سه شنبه, مې 7, 2024
Home+ټروریزم (Terrorism)| جنرال دولت وزیري

ټروریزم (Terrorism)| جنرال دولت وزیري

ټروریزم په خلکو کې د ځانګړي سیاسي هدف له مخې د وېرې فضا رامنځته کولو لپاره محاسبه شوي تاوتریخوالي ته لمن وهل دي.

بېلابېل سازمانونه، ښي اړخي او کیڼ اړخي ډلې ټپلې، ملتپال، مذهبي او افراطي ګوندونه په کې دخیل ګڼل کېدای شي.

ډېر شمېر خلک ټروریزم ته د وهم او وېرې نوم ورکوي، که ځورول او وژل ورسره یو ځای شي، بیا نو ټروریزم د وحشت او د انسانيت ضد عمل نوم دی.

اوس مهال په ټروریزم کې د بشر پر ضد غیرانساني کړنې، د انسانانو او مخدره توکو قاچاق، د انسانانو د غړو پلورنه، د زور، وژلو او وحشت له لارې واک ته د رسېدلو هڅې، دا ټول هغه څه دي چې په ټروريزم پورې تړلي دي.

یو شمېر خلک په ځينو برخو کې له ظالم څخه په زور د خپل حق غوښتل او اخیستل د ټروریستي کړنو له لارې روا بولي، خو په کومه کړنه کې چې بېګناه انسانان وژل کېږي، کورونه يې ویجاړېږي، د انسانیت او بشریت ضد عملونه په کې تر سره کېږي، که په هره پلمه وي او هر ډول نوم ور کړل شي، فکر کوم ناروا او د لوی خدای له رضا سره په مخالف لوري کې دی.

له ظالم څخه د حق اخیستلو او واک ته د رسېدو لارې چارې ډېر ډولونه لري. کېدای شي د سیاسي او ګوندي مبارزو له لارې واک تر لاسه شي، د کودتا او وژلو له لارې واک ته رسېدل پایداره نه وي، بېلګې يې په تاريخ کې ډېرې لیدل شوي دي، چې سترې او روښانه بېلګې يې په افغانستان کې په ګوته کولای شو.

 که چېرې واک د سولې او سیاسي مبارزو له لارې تر لاسه شي کلونه څه چې پېړۍ دوام کوي. د هند د کانګرس ګوند ارام سیاست و چې تر اوسه هند د ډموکراسۍ لوړ معراجونه طی کوي او نور دولتونه يې د ډموکراسۍ د بېلګې په توګه یادوي.

سمه ده چې په هندي ټولنه کې هم کله نا کله د هندو او مسلمان په نامه کړکېچونه او شخړې را منځ ته کېږي، د یوه او یا د بل حقوق تر پښو لاندې کېږي، خو په هغه هېواد کې چې یو ملیارد او ۳۶۶ ملیونه وګړي لري، دا ډول پېښې به خامخا کېږي. په هر صورت، د هند ټولنه يوه ډموکراته ټولنه ده. په لسګونه ژبې او مذهبونه او په لسګونه قومونه او ټبرونه په کې ازاد ژوند کوي.

ټروریزم کېدای شي د یوه کس، څو کسو، يوې کوچنۍ او يا لويې ډلې، ګوندونو او یا د دولتونو کار وي. که په هره بڼه او یا په هره سطحه وي، ټروریزم یو انساني ضد عمل دی، خو تر ټولو خطرناک يې دولتي او د دولتونو تر ملاتړ لاندې رهبري کېدونکې ټروریستي ډلې دي. ځکه کله چې کومې ټروریستي ډلې د دولتونو له بشپړ ملاتړ څخه برخمنې وي، دغه ډول تروریستي ډلې د ډېرو امکاناتو په لرلو سره د هر ډول تروريستي کړنو توان لري او په هېڅ صورت د هېڅ ډول انساني او مدني قوانينو تابع نه وي.

دولتونه د خپلو ګټو لپاره تروریستي ډلې او ګروپونه حمايه او ساتي، دا ډول دولتونه په مختلفو نومونو د مذهب، توکم، ژبې او ازادۍ په پلمو په یوه هېواد کی سوله ګډوډوي او په دې سره د هغه هېواد د پرمختګ او هوساينې مخه نیسي.

یو له هغه هېوادونو څخه افغانستان دی چې له څلورو لسیزو څخه ډېره موده د ټروریزم د اور په لمبو کې سوځي او کله په یوه نامه او کله په بل نامه د نورو له خوا يې د پرمختګ او هوساينې مخه نیول شوې ده.

په افغانستان کې د ټروریزم تر ټولو وحشي او د ځناورو کړنې تر سره کېږي. د ملکي خلکو وژل، پر بانکونو، ښوونځیو، جوماتونو، تکيه خونو، د ورزش پر لوبډلو بريدونه او نورې ورته پېښې تر ټولو غیرانساني او ترورستي کړنې دي چې د مذهب او واک ته د رسېدو په پلمه تر سره کېږي.

په افغانستان کې چې د حکومت په خبره تر ۲۰ زیاتې ترورستي ډلې فعالې دي، د هر ډول پرمختیایي چارو په وړاندې خنډ جوړ کړی دی، د حکومت ګڼ مشران په دې فکر دي، چې د سیمې ځینې استخباراتي کړۍ د خپلو شومو موخو د تطبیق لپاره له دغو افراطي ډلو ګټه اخلي.

دا د حل لاره نه ده، د نورو د ګټو په خاطر د خپل هېواد ویجاړول او د خپلو خلکو وژل د خلکو، هېواد او په ټوله کې له انسانيت سره ستر خيانت دی. راځئ د خدای ج د رضا او د خپل ملت او هېواد د ملي ګټو په خاطر د وژلو او ويجاړولو لاس واخلو او د یوه افغان په نامه د یوه واحد هېواد افغانستان له لپاره لاس په کار شو.

په دې کې هم دنيوي ګټه ده او هم اخروي ګټه ده. په دنیا کې به د نورو سره سيال شو او په اخرت کې به مو د خدای ج رضايت حاصل کړی وي.

د یووالي په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب