسېدونکي د تېرو اخترونو په څېر په راتلونکي کوچني اختر کې د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند غوښتنه کوي او وايي چې اوربند به امن اختر ته زمینه برابره کړي؛ خو د طالبانو د مشر په دې پیغام کې د اوربند یا اورکم خبره نه تر سترګو کېږي.

5 COMMENTS

  1. ټالبانو!
    یا نه پوهېږئ، یا ځان نه پوهوئ چې افغانستان ته مو څومره زیان اړولی دی؟
    د تحریک له سر نه تر اوسه پورې مو یوازې د پاکستان په ګټه کار کړی او بس!!!

  2. جګړه تاسې روانه کړې او ملامتیا په حکومت اچوئ؟!!
    عامه تاسیسات تاسې ورانوئ؟! پردی حکومت بولئ؟
    افغانان تاسې وژنئ او ملامتیا په نورو اچوئ

    الله مو تبا کړه، د آی اس آی ګوډاګیانو. په تاسې قرآن ده چې واک خو ترلاسه نه کړئ.

    الله مو وشرموه.

  3. Wish someone can provide the following information :

    1. What is the education level of Mullah Heibatullah Akhundzadeh ?
    2. What does he do/did for a living in order to provide for his family?

  4. تاسی ( طالبانو ) او د کابل لاس پوڅیو څخه د مبارکی روژی اخیری ورځو کښي افغان ملت هیله کوی چی د اجنبیانو تر رهنمائي نور د افغان وژنه بس کړۍ دا دواړه خوا د حکومتداری نه استعداد لری او نه افغان ملت پر دوی اعتبار لری !!!!! همدومره د اجنبیو غلامی بس دی او اوس د اصیلو افغانانو د پلارونو ، نیکونو او نیکونو خصلتونه د ځانو کړۍ او اسلام مبارک دین ته د زیاتره زیان رسولو څخه لاسونه واخلۍ !!!!!!

  5. اول خودا طالب ندی چې د اسلام مبارک دین اصولو او ارکانو د زده کوونکي په معنی ده . باید ټالب ورته ووایو .
    ټالب د پنجاب په لاس یوه تروریستي ، اسلام ضد او افغان ضد یوه مزدوره ډله ده چې د خوارجو په شان اعمال سرته رسوي .
    خوارجو حضرت عمر رض په محراب کې شهید کړ.
    خوارجو حضرت عثمان رض په جومات کې دقرآن عظیم الشان – د الله پاک کلام د تلاوت په سر شهید کړ.
    همداشان خوارجو حضرت علي کرم الله وجهه د سهار لمانځه د اداکولو په مهال شهید کړ.
    د دوی سلسله ډېره اوږده ده . دوی په دې تېرو لنډو وختونو کې د اسلام مبارک دین خوږ ژبي مفتي او رښتینی مبلغ مولوي صاحب سمیع الله ریحان د جمعې لمانځه د اداکولو په وخت کې شهید کړ. د وزیر اکبرخان جامع جومات خوږ ژبی امام او په سلګونه نور امامانو یې هم شهیدان کړیدي.
    د دوی دنده داده چې په خپلو کرغېړنو کړنو سره د افغان مسلمانانو پاک او معصوم زړونه له خپل ښکلي او مقدس دین نه تور کړي . دوی مسلمانانو ته داسې الفاظ استعمالوي چې کافران او ملحدان د هغو له ویلو عاجز دي .
    ملاهبو یوه مجهوله څهره ده چې تر اوسه چا د دغه جناب منحوسه څېره لا نده لیدلې . په اغلب ګومان دی به هم لکه کرنیل امان چې د ملاعمر رول یې ادا کاوو ، کوم پنجابی وي .
    ټالبان د عامه تاسیساتو دښمنان ، د ښوونځیو ورانونکي ، د لویولارو ورانوونکي د شاګردانو قاتلين او د پنجاب د ګټو ساتونکي دي . له دوی هیڅ د انسانیت تمه نشته . که د الله ج رضا وي وی به بیا پخواني خوبونه ونه ویني او د افغانستان واکمنۍ ته رسېدل به صرف یو خیال وي خو محال او ناممکن .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب