چهارشنبه, دسمبر 11, 2024
Homeخبرونهاصف درانی، د طالبانو قوانین او مقررات به افغاني وي خو اسلامي...

اصف درانی، د طالبانو قوانین او مقررات به افغاني وي خو اسلامي نه دي

تاند(سې شنبه، د اسد ۳۰ مه) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په یوه اعلامیه کې ویلي: «افغان طالبانو ځینې قوانین او مقررات پلي کړي چې کېدای شي د افغانستان له شرایطو سره مطابقت ولري، خو له اسلامی اصولو او معیارونو سره، چې دوی یې په دې نامه اجرا کوي، مطابقت نه لري.”

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي روښانه کړه چې د طالبانو کړنې ښایي د دوی له شرایطو سره سمې وۍ، خو هغه اسلامي نه شي بلل کېدای.

ده دا هم وویل چې طالبانو سخت قوانین پلي کړي او ادعا کوي چې دا له اسلام سره سم دي. له پخوانیو ژمنو سره سره، هغوی د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه چې په دې توګه یې د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو چانس  سخت اغېزمن کړ.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې په ګډون د بېلابېلو ترهګرو ډلو د شتون ادعاوې تکرار کړې او دا یې د سیمې او له سیمې دباندې هیوادونو لپاره یوه لویه ننګونه وبلله.

«زما اندیښنه دا ده چې په افغانستان کې دننه د داعش خراسان فعالیتونه مخ په زیاتیدو دي، او دا باید په ایران کې د دوی د بریدونو، په مسکو کې د دوی د حملې او همداراز په پاکستان کې د ډیرو عملیاتو له امله د سیمې او ورهاخوا ټولو هیوادونو لپاره د اندیښنې سبب وي. کېدای شی په نورو ځایونو کې هم همدا کار وشي.»

هغه په افغانستان کې د طالبانو درې کلنې واکمنۍ ته په اشارې وویل، «په مجموع کې، په تېرو دریو کلونو کې، په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی، فساد کم دی، نړیوال هم دا تاییدوي.»

له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته د داعش د خطر او له افغانستان څخه د یوه بل ۹/۱۱ د سرچینې اخیستو په اړه د اصف دراني د څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو د باندنیو چارو مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد ویلي:« دراني چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی په حقیقت کې د دې هر څه احتمال له پاکستانه لیدل کېږي.»

ده پر خپله ایکسپاڼه همداراز کښلي«افغانستان اوس يو امن او باثباته هېواد دی ،چې د بهرنیو هیوادونو د پورونو او مرستو پر ځای، د خپلو سرچينو په کارولو سره د اقتصادي ځان‌بسياينې لپاره هلې ځلې کوي. د افغانستان حکومت توانېدلی، چې داعش بلوا ګره ډله په بشپړ ډول وځپي؛ که د ډيورنډ کرښې پورې غاړه د داعش پټنځايونه له منځه يوړل شي، د دغې ډلې ګواښ په بشپړ ډول له منځه تللی شي.»

پرون د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند د ښاغلي دراني څرګندونو ته نسبتاً نرم غبرګون ښوولی و.

1 COMMENT

  1. هو،لکه د تاسی چي نه اسلامی او نه انسانی بلکی پنجابی دی نو له تاسی به څوک څه زده کړی؟ بی له شر او فساد صادرول، هر کار اجرتی نورو ته تر سره کول ،ارذل الناس په پولیسو کی راټولول او مظلومان پری داړل او نور.
    ته په تیره نیمه پیړۍ کی داسی یو کار راوښیه منحیث دولت چي اسلامی او انسانی ارزښت ولری او قابل فخر وی په انسانی نړۍ کی.
    خلاصه: سیعلم الذین ظلموا ای منقلب ینقلبون
    رب لا تذر علی الارض المسلمین من الظالمین دیارا و شتت شملهم و فرق جمعهم وخرب بنیانهم و خذهم باخذ عزیز مقتدر ـ آمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب