جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبشعرغونچه پښتنه / شعرونه

غونچه پښتنه / شعرونه

غزل

نه درد لري، نه اوښکې او نه زړه لکه بېلتون

دونيا هم راته شوه لکه ميره لکه بېلتون

وريځ غوندې مي ګرځي پاس پر سر يو زورور

را کوز نه شي د غم له توره غره لکه بېلتون

خوبونو کې مي هم درسره نه پرېږدي بلا

ولاړه وي هر وخت په لمرخاته لکه بېلتون

په سرو منګولو راشي د رقيب د هوس باز

وزر نه کړي پر ما باندې خواره لکه بېلتون

زړګى مي لکه لاندى په سره اور کې اړوي

نيولې ده خپل بخت راته چاړه لکه بېلتون

پېرزو يې پر ما نه شوله روڼا لکه جانان

لورېږي يې پر ما باندې تياره لکه بېلتون

کري مي په لېمو کې رقيبان اوښکې غونچې!

رېبي مي د زړه هيلې په لاره لکه بېلتون

غزل

خواخوږي دي، خوري تل راسره زړونه رقيبان
را بل مي کړي د اوښکو څراغونه رقيبان
چاپېر دي تر ما، وړي له ما د مينې خزانه
چيچي مي زړه د کرکې تور مارونه رقيبان
ديدن ته د جانان شکر د خيال وزر لرم
را وا دي چوي پښو ته زنځيرونه رقيبان
دا کومې تروږمۍ کړو سره ورک زه او جانان
وو مله راسره خدايه! تر بېلتونه رقيبان
پر سر مي تل را اچوي د سرو لمبو څونۍ
پښتو رسوي سر ته دي مېړونه رقيبان
روڼا مي د لمرين جانان را رسي تر لېمو
که هر څو ورته تم شي لکه غرونه رقيبان
غوړېږم نه غونچې! چي پورې نه يم په جانان
که جوړ کړي راته هر څومره باغونه رقيبان

غزل

نوم دي پر ورغوي، په لېمو کې دي څېره ليکم

زه د خپلې مينې د يادونو صحيفه ليکم

ژونده! ته مي خپله د زړه ورانه لوحه ولوله

نه درته زارۍ ليکم او نه درته ګيله ليکم

راشي ستا له لوري، د باد شوخ کړاڅى يې ړنګه کړي

زه د مخ پر پاڼه تل د اوښکو نوشته ليکم

غله دي، د سپېدو و تښتوي رانه د خوب تصوير

ځکه دي د زړه پر دسمال پوخ تر اندازه ليکم

غواړم دي د هجر له تيارو نه د وصال تفسير

زه هم لکه ستوري د روڼا په قلم شپه ليکم

ناسته يم جانانه! جوړوم د خپلې مينې بڼ

تا پکې پسرلى ليکم او ځان پکې غونچه ليکم

_____________

نيالګى

ژوند مي وچ سپېره راغه وو

پکې نه وو ګل د هيلو

وې ولاړې پکې سپاندې

نور څه نه وو بل د هيلو

وچکالي وه، وچکالي وه

شين مي نه شو باغ د عمر

زړه مي شين وو، شونډې وچې

وو مي مړ څراغ د عمر

پکې ډېر وو د غم بوټي

پکې شنې د درد سپلمۍ وې

خمازورې، زهر بوټي

يا اغزنې کرغنۍ وې

ته لکه کومه را پيدا شوې!؟

د پسرلي غوندې جانانه!

معطر دي زما روح کړ

خوشبويي غوندې جانانه!

تا د مينې نيالګى راووړ

زما په زړه کې دي را شين کړ

تا را ويښه مي ځواني کړه

زما عمر دي شېرين کړ

ستا ځواني تانده چينه وه

زه پرې و غوړېدم شنه شوم

پکې هيلې مي اوبه شوې

اول ګل شوم، بيا غونچه شوم

خو تا نه وم لا بوى کړې

چي باغوان!!! مي پرې کړه غاړه

زما چيغې يې ګونګۍ کړې

او ويل يې ژاړه ژاړه

ته پسرلى جانانه! لاړې

ګل دي بيرته بې اوبه شو

د خزان کاله کې اوسم

ژوند مي بيرته وچ راغه شو.

1 COMMENT

  1. پښتنې خورې! ډېر خواږه شعرونه د لیکلی دی. الله ج د زړه ارمانونه پوره کړه، بریالی او سرلوړی اوسې

    په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب