پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد قطر سره میاشت ټولنه په پکتیا کې راستنو شویو کډوالو ته...

د قطر سره میاشت ټولنه په پکتیا کې راستنو شویو کډوالو ته کورونه جوړوي

تاند (سې شنبه، د اسد ۳۰ مه) د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت نن (سې شنبې) وویل چې د قطر سرې میاشتې ټولنه په پکتیا ولایت کې راستنو شویو افغان کډوالو ته کورونه جوړوي.

وزارت زیاته کړه چې دغه خیریه موسسه به د پکتیا ولایت د ګردیز په رباط سیمه کې ۵۰ کورونه، ښوونځی، مدرسه، روغتیایي مرکزونه او تفریحي مرکزونه جوړ کړي.

له بلې خوا طالبانو نن (سې شنبه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دوی د کډوالو وزیر خلیل الرحمن حقاني په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې ټولنې له مشر احمد عثمانی سره لیدلي دي.

دغه وزارت همداراز ویلي چې د دغو کورونو او ښوونځیو ودانۍ له طالبانو سره په همغږۍ جوړیږي.

په خبرپاڼه کې دې ته اشاره نه ده شوې چې دا ښوونځي او کورونه به کله جوړ شي او یا به څومره لکښت پرې راشي.

په وروستیو میاشتو کې، له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي توګه له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري شړلو بهیر زیات شوی دی.

دغه وضعیت د دې لامل شوی چې ګڼ شمېر افغانان د سرپناه او لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له سختو ستونزو سره مخامخ شي.

تر دې مخکې د قطر د سرې میاشتې د نړیوالې خیریه او پراختیایي ادارې ژمنه کړې وه چې د افغان کډوالو لپاره به کورونه جوړ کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په وینا ، متحده ایالاتو په تیرو دریو کلونو کې په هیواد کې تر یوسلو ۶۰ زره ډیر افغانان ځای په ځای کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب