یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبشعربیرغ/ د شفیقې خپلواک شعر

بیرغ/ د شفیقې خپلواک شعر

 بیرغ

زما بیرغ

چې له رنګونو جوړ دی

اې

ته یې دا تور رنګ د وحشت رنګ بولې

خو

ماته دا سکون د تورې شپې رابښي

هغه، هغو تیارو ته ورته دی

چې زما ډیوې سترګې پکې بلې

او زړه مې پکې ساه اخلي

هر رګ مې پکې ساه اخلي

هغه تور رنګ

د هغه ماښام رنګ ته ورته دی

چې زه مې د مین لارې پکې څارم

له هغو تیارو جوړ دی

په هغو تیارو کې

چې زه او جانان مینه کوو

او همیشه خبره سپينه کوو

********

اخ دغه الون رنګ

چې ته یې جنګ بولې

او سرې خونکارې وینې ښکارې

خو داسې نه ده

هغه زما له سرکو شونډو جوړ دی

هغه زما د ګلاب زړه رنګ لري

هغه د هغې مینې رنګ دی

چې بیګاه مې مور راکړه

او د زیارت

ها نڅاګره جنډه

*******

دغه زرغون رنګ

لکه زما پیغلتوب

لکه زما پسرلنۍ سترګې

لکه زما د مین

شنه او عطرینه غیږه

لکه په شنو پاڼو کې

د باران څو څاڅکې

لکه د خدای زړه سوی

لکه لطیف حسن

*******

زما بیرغ

زما پلو کې راشین

2 COMMENTS

  1. ډېر عالي شعر دی. خدای دی په ګوتو برکت کړه. داسي شعرونه نن سبا ډېر لږ اورم او لولم
    هیله لرم چې شفیقه جانه نور شعرونه هم خپاره کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب