یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeروغتیاد حاملګۍ پر وخت خواړه/ روضیه بهیر

د حاملګۍ پر وخت خواړه/ روضیه بهیر

د نهو میاشتو په موده کې یوه حامله میرمن ګڼو غذاو  ته اړتیا لري، چې د ورځو په اوږدو کې له غذاو څخه ځینې مواد اخلي او دغه مواد د جنین په وده او نمو کې کاملاً تاثیر لري. په دې موده کې باید یوه مور ښه روغتیا، ښه اب وهوا(اقلیم) خوشحاله ژوند ولري او هغه غذاو ته اړتیا لري چې د ورځې په اوږدو کې د ماشوم په وده او نمو کې ستر رول لوبوي.

هغه میندې چې د حاملګي پر وخت یې د خپلې روغتیا پام ساتلی وي  او ښې نباتي او حیواني غذاګاني یې خوړلي وي؛ د هغوی اولادونه هم د ښې روغتیا خاوندان او ښکلي پیدا کېږي، خو په ځینو هغه ماشومانو کې ،چې د حاملګي پر وخت یې مور ته ځنې خواړه نه وي رسیدلي او یا یې د خپلې روغتیا  خیال نه وي ساتلی، نو ماشوم یې کمزوری او کېدای شي د ځینو تکلیفونو سره پیدا او  په راتلونکي کې ورنځیږي.

دا غذاګانې کوم د تعجب وړ غذاګانې نه دي، بلکې هغه خواړه دي، چې مونږ یې د خپلو کرنیزو زمکو څخه او هم د خپلو حیوانانو څخه  تر لاسه کوو. په  دغو غذاګانو کې: ویټامینونه، کاربوهایدرتونه، منرالونه، شحمیات او فیبرونه شته، چې د خوړو له لارې د ماشوم په وده او نمو کې ښه اغېز لري اوس به په لاندې توګه د خوړو(غذا) تعریف وړاندې کړو او بیا به یې پر اړتیاو خبرې وکړو او هره غذا به په بېله توګه تشریح کړو. 

د غذا تعریف(Defanition of  food):

غذا هغه خواړو ته ویل کېږي چې ټول ژوندي موجودات  یې د خپل ژوند د بقا په خاطر  ورته اړتیا  لري یا په بل عبارت هغه اعمال،چې  د بدن په جوړښت وده او نمو کې برخه اخلي او یا د بدن ټول اعضا ورته ضرورت لري غذا  ویل کېږي( کرنپوهنه : ۱۶۴مخ).

د غذايي موادو سرچینې په دوه برخو ویشل شوي یعنې غذايي مواد هم د نباتاتو او هم د حیواناتو له لارې څخ رامنځته کېږي.

حیواني غذايي مواد لکه: غوښې، شېدې او هر څه چې له شېدو څخه رامنځته کېږي.

نباتي غذايي مواد هغه مواد دي چې د نباتاتو او ونو څخه رامنځته کېږي لکه سبزیجات، حبوبات، وچې او تازه مېوې او داسې نور.

د غذايي موادو شپږ اساسي ډولونه

هغه غذايي مواد چې د بدن په وده او نمو کې ستره ونډه اخلي او د ورځې په اوږدو کې بدن ورته اړتیا لري په شپږو برخو ویشل شوی دي.

 ۱ـ کاربوهایدرایت(قندې مواد ، Carbohydrates):

کاربوهایدریتونه هغه غذايي مواد دي چې د انسان بدن ورته ډېره اړتیا لري، نو په دې اساس د حیاتي عذا په نوم یادیږي په خوراک یې د انسان ګېډه مړېږي او په ورځینیو خواړو کې یواځېني مواد دي چې بدن ته په ډېره اندازه کالوري انرژي(تودوخه) وړاندې کوي.

په دې اړه به یو ساده مثال وړاندې کړو یعنې ډوډۍ د انسان حیاتي خواړه دي چې په زیاته اندازه کاربوهایدریت لري.

کاربوهایدریتونه په عذایی موادو کې لکه: غنم، جوار، وریجي، لوبیا، نخود، مۍ، مټر، وربشې ، ګدن او نورو کې شته، همدا ډول په سبزیجاتو، وچو او تازه مېو کې شته.

له پورته ټکو څخه څرګندیږي چې کاربوهایدریت یو حیاتي خواړه دي او  د انسان بدن ته  هره ورځ له غذايي خوړو څخه ۷۰-۵۵٪ پورې کالوري حاصلیږي (کرنپوهنه: ۱۷۶ـ ۱۷۷ مخونه).

کاربوهایدریت له درې اساسي سرچینو څخه تر لاسه کېږي:

۱ ـ نشایسته (Starch):

     د انسان د خوړو اساسي برخه جوړه وي او په پراخه پیمانه په حبوباتو، ساقو او غوټو کې موجود وي.

۲ـ قندونه:

 په دې برخه کې مونو سکرایدونه لکه ګلکوز، فرکتوز، ګلکتوز او دای سکرایدونه لکه سکروز، لکتوز، مالتوز  ګدون لري او ازاد قندونه په زیاته پیمانه په اوبو کې منحل او په اسانۍ سره جذبیږي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب