شنبه, اکتوبر 5, 2024
Home+کیسه د خیال او واقعیت ګډوله ده

کیسه د خیال او واقعیت ګډوله ده

له ایمل پسرلي سره د طارق وزیر مرکه

ځینې لیکوالان چې کیسې لیکي، نو له خپلو خاطراتو استفاده کوي چې خیال هم ورګډوي؛ خو ځینې د خاطراتو د کیسه کولو پر ځای په خیال کې یې جوړول بهتر ګڼي.

ښاغلی ایمل پسرلی هم مشهور کیسه لیکوال دی چې ډېر داستاني اثار یې چاپ شوي.
له دۀ سره په کیسه کې د خیال او واقعیت پر موضوع غږیدلی یم. (وزیر)

طارق وزیر: تاسې چې کیسه لیکئ نو پېښې مو خیالي وي کنه واقعي پېښو ته فقط خیال هم ورګډوئ؟
ایمل پسرلی: زما ډېرې لږې کیسې شاید داسې وي چې په پېښو راڅرخي. عمومآ د څېرې یا کرېکټر کیسې لیکم. اصلآ د داستاني ژوند په تړاو زما نظر دا دی چې دا د واقعیتونو او خیال ګډوله ده. دا اوس اوس مې یوه کیسه وروسته له څو میاشتو ولیکله، په دې کیسه کې کرېکټر کاملآ خیالي و خو عجیبه دا ده چې د کیسې له بشپړولو وروسته مې کټ مټ هغسې څېره ولیده. شاید د ګڼو کسانو له څېرو مې په تصور کې یو کرېکټر و چې په کیسه کې راښکاره شو.

طارق وزیر: ځینې په دې نظر دي چې که واقعي پېښې کیسه کوو نو بیا خو ترې خاطره لیکل ښۀ دي، ځکه واقعيت خو په خاطره ښه رسیږي؟

ایمل پسرلی: واقعي پېښې کیسه کېدای شي خو خپل هنر لري. دا هنر یې په منطق کې دی. د واقعي ژوند منطق او د داستاني ژوند منطق فرق کوي. په رښتیني ژوند کې یو څوک راته وايي یو سړی مې ولید چې له څلورم پوړه ولوېد، رک روغ و، په دوو پښو رهي شو. خو که دغه رښتیانۍ پېښه په همدې بڼه کیسه کړو لوستونکی یې راسره نه مني. د کیسې لوستونکی قناعت غواړي. په واقعي ژوند کې ښايي د دغې پېښې ویونکی موږ ښه پېژنو، دی په وار وار راته ثابت شوی چې د دروغو سړی نه دی، د باور وړ کس دی خو د داستان لوستونکی نه راوي پېژني او نه یې تر هغو مني چې په خپلو شواهدو یې قانع نه کړي. له رښتینو پېښو څرنګه کیسه ولیکو، زما یوه مقاله وه، زه باوري یم چې له رښتینو پېښو کیسه لیکل کېدای شي خو مالګه او مرچ یې یا رنګ او روغن یې باید داسې وي چې په داستاني منطق پوره وي.

طارق وزیر: په کیسه لیکلو کې خیال او واقعیت څومره مهم دي او د کوم یې تله باید درنه وي؟

ایمل پسرلی: مخکې مې هم وویل چې کیسه د خیال او واقعیت یوه ګډوله ده. ګومان کوم د کیسه لیکنې پر وخت لیکوال یا لیکواله د هغو پېښو، د هغو کرېکټرونو او د هغو شېبو ریسایکل شوې بڼه وړاندې کوي چې د کلونو په اوږدو کې یې لیدلي وي، په لاشعور کې یې خوندي وي. په ریسایکل یا بیا کارونه کې طبعآ نوی او زوړ سره ګډېږي. که په خپلې وروستۍ کیسې چې بدلون نومېږي وغږېږم، د پاپا په نامه کرېکټر یو کس نه و، د یونان د زکنتاس ټاپو په هغه څنډه کې چې ما یوه اوونۍ تېره کړې وه او څومره ځايي خلک مې لیدلي وو په هغو کې د څو کسانو ګډوله وه. که زه د یوه افغان کرېکټر پنځوم په ذهن کې مې د یوه افغان رنګ او روی، کړه وړه او عادتونه شته، شاید ځان اړ ونه بولم چې رښتینی کس پسې وګورم. خو که د یوه پردي هېواد څېره کاږم هلته بیا اړ یم چې د هغه ځای خلکو ته په دقت وګورم، بیا به هم د یوه کس څېره کټ مټ راوانه خلم، هغه به د داستان د کرېکټر په عادتونو او د کیسې په موضوع پورې وي چې سړی باید ورسره څرنګه ښکاره شي.

طارق وزیر: واقعیتونه تراخۀ دي نو انسان باید کله کله خیال ته مراجعه وکړي نو له واقعیتونو د تېښتې لپاره کیسه څنګه ګڼئ؟

ایمل پسرلی: له واقعیتونو ولې باید وتښتو؟ که ترخه دي که خواږه دي همدا ژوند دی. کیسه د ژوند کیسه کوي، په ژوند کې هر څه راځي، که یوه کیسه د ترخو واقعیتونو ښکلی انځور وړاندې کړي، لیکوال یا لیکوالې به یې لوی هنر پنځولی وي.

طارق وزیر: تاسې د نړۍ د نورو لیکوالو اثار هم لوستي د یو لوستونکي حیث بیا څۀ فکر کوئ چې واقعیت ته او که خیال ته نږدې کیسه خوندوره ده؟

ایمل پسرلی: کیسه د واقعي ژوند پېښې یا کاپي ده. بلکې کیسه د ګڼو واقعي پېښو، کریکټرونو او صحنو ګډوله ده. د لیکوال یا لیکوالې خیال په خپله د واقعي ژوند له تجربو خړوب شوی.

طارق وزیر: یعنې د کافکا مسخه ناول او که د همینګوې د بوډا او سیند ناول په څېر اثار؟

ایمل پسرلی: دلته خبره د خیال او واقعیت نه ده، د سمبولیکې ژبې او عادي ژبې خبره ده. کافکا که کوخۍ یادوي، که بل څه هغه سمبولونه دي، یعنې د ده خیال له واقعي ژونده خړوب شوی خو په بله بڼه یې راته وايي. په مسخه کې اصلي کرېکټر د خپلې کورنۍ لپاره مساپر شویو کار کوي چې په حشرې بدل شي، دغه ناول په د انسان د یوازیتوب، له ټولنې د جلا کېدو انځور راکوي. د همېنګوې بوډا او سیند بیا د انسان د مقاومت او مېړاني تصویر راکوي. بوډا ظاهرآ ناکامه دی کب یې نه دی راوړی خو په زړه کې ډاډه دی چې خپل هدف ته رسېدلی، نو دا دواړه ناولونه تر ظاهري ماناو ورهاخوا خبرې لري، د وړاندې کېدو د بڼې له امله یې یو خیالي بل عادي راته ښکاري.

طارق وزیر: نوي کیسه لیکوال څنګه کولی شي چې د دواړو تر منځ تعادل وساتي او همدارنګه له خپلو تجربو استفاده ورسره څومره مرسته کولی شي؟

ایمل پسرلی: مهمه دا ده چې نوی لیکوال یا نوې لیکواله په کومه موضوع، په څه ډول کرېکټر یا پېښې کیسه لیکي. بیا وایم خیال له واقعیتونو، له تجربو، له لیدنو ، له اورېدنو خړوبېږي. کاظم خان شیدا چې وايي:

د افتاب په کمند نه خېژم اسمان ته
نه ږدم بار لکه شبنم په دوش د ګلو

پرخه یې په ګل لیدلې چې لمر شي ورکه شي، وچه شي، دا واقعیت دی، خیال یې دا دی چې دوی دغه پرخه د لمر د وړانګو په مرسته اسمان ته خېژوي. نو واقعیت دی چې خیال یې خړوب کړی. هغه کس ښه خیال لرلی شي چې واقعي ژوند ته ډېر ځير وي. شاوخوا سیمې، خلک، پېښې، خبرې، غږونه، بویونه، رنګونه په دقت ویني، لنډه دا چې ټول حواس کاروي. هر هنرمند که ښه هنر پنځوي باید ژوند ته ځیر واوسي.

طارق وزیر: کله داسې شوي چې د یوې موضوع اړوند کیسه لیکل غواړئ نو په دې کشمکش کې لویدلي وئ چې خیالي یې جوړه کړم کنه خپله ورته تجربه تمثیل کړم؟

ایمل پسرلی: دا خبره پاس ډېره وشاربل شوه، بیا وایم کیسه د خیال او واقعیت ګډوله ده، او خیال له واقعي ژونده خړوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب